بې وزلۍ ځپلي ښوونکي اوس نور زدکوونکي وړیا روزي

Image caption پريګل سخي وايي، یو وخت یې د بې وزلۍ له امله درس ویلی نه شو، ځکه اوس غواړي د بې وزله خلکو لاسنیوی وکړي.

په افغانستان کې د خصوصي زدکړو په دودېدلو سره د نورو ولایتونو په څېر په ننګرهار کې هم په لسګونو ښوونیزې ادارې جوړې شوې، چې د پیسو په بدل کې ښوونه روزنه وړاندې کوي.

خو په دوی کې مثبت بدلون ټولنه د خپلو لسګونو داوطلبو ښوونکو په همکارۍ په سلګونو زدکوونکي وړیا روزي.

* د ښوونځي فیس کې وزه هم اخلو

* ۵۶ کاله وروسته یوه افغان ښوونځي ته وداني جوړېږي

پري ګل سخي د انګرېزي ژبې استاده ده، وايي، یو وخت یې د درس ویلو لپاره د پیسو ور کولو وس نه درلود او همدغه درد د بې وزلو نجونو او هلکانو د هیلو پوره کولو لپاره دغه مرکز ته راوستله.

"دا ستونزې په ما تېرې شوې، ما لیدلې، اوس نه غواړم داسې څوک ووینم، چې د پیسو نه لرلو له امله له زدکړو او پرمختګ پاتې شي، ځکه دلته راځم او دغو نجونو ته درس ور کوم".

د بې وزله زدکوونکو لاسنیوی

Image caption د مثبت بدلون ټولنې مشر بصیر سباوون وايي، د دې مرکز موخه دا ده چې د بې وزلۍ له امله څوک له زدکړو پاتې نه شي.

د مثبت بدلون ټولنې مشر بصیر سباوون وايي، ټول داسې استادان ور سره ملګري دي، چې د پري ګل سخي په څېر یې یو وخت د درس ویلو لپاره ډک جیبونه نه درلودل.

نوموړی زیاتوي، چې خپله یې هم د بې وزلۍ له امله د زدکړو په بهیر کې انګرېزي او کمپیوټر کورسونه ویلی نه شول.

"ما د بې وزلۍ له امله یو کال پوهنتون او یو کال ښوونځی پرېښودلی دی، د غربت اور سوځولي وو، ځکه اوس نه غواړو چې د غربت له امله څوک له زدکړو پاتې شې او څو چې ژوندي یو په دې برخه کې به کار کوو".

* د باچاخان د لارې "عدم تشدد" ښوونځي

* وزیرستان کډوالو لپاره افغانستان کې ښوونځي

د دې ادارې مدیر سعادت شاد وايي، پر وړیا رزونه سربېره زدکوونکو ته دا احساس ور کول هم دي، چې دلته ترلاسه کړې پوهه له نورو سره وړیا شریکه کړي.

"څه موده مخکې مو د سي وي ليکنې پروګرام درلود، ۳۰ زدکوونکي مو درلودل، ما دوی ته وویل تاسو ۹۰ کسان یاست، دوی وپوښتل، څنګه؟ ما ځواب ور کړ، تاسو چې هر یو په دې برخه کې دوه دوه کسان وروزئ، نو نوي کسان کېږي".

د کانکور ازمویني تیاری

ر
Image caption امید اشنا پر دغه مرکز سربېره په دوو نورو مرکزونو او یوه دولتي لېسه کې د ریاضیاتو استاد دی. هلته د پیسو بدل خو دلته وړیا درس ور کوي.

په مثبت بدلون ټولنه کې پر کمپیوټر، انګرېزي اداره، ژورنالېزم او نورو زدکړو سربېرهد کانکور ازموینې لپاره د تیاري کورس هم شته.

استاد امید اشنا راته د دې کورس پر ځانګړنو خبرې کوي.

"د پروګرام لپاره مختلفې برخې دي، په ریاضیانو کې چې ریاضي، هندسه، مثلثات، احصایه، احتمالات، حساب او الجبر راځي، شپږ میاشتې وخت ور کړل شوی او دوه نورې میاشتې د کیمیا او فزیک لپاره دي چې بل استاد به درس ور کوي".

* افغانستان کې د لرې لارې لوست سیستم

* د پوهنیز بهیر کمیت ولې ښه، خو وړتیا یې ټیټه ده؟

دغه وړیا زدکړې د هغو زدکوونکو لاسنیوی هم کوي، چې تازه له پاکستان را ستانه شوي او غواړي د ستنېدلو بهیر کې ترې زیانمنې شوې زدکړې دلته ورغوي.

"زما نوم سوما ده، له پېښور راغلې یم، دلته مثبت بدلون ټولنې ته راځم، د کانکور زدکړې کوم، چې پوهنتون ته بریالی شم، درسونه یې ډېر ښه دي، په هره برخه کې راته ګټور دي، لکه ریاضي او نورو برخو کې چې ستونزې لرم، هغه حل کېږي او کانکور راته اسانېږي".

له لسو ډېر ماسټران

Image caption کیڼ اړخ ته ځوان لندن کې له ماسټري لوړې زدکړې کړې او د دې ادارې له مدیر سعادت شاد سره په دې خبره کوي چې په کومو برخو کې به دلته وړیا درس ور کوي.

څلور کاله وړاندې څلورو استادانو مثبت بدلون ټولنه جوړه کړه، خو اوس تر پنځوسو ډېر ښوونکي لري، چې ان لس پکې ماسټران دي.

سید عابد په برتانیا کې له ماسترۍ لا لوړې زدکړې کړې، یوه میاشت کېږي، خپل ټاټوبي ننګرهار ته ستون شوی او نن دغه مرکز ته د وړیا درس ور کولو په هیله راغلی دی.

* "پکتیکا کې نژدې ۳۰ زره نجونې ښوونځیو ته ځي"

* پکتیکا کې ولس په خپل لګښت د نجونو ښوونځي ودانۍ ورغوله

سید عابد وايي، اول یې مالیزیا کې درې کاله درس ویلی، بیا په اکسچینج پروګرام برتانیا ته تللی دی:

"په خپله مې ځان ته دا پروګرام برابر کړ، ځکه زموږ د مالیزیا پوهنتون له برتانوي پوهنتون سره تړون لاره، هلته له درې کاله زدکړو وروسته مې دوه کاله بانکونو سره کار کړی دی".

مثبت بدلون ټولنې د څلورو کوټو ودانۍ په کرایه نیولې، چې کرایه یې هم له بسپنې ور کوي، دوی وايي، که مالي ملاتړ یې زیات شي، نو خپل ځای به پیدا او خپل پروګرام به نور هم پراخ کړي.

Image caption مثبت بدلون ټولنه تر اوو سوو پورې زدکوونکي لري، چې درې سوه نجونې دي.