پر تهران د داعش برید به د افغانستان په اړه د دغه هېواد دوه مخې لوبه بدله کړي؟

د پارلمان شاوخوا کې امنیتي سرتېري د انځور حقوق TASNIM/REUTERS
Image caption د پارلمان شاوخوا کې امنیتي سرتېري

که پر تهران د داعش ډلې بريد له هر اړخه وڅېړو، پایله داده چې یاد برید د ایران پر حکومت دروند امنیتي او حیثیتي ګوزار و.

خبره په دې کې نه ده چې داعش یوه ورځ د ایران پلازمېنه په غم ښکېله کړه، خبره دا ده چې هغوی پر دوو داسې ځایونو بریدونه وکړل، چې هم فوق العاده مهم دي او هم ډېر سیمبولیک.

که داعش د ایران د پارلمان او د ایت الله خمیني د قبر پر ځای، پر عامو خلکو برید کړی وای، اهمیت به یې د اوس په پرتله ډېر کم و.

په وروستیو کلونو کې چې ایران په سوریه او عراق کې ښکېل دی، یوه مسله چې د دغه هېواد رهبرانو به تل پرې ویاړ کاوه دا وه چې د لویدیځې پولې په څو سوه کیلومترۍ کې یې د داعش مخه نیولې ده.

د ایران حکومت څو ځله ویلي چې پر خاوره یې د داعش د بریدونو نه کېدل، د سوریې او عراق پر حساسو شرایطو د دغه هېواد د امنیتي او څارګرو ادارو د بشپړ کنټرول ښکاره نښه ده.

خو د ایران د پلازمېنې په زړه کې د داعش برید، ښکاروي چې پر امنیتي او څارګرو ادارو د واکمنتیا باور لږ کړی دی.

د داعش د برید له پیلېدو وروسته په بېلا بېلو کچو ګډوډي تر سترګو کېده، له ډلې یې د ایران د امنیتي ځواکونو له خوا بې نظمه غبرګون او د برید په اړه د معلوماتو په لېږد رالېږد کې لارورکيتوب، په ښکاره د ايران د امنیتي بنسټونو د تېراېستلو په مانا ده.

د ایران د رهبرانو غبرګون او همدارنګه د داعش برید بې ارزښته ښودل، یوازې د څارګرو ادارو حیثیت ته پر اوښتي زیان پرده اچول دي.

د انځور حقوق Tasnim

که د ایران حکومت د یاد کړکېچ د رواني اړخ پر مدیریت برلاسی هم شي، خو واقعیت دا دی چې دغې پېښې د ایران د امنیتي بنسټونو حیثیت ته زیان ورساوه.

د ایران پر پارلمان او د ایت الله خمیني پر زیارت برید له یوه بل اړخه هم مهم دی. ایران منلې چې بریدګر ایرانیان دي.

یعنې د څارګرو ادارو پر تسلط سربېره د داعش داعش توانېدلی په ایران کې جنګیالي پیدا کړي.

د ایران پر پلازمینې د بریدګرو ایرانیوالی به د ایران امنیتي بنسټونو ته بل سرخوږی جوړ کړي. هیڅ ضمانت نه شته چې داعش دې د ایران په نورو ښارونه کې ورته بریدونه تر سره نه کړي.

افغانستان سره دوه مخه لوبه

تر هغه ځایه چې د افغانستان پر حکومت او خلکو اړه لري، معلومه ده چې د تهران پر زړه د داعش برید یو بد خبر و.

د ایران پر خاوره د داعش هر ډول لاسبری او د ناامنیو رامنځته کول به زموږ لویدیځې پولې لا بې ثباته او زیانمنې کړي.

خو د همدې اندېښنو په درشل کې د افغانستان حکومت او خلکو ته دا هیله مندي پیدا شوې چې د ایران حکومت به د افغانستان د حکومت او خلکو پر وړاندې له خپلې دوه مخې لوبې لاس واخلي.

د انځور حقوق AFP
Image caption طالبان

د طالبانو تر ماتې وروسته، له افغان حکومت سره د ایران اړیکي دوستانه او ښه وو، خو له که څنګه چې ویل پر دې هر څه سربېره د ایران حکومت او په ځانګړي ډول (سپاه پاسداران) په افغانستان کې د خپل سرسخته دوښمن د ښکېلولو لپاره غلي ناست نه وو.

په تېرو کلونو کې د ایران حکومت په خپلو لوېدیځو پولو کې له ترهګرو ډلو سره په جګړه و، خو په ورته مهال یې د یوې بلې خطرناکې ترهګرې ډلې یعنې طالبانو پر وړاندې سیاست بل څه و.

راپورونه وايي، چې ایران د طالبانو پر مالي او تسلیحاتي ملاتړ سربېره د دغې ډلې جنګیالي د ایران کرمان ولایت ته لېږدولي او تر روزنې وروسته یې بېرته د جګړې لیکو ته ستانه کړې دي.

د امریکا د لاس نیالګی

ویل کېږي د طالبانو پخوانی مشر ملا اخترمحمد منصور مخکې له دې چې په کوټه کې د امریکا د بې پیلوټې له خوا په نښه شي، په هماغه ورځ د زاهدان له لارې له ایرانه پاکستان ته ستون شوی و.

د اصولو له مخې، د افغانستان د حکومت په اړه د ایران د حکومت لیدلوری باید د ایران او امریکا اوږدې دوښمنۍ ته په پام وڅېړل شي.

د ایران د حکومت له لیده د افغانستان حکومت د امریکا د لاس نیالګی دی، نو ځکه یې په تېر کې له افغانستان سره د نږدې اړیکو جوړول هم چندان لومړیتوب نه و.

د انځور حقوق PRESIDENT.IR
Image caption د ایران ولسمشر (ښي لاس ته) له افغان ولسمشر سره

په افغانستان کې د امریکا پچاړول (ښکېلول) د ایران لپاره لومړیتوب و چې دا کار یوازې د دوه مخې لوبې له لارې شونی و.

له طالبانو سره د ایران د حکومت مرستې، که څه هم د داعش د مخنیوي په پار وي، خو بیا هم د افغانستان د حکومت او خلکو لپاره د دوی له دوښمن سره د مرستې په مانا ده او د افغانستان د حکومت پر وړاندې د ايران د دوه مخې لوبې ښکارندويي کوي.

په ډېر احتمال، پر تهران د داعش ترهګریز برید به د ترهګریزو ډلو پر وړاندې د ایران تګلاره د بیا کتنې وړ کړي. موږ هیله من یوو چې پر تهران د داعش له برید وروسته به د ایران رهبران دې پایلې ته رسېدلي وي چې د سختدریځو بنسټپالو ډلو ته فکري یووالي دا وړتیا ور په برخه کړې چې ډېر ژر په یو بل کې مدغم او نوې ډله جوړه کړي.

دا د افغانستان، عراق او سوریې تجربو ثابته کړې ده.

د بېلګې په ډول، د افغانستان داعش، د هغو طالبانو افراطي ډله ده چې ویل کېږي ایران یې تمویلوي.

په افغانستان کې د داعش او طالب یو له بله جلا او ډلبندي کول، ډېر ستونزمن کار دی.

خو دا چې د افغانستان او همدارنګه د طالبانو او داعش پر وړاندې د ایران د حکومت پالیسي بدلون مومي که نه، باید وخت ور کړو.

په بالقوه ډول دا اندېښنه هم شته چې د ایران حکومت به خپلې ختیځې پولې ته څېرمه د داعش د پراختیا او پرمختیا د مخنیوي پار خپلې پخوانۍ دوه مخې لوبې ته په افغانستان کې دوام ور کړي، خو دا ځل به دا ځل به یې د تېر په پرتله لوبه چټکه وي.

ورته مطالب