لوړې زدکړې: په نړیوال څېړنیز او ملي فکري ډګر کې غیر حاضره کورنۍ

د انځور حقوق AFP
Image caption باید دا پوښتنه هم وکړو چې مونږ په پوهنتونونو او اکاډمیو کې څه کوو؟ څه تدریسوو او اکاډمیک تولید مو څه شی دی؟

زما د دوکتورا څېړنیزه پروژه د کابل او شاوخوا چاپیریالي نمونو په اړه ده. هروخت چې غواړم د خپلې څېړنې په اړه رپوټ یا مقاله ولیکم او یا هم د څېړنو پایلې چېرته وړاندې کړم، نو د سیمې په اړه د کره اخځلیکونو نشتوالی مې تر ټولو چارو ډېر سرګردانه کړي.

ډېری وخت د خبري سایټونو او یا هم نورو رسنیو رپوټونو حواله ورکوم. دا چاره نه یوازې چې زما د څېړنو په کړنلاره او پایله د اورېدونکي او لوستونکي بې باوري زیاتوي، بلکې په یوه کره او منل شوي نړیوال ژورنال کي یې د چاپ چارې هم ستونزمنې کوي.

ځکه د لوړ اغیزعامل یا امپکټ فکټور لرونکو نړیوالو ژورنالونو کې لیکنې له خپرېدا دمخه د کره کتوونکو یا پییر رویوور لخوا په بشپړې ځېرکتیا کتل کېږي او که چیري یې اخځلیکونه کره نه وي، نو کره کتوونکي د مقالې د چاپ سپارښتنه نه کوي.

اوس به نو لوستونکی وايي چې په دا دومره دولتي او شخصي پوهنتونونو، اکاډمیو او مرکزونو په شتون کې نو د اخځلیک ستونزه ولې شته؟

هو، پوښتنه مو پر ځای ده، خو تر دې دمخه باید دا پوښتنه هم وکړو چې موږ په پوهنتونونو او اکاډمیو کې څه کوو؟ څه تدریسوو او اکاډمیک تولید مو څه شی دی؟

هرکال د افغانستان اکاډمیکې کورنۍ سلګونه علمي غړي علمي رتبې اخلي، پنډ، پنډ علمي کتابونه لیکي، درځن، درځن سمینارونه او دفاعیې وړاندې کوي، خو په خواشینۍ سره د افغانستان اکاډمیکو ادارو علمي رتبې، څېړنیز تولید، څېړنیزې کړنلارې او د څېړنو معیار آن د نږدې ګاونډیو هیوادونو له علمي کار سره د پرتلې وړ نه دي، نو نړیوال هغه خو یې پرېږده.

زموږ له پوهنیاره نیولې بیا تر پوهانده، له څېړندوی، ښوندوی او محقق څخه نیولې بیا تر څېړاند، ښوواند او سرمحقق پورې یوه علمي رتبه هم په نړیوالو معیارونو کې نه منل کېږي، خو زما غوندې د پوهنتون د ټیټې رتبې مامور هم له خپل نامه سره پروفیسور لیکي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption راځي هرڅه و ننګوو، تهینک ټنکونه جوړ کړو او د اکاډمیکې کورنۍ دا ناخوالې په روانه ژبه یادې او بحث پرې وکړو

ځینې به دعوه کوي چې نو لابراتوار خو په پیسو جوړېږي او پیسې خو موږ نه لرو، دلته جګړه ده. دا دعوه په دوو لاملونو نه ده سمه، لومړی خو دا چې که دولت ډېرو لوړ پوړو او ټیټ پوړو چارواکو ته د زغروال موټر اخیستلو او میلیوني معاشونو مشاورینو ته پیسې لري نو دې ته یې ولې نه لري؟

دویم که دا خبره سمه هم وي، یوازې د طبیعي ساینس څېړنو لپاره سمه ده، ځکه هلته لابراتوار په کار دی، مګر د ټولنیز ساینس لپاره خو نه لابراتوار ته اړتیا شته او نه هم کومې سترې بودیجې ته.

ریښتیا خبره خو دا ده چې د معیاري څېړنو لپاره له شخص څخه نیولې بیا تر دولت پورې اراده نشته. هرڅوک هڅه کوي خپل شل پشپړ کړي او ژر تر ژره لخیره سره پوهاند، سرمحقق او یا هم ښوواند شي.

د کیفیت مسئله به یوازې ځینو کسانو ته مهمه وي. تر څېړنو چې را تېر شو بله ستونزه په اکاډمیکو ادارو کې د تدریسي موادو مسلکي او فکري کیفیت دی، د تدریسي موادو ټیټ مسلکي کیفیت د نورو ترڅنګ دوه ستر لاملونه لري، لومړی دا چې که تا په هره څانګه کې د تخصص لپاره خواري ایستلې وي، خو که د څانګې مشر او یا هم تر تا مشر استاد خوښه نه وه ته به بل مضمون تدریسوې.

دویم دا چې یوه استاد ته تر یوه زیات مضمون تدریس چارې ور لغاړې کول د تدریس او درسي موادو په کیفیت ډېره بده اغیزه کوي، چې زه یې په خپله شاهد یم. که د لوړو زدکړو وزارت د ډېرو استادانو د استخدام امکانات نه لري ضرور نه ده چې په هر ځای پوهنتون جوړ کړي.

څومره چې دولتي پوهنتونونه زیاتېږي په هماغه اندازه د زدکړو د کیفیت په ټیټوالي اغیز کوي.

د انځور حقوق AFP
Image caption په کتابونو کې هم یو ډول لیکل شوي چې کېدای شي محصل یې د یوې اشارې په رسولو سره هم زده کړي

د درس کیفیت ترڅنګ پوهنتونونه او اکاډمیکي ادارې باید د فکري ودې مرکزونه وي، خو متاسفانه زموږ پوهنتونونو کې که استاد د ورکړل شوي مضمون تر څنګ څو شیبې هم په ملي مسائلو او فکر جوړونې خبرې وکړي، نو یا د محصلینو او یا هم د ادارې لخوا چیغې پورته شي چې هلۍ استاد وخت ضایع کوي.

آښه څه باید وشي؟

دا حالت ختمول غواړي، پوهنتونونه او د افغانستان اکاډمیکې ادارې له څېړنیز ډګر نیولې بیا د فکري ودې تر ډګره بنسټیز بدلون ته اړتیا لري خو دا بدلون به څوک راولي؟

زه وایم راځۍ د دې سکوت ماتولو او فکري رغاونې لپاره د ټلویزیوني بې مانا بحثونو او فېسبوکي لانجو پر ځای د اکاډمیکې کورنۍ یو څو په خبره او نظر پوه غړي خلک را ولاړ شي او په اکاډمیکو ادارو کې داسې بحثونو ته لاره پرانیزي چې شته ټابو او سکوت مات کړی شي.

راځي هرڅه و ننګوو او په هرڅه له ځانه پیل نیوکې وکړو، تهینک ټنکونه جوړ کړو او د اکاډمیکې کورنۍ دا ناخوالې په روانه ژبه یادې او بحث پرې وکړو.

د انځور حقوق Getty Images

همدا راز دې د اکاډمیکو ادارو د استخدام چارسمبال هم په یوه داسې طرحه کار وکړي چې د استخدام په وخت کې د علمي او مسلکي وړتیا ترڅنګ له استخدام کېدونکي کس څخه د سالمې سایکولوژۍ آزموینه هم واخیستلای شي.

په علمي مرکزونو کې له محدودو بستونو پرته استخدام یوازې دایمي نه وي بلکې هرڅوک د خپل علمي اغیز په تله کال په کال وتللي شي او که څوک پاتې راشي، په مخه دې ښه وي.

دا چاره د غرب په علمي مرکزونو کې په عملي توګه جریان لري. راځئ دا تجربه یوځل پیل کړو، که یې پایله سمه نه وه، بېرته به دې اوسنۍ پروسې ته را وګرځو.

ورته مطالب