د پښتو ژبپوهنې مخکښه لیکواله وستایل شوه

Image caption مېرمن کلتوري او ټولنیز بهیر وايي، د مخکښو مېرمنو ستایل یې یوه موخه ده.

مېرمن ادبي او ټولنیز بهیر خپله کلنۍ ناسته کې د کابل او ننګرهار پوهنتون د استادې ډاکټر زرغونه رښتین زېور لمانځغونډه جوړه کړې وه.

په دې ناسته کې لیکوال، ادیبان او د پوهنتون استادان د اغلې زېور پر ادبي او پوهنیزو هڅو وغږېدل.

د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز رییس رفیع الله نیازي مېرمن زېور داسې څوک وبلله چې په اوسمهالې ژبپوهنه کې یې د وخت له غوښتنو سره سم کار کړی دی.

"کوم ویاړ چې د پښتو اوسمهالې ژبپوهنه کې په نارینه وو کې الهام صیب ته په برخه دی، په مېرمنو کې ډاکټر زرغونه رښتین ته دا ویاړ په برخه دی. په پښتو ښځینه لیکوالو او استادانو کې لومړنۍ ښځه ده چې په دې برخه کې یې کار کړی دی".

ښايي له خپل مسلک سره د ډېرې مینې له امله وي چې مېرمن زیور په دې برخه کې د نورو ښځینه پوهانو مخکښه بلل کېږي.

* سخت زړې ښځې، زړه سوانده نارینه

* څو مېړونه لرې؟ دا پوښتنه را نه څو ځل شوې

د کابل پوهنتون استاد او د افغان ولسمشر ټولنیز سلاکار لال پاچا ازمون وايي، اغلې زیور ته ډېر ځلې د مهمو دندو د ور کولو وړاندیز شوی خو دې نه دی منلي.

زما په خوله هم یو پیغام ورته رسول شوی، خو استاده وايي، چې نه زه په پوهنتون کې درس ور کوم له زدکوونکو سره نږدې پاتې کېږم او له خپلو سره کار کوم، نو دا زما لپاره له هرڅه غوره دي.

د کابل پوهنتون یو بل استاد محبوب شا محبوب یې له ژبې او پوهنتوني خدمت سره د مینې لپاره یوه بېلګه دا یاده کړه چې ان کله یې له امتیاز پرته کار ته ټټر وهلی دی.

"ډاکټر صیبه پر پښتو ژبه مینه ده، کله چې د مشرانو استادانو د تقاعد مسله شوه او دوه استادان تقاعد شول چې ژبپوهنه کې یې کار کاوه، نو موږ په وېره کې وو چې د ماسټري او پي اېچ ډي دوره به شنډېږي، خو ډاکټر صیبه هغه څوک وه چې ویې ویل له امتیاز پرته راځم دلته کار کوم، ځکه ژبه پر ما حق لري او زه پرې مینه یم".

Image caption پر مېرمن ټولنیز او کلتوري بهیر سربېره نورو ادارو هم زرغونه زېور ته ستاینلیکونه ور کړل.

د علومو اکېډمۍ غړي عبدالقیوم زاهد مشواڼي د اغلې زېور پر ادبي خدمتونو سربېره مېرمن ادبي بهیر د دا ډول لمانځغونډو د جوړولو له امله وستایه.

"دا د ویاړ ځای دی چې نور مېرمنې دې ځای ته رسېدلې چې خپلې حقدارې را وپېژني او نور به موږ دې ته پام نه کوو چې دا کار دې یواځې نارینه وکړي، بلکې ښځې دې دا ډګر تود کړي".

د دې بهیر مشرې او په ولسي جرګه کې د خوست استازې ساهره شریف وویل، چې د مخښکو مېرمنو ستایل یې د بهیر یوه موخه ده.

"کوم اهداف مو چې ځانته ټاکلي هڅه مو کړې چې پوره یې کړو، او په هغو کې یو دا دی تصمیم نیوی چې کومې مېرمنې ټولنیز، سیاسي او ادبي برخو کې د دې خاورې د اولاد لپاره خپل عمر او هڅې ځانګړې کړې، او موږ پرې ویاړو، نو دا غونډې ورته جوړوو او دا دویم پروګرام دی چې ورته مېرمنې ستایو".

* پېلوځی: مشاعرې او ښځينه شاعري

* ډاکټر زیار: له ميوندۍ ملالې تر يوسفزۍ ملالې

د غونډې په پای کې پخپله ډاکټر زرغونه رښتین زېور له مېرمن ادبي او ټولنیز بهیر مننه وکړه او پر افغانانو یې غږ وکړ چې په ۲۱ پېړۍ کې له نورو سره د سیالۍ لپاره د پوهې ډګر ګرم کړي.

"اوس د قلم جګړه ده، د پوهې لپاره هلې ځلې پکار دي، موږ باید په خپلو کورنیو او خپلو سیمو کې د پوهې د زدکړې لپاره هڅې وکړو او په تېره د لوڼو او خویندو او بچو لپاره د یو هوسا او ارام ژوند لپاره دوی ته د زدکړو زمینه برابره کړي".

د ډاکټر زرغونه رښتین زیور له لمانځغونډې نږدې لس ورځې وړاندې په ورته ناسته کې د اناهیتا روهي کلیزه ولمانځل شوه، چې پر شاعرۍ سربېره د ماشوم ادبیاتو په برخه کې بوخته ده.

دا ډول لمانځغونډې ښيي چې په پښتو ادب کې د خدمتګارو او پوهو مېرمنو هڅې ستایل کېږي او د نورو مخکښو مېرمنو د پیدا کېدو لپاره لار پرانیستل کېږي.

Image caption د زرغونه رښتین زېور د ځواني انځور چې د نوموړې د ژوند په هکله جوړ شوي مستند کې وښودل شو.

اړونده مطالب