ارزانه بې علته او قیمته بې حکمته نه وي!

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په وروسته پاتې او مخ پر ودې هېوادونو کې چې د سواد کچه ډېره ټیټه ده، یو شمېر خلک په دوديز ډول د الاتو کاروونې چارې یو له بله په شفاهي توګه زده کوي

هره برېښنايي او غیر برېښنايي وسیله چې تولیدېږي د کاروونې لارښود ورسره وي.

باور داسې دی چې دا لارښود یا د ژغورنې وسیله او یا هم د ځان وژنې وسله کېدای شي.

که دا لارښود په حوصلې او ځیرکتیا سره ولوستل شي د الاتو له خرابېدا او له هغو څخه د متوقع وژونکو پېښو کچه د پام وړ را ټیټېږي.

په وروسته پاتې او مخ پر ودې هېوادونو کې چې د سواد کچه ډېره ټیټه ده، یو شمېر خلک په دوديز ډول د الاتو کاروونې چارې یو له بله په شفاهي توګه زده کوي، خو مخ پر ودې ټکنالوژۍ د الاتو ډیزاین او د کاروونې کړنلارې ورځ تر بلې بدلوي، چې کاروول یې د کاروونې لارښود یا یوزر منول له لوستلو پرته نږدې ناممکنه دی.

'د نړۍ تر ټولو ارزانه ټیلېفون' جوړوونکي شرکت مشر نیول شوی

د لندن سیل ځایونو کې ګرځنده روباټونه - BBC Pashto

سامسنګ له ترمیم وروسته نوټ ۷ بازار ته وړاندې کوي

سامسنګ څلورو شرکتونو کې خپله ونډه پلورلې

دا چاره په برېښنايي الاتو کې تر غیر برېښنايي هغو ډېره مهمه ده، ځکه برښنايي الات چې کله ولګول شي، بیا یې د کار ځواک د انسان له لاسه ووځي او برېښنا پرېکړه کوي، چي کار پرېږدي او یا هم پېښه رامنځ ته کړي.

افغانستان کې دا چاره له پرمختللې نړۍ څخه را واردو شویو زړو یا دویم لاس برېښنايي الاتو په کاروونه کې ډېره را منځ ته کېږي، ځکه دا الات ډېری وخت یا د برېښنا په متفاوت ولټاژ چلېږي او یا هم له لومړي سره خراب یا د لنډې کړۍ یا شارټ سرکټ ستونزه لري.

هغه څه چې ډېر د اندېښنې وړ او په دې ورستیو کي یې کاروونه عامه شوې ده، د ټیټې بیې ګرځنده ټلیفونونه یا موبایلونه دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا چاره په برېښنايي الاتو کې تر غیر برېښنايي هغو ډېره مهمه ده،

ګرځنده ټلیفونونه د اړیکو ټینګولول لپاره الکترومقناطیسي څپې کاروي. که څه هم دا څپې د ایکس، ګاما، بیتا، الفا او نیوټرونونو په څېر ایونایزکوونکې نه دي، خو بیا هم په بدن کي یې په یو وار باندې په لوړه کچه جذب د دې لامل کېدای شي چې د انسان روغتیا ته ګواښ پېښ کړي.

کله چې انسان ګرځنده ټلیفون کې خبرې کوي او یا هم د ام آر آی معاینات کوي نو بدن یې په متواتر ډول د راډیو فریکونسي په انټروال کې د الکترومقناطیسي څپو تر برید لاندې راځي.

کله چې دا څپې د انسان د بدن انساجو 'د ګرځنده ټلیفون په حالت کې د سر انساجو ' باندې لګېږي نو هلته جذب شي او خپله انرژي له لاسه ورکوي.

د انسان بدن یا ځانګړي غړي په کتله کې د دغې جذب شوې انرژي کچې واحد ته سار SAR یا Specific Absorption Rate وايي.

د سار واحد واټ پر کیلوګرام دي چې د غیر آیونایزکوونکو وړانګو څخه د ځان ساتنې نړیوال کمېسیون لخوا یې د یوه عادي انسان لپاره عادي حد 0.08 واټه او اعظمي وخیم حد یې ۶.۱ واټه ټاکل شوی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ښه خوندیتوب لارښود دا ده چې نه یوازې د لوړ سار ټلیفونونه بلکې ټول ګرځنده ټلیفونونه باید د امکان تر بریده د مکالمې لپاره لږ وکارول شي.

پر لیکه رسنیو کې ډېر داسې رپوټونه شته چې په برېښنا دړه کې د ارزانه موادو کارونې له امله د ټیټي بیې ګرځنده ټلیفونونه کله نا کله آن تر ۲ واټه لوړ سار لري، چې د داسې موبایلونو ډېره کاروونه کېدای شي د هغو څېړنو وړاندوینه چې د ګرځنده ټلیفون غیر ضروري او له حده زیاته کاروونه د ماغزو سرطان خطر زیاتوي رښتیا کړي.

د نړیوالو پېژندل شويو کمپنیو لکه سامسونګ، آیفون، مټرولا، ال جي، نوکیا او داسې نورو لخوا تولید شویو ګرځنده ټلیفونو پر کارټن د سار کچه لیکلې وي او که چېرې نه وي لیکلې، نو د زنګ وهلو په پاڼه کي چې *#07# کېکاږئ تاسو USSD دائره کړې او له یو څو شېبو صبر وروسته تاسو ته ستاسو د ټلیفون د سار کچه ښيي، نو هر وخت چي مو ګرځنده ټلیفون پېرودل، د لا خوندیتوب په پار یې لومړی د سار کچه وګورئ او بیا یې له پورته یاد شویو نړیوالو معیارونو سره پرتله کړئ.

د انځور حقوق .

د ښه خوندیتوب لارښود دا ده چې نه یوازې د لوړ سار ټلیفونونه بلکې ټول ګرځنده ټلیفونونه باید د امکان تر بریده د مکالمې لپاره لږ وکارول شي.

په اوونۍ کې اووه ورځې او په ورځ کې یو ساعت د ډېرو څېړنو لخوا د ګرځنده ټلیفونو کارونې معیاري وخت وړاندیز شوی، که بیا هم د سختې اړتیا لپاره باید ټلیفون ډېر وکاروئ، نو د غوږۍ یا ګوشکۍ په کاروولو او د مکالمې په ځای د اېس ام اېس یا لنډ لیکلي پیغام په لېږلو سره کولای شئ د لوړ سار له امله سر او بدن د لوړې انرژي له جذب څخه وساتئ.

تر ۱۷ کلنۍ د ټیټ عمر ماشومانو او مېندوارو مېرمنو لپاره پورتني ټکي لا کلک په پام کې نیول پکار دي.

ورته مطالب