د افغان دولت او حزب اسلامي تر منځ تړون څومره عملي شوی؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سولې د عالي شورا مخکیني مشر پیر سید احمد ګیلاني په مشرۍ د افغان حکومت او ګلبدین حکمتیار ترمنځ د سولې تړون وشو

د افغان حکومت او حزب اسلامي تر منځ هوکړې کې د افغان حکومت له لوري د حزب اسلامي مشرتابه د قضايي خوندیتوب تضمین کولو تر څنګ لس ژمنې کړې وې.

د افغانستان د دولت او حزب اسلامي د مرکچي پلاوي ترمنځ تېر سپتمبر کې د سولې هوکړه لیک لاسلیک شو.

دا هوکړه درې فصلونو او ۲۵ مادې لري.

د بندیزونو له لیستونو د حزب اسلامي د ځینو غړو او مشرتابه د نومونو لرې کول، حزب اسلامي ته د ازادانه سیاسي فعالیت اجازه او د دریو میاشتو مودې کې د حزب اسلامي د بندیانو خوشي کېدل د دغې هوکړې مهمې ژمنې وې.

حزب اسلامي دغه هوکړه کې ژمنه کړې وه، چې د افغانستان اساسي قانون به مني، خپل پوځي تشکیلات به له منځه وړي او تل پاتې اوربند ته به غاړه ږدي، خو په هوکړه کې دا نه و ویل شوي، چې دوی به خپلې وسلې او تجهیزات چا ته سپاري؟

د افغان دولت په غوښتنه ملګرو ملتونو تېره فبرورۍ کې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار نوم د بندیزونو له نوملړه وویست.

هغه مهال د ملګرو ملتونو له خوا په خپره شوې بیانیه کې راغلي و، چې امنیت شورا د اړوند پرېکړه لیکونو په تعقیبولو سره د القاعده، داعش او نورو اړوندو ډلو له نوملړه د ښاغلي حکمتیار نوم اېستلی دی.

له دې نوملړه د ګلبدین حکمتیار د نوم ایستل ددغې هوکړې یو مهم ټکی بلل کېده.

خو د بشري حقونو ځینو سازمانونو له دې نوملړه د ګلبدین حکمتیار د نوم لرې کول خواشینوونکی ګام بللی وو.

د افغانستان لپاره د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان مشرې څېړونکې پېټرېشیا ګراسمن ویلې و له بده مرغه دغه ګام په افغانستان کې د معافیت د کلتور وروستۍ بېلګه ده.

د انځور حقوق AFP
Image caption د بندیانو د خلاصون پرېکړه په تېره سپټمبر میاشت کې د حکومت اتو ګلبدین حکمتیار ترمنځ د سولې د هوکړې یوه برخه ده

بل لور ته نن لغمان کې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار خپلو خبرو کې هیله مندي ښوولې، چې د افغان حکومت او د ده د حزب تر منځ د شوې هوکړې ټولې مادې به تطبیق شي.

نوموړي ویلي، حزب به یې له دې وروسته یوازې سیاسي مبارزه کوي او دغه راز یې له وسله والو طالبانو وغوښتل، چې له وسله والې جګړې لاس واخلي او د ده په خبره د پردیو پر مټ پر افغانانو د حکومت کولو خوبونه پرېږدي.

هغه زياته کړه چې په افغانستان کې يوه پياوړي مرکزي حکومت ته اړتيا ده او په وینا یې د واک د وېش لپاره بايد سهامي شرکت جوړ نه شي. د حزب اسلامي او افغان حکومت تر منځ د سولې هوکړه کې د هغو بندیانو پر خوشي کېدو هم هوکړه شوې وه، چې د افغانستان زندانونو کې بندیان دي.

غني او حکمتیار د سولې هوکړه لاسلیک کړه

پاکستان د حزب اسلامي او افغان حکومت د سولې تړون هرکلی وکړ

'حکمتیار دې جګړو کې د ښکېلتیا له کبله له افغانانو بښنه وغواړي'

هغه شواهد چې بي بي سي موندلي ښيي، چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار عام محضر کې له څرګندیدو سره هممهاله به د حزب اسلامي یو شمېر بندیان هم له زندانونو خوشي شي.

د دغو بندیانو شمېر چې خوشي کېږي ۶۸ کسه یادیږي.

حزب اسلامي په لومړي پړاو کې له دولته د ۴۸۸ زندانیانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه، چې له ډلې تر اوسه یوازې د ۶۸ تنو پر خوشې کولو هوکړه شوې ده.

د رسمي شمېرو له مخې، د افغانستان په زندانونو کې د اسلامي حزب نژدې ۶۰۰۰ غړي بندیان دي.

د دولت او حزب اسلامي تر منځ د شوې هوکړې له مخې، دولت باید د حزب اسلامي ټول سیاسي بندیان ازاد کړي، خو هغوی یې په ډله کې نه دي چې پر حزب اسلامي سربېره له نورو ترهګرو ډلو سره د ملګرتیا تور پرې شته.

د حزب اسلامي سرچینو بي بي سي ته ویلي، دوی به په راتلونکو پړاوونو کې له دولته له ۲۵۰۰ څخه تر ۳۵۰۰ زندانیانو د خوشې کولو غوښتنه وکړي.

اټکل دی چې دغه کسان به هم د دولت له چاڼه تېر شي.

د انځور حقوق .
Image caption حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار لغمان ولایت کې د خلکو منځ کې راڅرګند شو

عام محضر کې د ګلبدین حکمتیار له څرګندیدو واخله بیا د حزب اسلامي د بندیانو تر خوشي کېدو پورې ټول اقدامات ښيي، چې تر اوسه دواړه لوري په خورا احتیاط سره هر ګام اخلي.

بل لور ته ښاغلي حکمتیار نن په خپلو خبرو کې ویلي، چې د راتلونکو نسلونو لپاره بايد يو سوکاله او ودان افغانستان په ميراث پرېښودل شي، دغه راز افغان چارواکي هم هیله مندي ښيي، چې ګوندې د دولت نورې وسله والې مخالفې ډلې هم د حزب اسلامي پر پله پل کېږدي او د وسله والې مبارزې پر ځای د افغانستان د اساسي قانون په چوکاټ کې سیاسي هلې ځلې پیل کړي.

د افغانستان اجراییه رییس عبدالله عبدالله په ګډون د افغانستان په اوسني سیاسي چاپيریال کې هم دغې هوکړې ته تر ډېره حده هیله مندي او خوشبیني څرګندیږي او په ظاهره کوم پام وړ مخالفت ورسره نه دی څرګند شوی، خو دا به وخت وښيي، چې دغه هیله مندۍ تر کومه حده پر ځای دي او د هوکړې ژمنو پوره کولو لپاره دواړه لوري څومره سنجیده دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب