انصاف؛ د قضاوتونو تر شا د شخصي تمايلاتو سکونډارې وي

ارشیف د انځور حقوق Getty Images
Image caption زموږ د ټولنيزو تجربو دوه لوی لوبغاړي تاريخ او مذهب دي

"هسې وايي، چې شېرشاه ته خلقو وويل، چې عيسی شراب خوري کا. شېرشاه خلق وګومارل، چې ولاړ سي او د شېخ شراب وويني. چې راغلل، شېخ په خپل کور ناست و او صراحي او پياله ورته پراته وو، خواړه يې. د پادشاه سړی چې راغی. ويې ويل، ای شيخه! په دې پياله کې څه خورې؟ شيخ ويل: راسه! ته هم يې وخوره. سړي چې صراحي کوږ کړ، په پياله کې شيدې راتوی سوې." (پټه خزانه: ۷۴مخ)

موږ بالعموم درې ډوله ښکلاييز، اخلاقي او علمي قضاوتونه کوو. د يوه څيز يا عمل په اړه زموږ لومړی قضاوت دا رانغاړي: چې ښکلی دی که بدرنګ؟ دويم ښه دی که بد؟ او درېيم سم دی که ناسم؟

په رياضي کې که ۲+۲=۵ وي، په اسانه يې ناسم ګڼو؛ خو د انسان د يوه عمل په اړه داسې مطلقه پرېکړه کولای شو؟ زموږ د اوسني فکري او ټولنيز انتشار يو لامل دا هم دی، چې موږ پر ټولنيزو چارو هم د رياضي ۲+۲=۵ فورمول تطبيقوو.

* جګړه او ادب او هنر* ډب ادب نه دی

* ملګرو ملتونو ملاله یوسفزۍ تر ټولو کم عمره د سولې پیغام رسونکې وټاکله

د قضاوتونو تر شا د شخصي تمايلاتو سکونډارې وي. تمايلات مو واقعيتونو ته د قضاوتونو رنګ ورکوي؛ خو د دې رنګ لپاره د ټولنيز فرهنګ او علمي استدلال برش پکار دی.

په دي حساب پر شخصي تمايلاتو سربېره زموږ د قضاوتونو بېخ ته زموږ د ټولنيزو تجربو اوبه هم رسېږي، چې د فرهنګ په بوخچه کې مو د تاريخ له څا راپورته کړې دي.

زموږ د ټولنيزو تجربو دوه لوی لوبغاړي تاريخ او مذهب دي، چې موږ ته د قضاوتونو زمينه برابروي او درېيم لوبغاړی ټولنيز تمايل دی. څلورم لوبغاړی چې ډېر پام يې د انسان جسمي ګټې او تاوان ته وي، ساينس هم دی.

ټولنيز تمايل وروسته د اکثريت په تمايل واوړي او ورو د مطلق دود بڼه خپله کړي. دود د اکثريت تمايل ښيي، چې له مخې يې قضاوت د کليشې غوندې اسانه؛ خو پر وړاندې يې د اوسپنو د نینو د چيچلو غوندې وي. د دې ډول قضاوت تر شا د اکثريت د تمايل دېو ولاړ وي او دا دېو مخکې له مخکې ټولنې او د ټولنې تابع فرد د يوه واقعيت په توګه منلی وي. د ښځې په اړه زموږ تصور يې يوه بېلګه کېدای شي، چې يا د کور وي يا د ګور او نارينه يې توی وړی واکمن.

مذهب هم زموږ د قضاوت يوه وسيله ده. زموږ ټولنه د مذهب په اړه حساسه ده او پر وړاندې يې ووړ قضاوت هم نشي زغملای. همدا اوس تاسو وينئ، چې د ملا په اړه خبره د ټولنيز تمايل له مخې د دين مخالفت ګڼل کېږي او د دين مخالفت له خدای او رسول نه انکار او داسې نو خبره تر تکفيره رسېږي.

موږ په خپل لنډ تاريخ کې وليدل، چې ځينو ګوندونو او وګړيو لويې تېروتنې وکړې، چې اوس يې موږ پر وړاندې د قضاوت لپاره کاروو؛ خو له تاريخ نه مو دا زده نه کړل، چې د يوه فرد او ګوند د وروستيو کړنو د سموالي يا ناسموالي په اړه قضاوت د خپل وخت د غوښتنو له مخې دقيق دی. سوله اوس زموږ شديده اړتيا ده. هر ګوند او فرد چې سوله کوي، موږ يې تاريخې تېروتنې بايد هېرې کړو.

د ماضې او اوسنيو شرايطو تړاو هم زموږ د قضاوت يو معيار دی. ځينې خلک چې خپل ټولنيز ژغور په ماضي کې ويني، هر اوسني بدلون ته د شک په سترګه ګوري او د چا سترګې کې چې اوسنيو بدلونونو نيولې، له ماضې سره هر ډول اړيکه پرېکول غواړي؛ خو دا دواړه د بنسټپالنې ځانګړنې دي، چې له يوه پلوه د ماضي په صحرا کې په باد وړي پله پسې ګوري او له بله پلوه امر کوي. آمرانه طرز د بنسټپالنې او افراط و تفريط ځانګړنه ده. موږ د خپل پخواني کلچر هر څه نشو منلی؛ خو داسې غمي هم پکې شته، چې له مخې يې معقول قضاوت کولای شو.

موږ قضاوتونه کوو، ځکه چې انسان په قضاوت انسان دی؛ خو ستونزه دا ده، چې انصاف راته همدا ښکاري؛ خو دا فکر نه کوو، چې زموږ د قضاوت معيارونه کوم دي؟ سم دي؟ او په سم ځای کې مو کارولي؟

زموږ د قضاوت يو اړخ مطلقيت دی. موږ د قضاوت له مخې مخکې له مخکې د انصاف يو چوکاټ منلی، چې هر چېرته يو انساني عمل ووينو، په دې چوکاټ کې يې واچوو. که په تول پوره وخوت؛ خو سم، ګنې بد يې بولو.

له بهره د هر انساني خواهش يا عمل په اړه قضاوت دقيق نه دی، بلکې له دروني ځانګړنو د هرې بېلګې پر ماهيت پوهېدای شو. هره بېلګه خپل شرايط، مختلف لوبغاړي او مختلف لوري لري او کټ مټ د بلې غوندې نه وي؛ نو چې نه وي د پرتلې پر بنسټ يې په اړه قضاوت دقيق نه دی او حتمي نه ده، چې پايله يې هم هغه راوځي، چې د تېرې ورته پېښې راوتې وه.

بشري تاريخ د ټولنيز جبر او د فردي خواهش کيسه ده. که يو فردي خواهش هر څومره د ټولنيز تمايل له مخې بد اخلاقي ګڼل شوی؛ خو چې تر شا يې ځواک و؛ نو په يوه اخلاقي دود اوښتی. همداسې يې سرچپه هم.

زه نه غواړم، چې ستاسو پام د قضاوتونو له معقوليته واړوم؛ خو د قضاوت پرمهال بايد د ځواک واقعيت هېر نه کړو.

ښه قضاوت هغه دی، چې پر معقوليت ولاړ وي. د معقوليت معيار د فرد هوساينه او د ټولنې بقا ده. انصاف هم دا دی، چې فرد خوشحاله او ټولنه ودانه وي.

شيخ عيسی مشواڼي په صراحي کې شيدې څښلې. که صراحي د انساني عمل ظاهري بڼه او شيدي يې نېکه باطني اراده وبولو؛ نو د خپلو قضاوتونو اوپره توب (سطحيت) ته مو متوجه کوي، چې د صراحي ظاهر کسو او د باطن په اړه يې قضاوت کوو.

اړونده مطالب

ورته مطالب