زموږ ټولنه هنرمندانو ته ولې په ټیټه سترګه ګوري؟

هنرمندان بيا په تېره ښځينه هغه د لفظي بريدونو لپاره آسان اهداف دي. د انځور حقوق FB
Image caption هنرمندان بيا په تېره ښځينه هغه د لفظي بريدونو لپاره آسان اهداف دي.

امريکايى ليکوال ويليم سېوارډ بورو د هنرمندانو په اړه وايي "هنرمند د بدلانه رښتونى رامنځته کوونکى دى".

په نوره نړۍ کې خلک خپلو هنرمندانو ته درناوى کوي اوهغوى د خپل کلتور او يا آن د سولې استازي بولي خو په خواشينۍ سره زموږ ټولنه له دغې ځانگړتيا بې برخې ده.

دا يو حقيقت دى چې د نړۍ هره ټولنه مثبت او منفي ځانگړتياوې لري او دا دې هم نه وي هېره چې وگړي د خپلې ټولنې د اصلاح تر څنگ تر يوه بريده د منفي اړخونو توجيه لپاره دلايل لټوي.

د توجيه لټون د ټولنو پر منفي اړخونو رڼا اچول نه يوازې دا چې تريخوي بلکې ځينې مهال يې ستونزمنوي هم.

افغانه ټولنه هم له دغه حقيقته نه ده مستثنا او په تېره بيا پښتنې ټولنه چې لا هم ځينې مسلې په کې ډېرې ځورونکې دي.

د هندي فلمونو 'پردۍ' هنرمندانې

''پاکستاني هنرمندان دې ۴۸ ساعتونو کې له هنده ووځي''

زموږ ټولنه کې يوه دغه ځورونکې مسله له هنر او هنرمند سره چلند دى.

داسې نه ده چې زموږ د خلکو موسيقي او يا هنر نه خوښيږي، بلکې له موسيقۍ او نورو هنري ټوټو خوند اخلي خو بيا برعکس ځینې خلک خپل هنرمند ته په ټيټه سترگه گوري.

دا هېروي چې د دوى هنرمندان په خپلو ښکلو غږونو او يا ښکلو هنرونو د دوى ټولنې او يا د دوى محفلونو ته د ښکلا رنگ وربښي.

ټولنيزې رسنۍ د ذهنيت هنداره

په تېرو ١٥ کلونو کې په افغانستان کې د سواد زده کړې په برخه کې ډېر پرمختگ شوى. ډېرو خلکو آن د دوکټورا تر کچې زده کړې کړي. خو د خواشينۍ خبره دا ده چې د دغو زده کړو اغېز پر ټولنې ډېر لږ تر سترگو کېږي.

دا يو تريخ حقيقت دى چې زموږ په ټولنه کې نه زغم هماغسې پر خپل ځاى ټينگ پاتې دی او ښه بېلگه يې د خواله په رسنيو کې تر سترگو کېږي.

نه يوازې دا چې ځوانان په خواله رسنيو کې په بېلابېلو ملحوظاتو يو بل ته سپکې سپورې وايي، آن زما په څېر د هنر په ډگر کې ښکېل هغه خلک هم د دوى له ستوغو نه دي خوندي چې له بهره يوازې په دې موخه هېواد ته ستانه شوي چې خپل غم ځپلي ولس ته د تفريح او تنوير زمينه برابره کړي او افغان ولس او افغان کلتور ته خدمت وکړي.

د انځور حقوق FB
Image caption د ټولنې دا تريخ حقيقت مې ډېره ځوروي

ډېرى سندرغاړي چې له بهره ستانه شوي له خپل هېواد سره ډېره مينه لري او غواړي د خپل ښکلي غږ او ښکلې افغاني موسيقۍ له لارې د سولې پيغام خپور کړي.

د ډېرو افغان هنرمندانو هېواد ته د ستنېدو موخه د افغان کلتور پياوړي کول دي چې ځوانان مو لوېديځې موسيقۍ او هنرونو ته مخه ونه کړي.

خو سره له دې د ځوانانو له کرکې سره مخامخېږي. ځوانان ځکه يادوم چې د د خواله رسنيو نژدې ٦٠ سلنه کاروونکي ځوان پوړ دى.

د ټولنې دا تريخ حقيقت مې ډېره ځوروي او له ځانه هر کله پوښتم چې دا ولې؟

خو تر ننه مې د دې "ولې" ځواب نه موندلى.

خو انگېرنې هرو مرو لرم. هغه دا چې، دا کرکه يوازې د هنرمندانو پر وړاندې نه، بلکې د هر هغه کس په وړاندې ده چې تر يوۀ ځايه يې ځان رسولى.

خو هنرمندان بيا په تېره ښځينه هغه د لفظي بريدونو لپاره آسان اهداف دي.

لامل يې ښايي دا وي چې افغان ځوانانو لپاره چې ډېر مستعد دي، د خپلو استعدادونو د څرگندولو لپاره ډېره زمينه نه ده برابره.

دا سمه ده چې هېواد مو لا هم په جگړه کې ښکېل دى خو زموږ ټلويزيوني چينلونو هم له پړې نه دي خلاص.

زموږ د ځینې دغو ټلويزيونو د خپرونو شاو خوا ٥٠ سلنه منځپانگه بهرني سريالونه جوړوي، چې نه مو له کلتور سره تړاو لري او نه مو د ځوان استعداد ځلېدا ته زمينه برابروي.

د هنرمندانو تېروتنې

داسې نه ده چې موږ يانې هنرمندان دې هېڅ ستونزه و نه لرو.

طبيعي ده چې تېروتنې شوي او کېږي. زه هم د دې پلوۍ يم چې له بهره ستانه شوي ځينې هنرمندان يا هنرمندانې دې افغان کلتور له هره اړخه پام کې ونيسي. د دوى سندريزې ويډيو گاڼې، جامې او کړه وړه دې د دوى د جگړه ځپلې ټولنې له تمو سره سم وي.

د دغو ستونزو د حل لپاره بايد لاس سره ورکړو. ولس له خپلو هنروالو چې د دوى کلتوري استازي دي خپلې تمې او پر هغوى نيوکې په رغنده توگه هم څرگندولى شي. هنرمندانو ته درنښت هغوى نور هم زموږ د کلتور ځلولو ته هڅوي، چې له هرې غاړې له سخت فشار او تېري سره مخ دى.

اړونده مطالب

ورته مطالب