له ګاونډیانو سره د اوبو پر سر د افغانستان زیاتېدونکی کړکېچ

د انځور حقوق ISNA
Image caption د ایران په مختلفو سیمو کې خلک د اوبو له کمښت سره مخ دي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني د دغه هېواد پلازمنېه تهران کې د ګرد او باد "ننګونې او حل لار " غونډه کې په افغانستان کې د برېښنا بندونو له جوړولو سره مخالفت کړی دی.

په دې غونډه کې د نړۍ د ۳۴ هېوادونو استازو ګډون کړی او له افغانستان د چاپېریال ساتنې مشر مصطفی ظاهر او د چاپېریال ساتنې برخه کې د افغان ولسمشر سلاکار عباس بصیر ګډون درلود.

حسن روحاني په دغه غونډه کې د چاپېریالي ستونزو په یادولو سره وویل: "په افغانستان کې د کجکي، کمال خان، سلما او نورو بندونو د جوړېدلو په هکله چوپ پاتېدلی نه شو، ځکه دغه بندونه پر خراسان او سیستان بلوچستان ولایتونو اغېز کوي".

په ورته مهال وايي، چې حکومت به یې د اوبو زېرمه کولو لپاره ډنډونه جوړ کړي او د دښتو پیدا کېدلو د مخنیوي لپاره به کروندې جوړې کړي.

نوموړی دا هم وايي چې په دې تړاو یې له ترکمنستان سره خبرې پیل کړي او له افغانستان او عراق سره هم د ورته خبرو هڅه کوي.

له افغان پولې سره د ایران تر ۴۰ بندونه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغان چارواکي وايي، دوی یواځې څو بندونه د ایران له پولې سره ولایتونو کې جوړوي، خو ایران دا ډول ۴۰ بندونه او ډنډونه جوړ کړي دي.

خو د افغانستان د برېښنا او انرژۍ وزارت مرستیال عبدالبصیر عظیمي بي بي سي ته وویل، چې افغانستان ملي ګټو او نړیوال کنوانسیونو ته په پام خپلې اوبه کنټرولوي.

دی وايي: "افغانستان کرنیز هېواد دی. له اوبو کار اخیستل یې اقتصاد جوړوي. دا برېښنا بندونه له ځواکمن او اباد افغانستان سره مرسته کوي".

د نوموړي په خبره، ایران په دغه برخه کې د اندېښنې پر ځای باید دې ته د ګډ چانس په سترګه وګوري.

* د سلما بند پرانیستې لپاره لسیزې اتنظار

* د فراه بخش اباد بند د ډیزاین تړون لاسلیک شو

* د هلمند کجکي برېښنا بند

* د هلمند کجکي برېښنا بند د پراختیا هوکړه لیک لاسلیک شو

عبدالبصیر عظمي پر ایران نیوکه کوي او وايي، پخوا چې له دغه هېواد افغانستان ته اوبه راتللې اوس څاڅکی هم نه راځي او لامل یې هم دا بولي چې ایران په خپله خاوره کې تر ۶۵۰ برېښنابندونه او ډنډونه جوړ کړي، چې په دې کې له افغانستان سره پر پوله ۴۰ بندونه او ډنډونه یې جوړ کړي دي.

د ښاغلي عظیمي په وینا، "افغانستان ته چې کومې اوبه راځي ایران پرې لسګونو بندونه جوړ کړي او سل په سله اوبه یې کنټرول کړې دي او یو څاڅکی اوبه هم افغانستان ته نه ترې راځي".

د ده په وینا "د دې بندونو له امله، په هرات، فراه او نیمروز کې د سرحدي سیمو افغانان او د دوی ځمکې اغېزمنې شوې دي او ان ځینې خلک اجباري کډوالۍ ته مجبور شوي دي".

د ایران او افغانستان د اوبو لانجه کومې خوا ته ځي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ایران ولسمشر د ګرد او باد: ننګونې او حل لار غونډه کې د وینا پر مهال.

د ځینې شمېرو له مخې افغانستان په منځي ډول ۷۰ میلیارد متر معکب کلنۍ اوبه لري، خو ۸۰ سلنه یې ګاونډیو هېوادونو ته ځي.

له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې افغان حکومت د دغو اوبو د پېزوانولو(مهارولو) هڅه کوي او دا اندېښنې هم شته چې ګاونډي هېوادونه په تېره پاکستان او ایران د افغان حکومت دا چارې د ځان په تاوان بولي.

په افغان کړیو کې پر ایران تور لګېږي چې په افغانستان کې د برېښنا بندونو د مخنیوي لپاره د وسله والو طالبانو ملاتړ کوي.

د سلما بند چې ایران سر پر پوله هرات ولایت کې دی جوړېدلو پروژې هم کلونه وخت ونیو او لامل یې دغه بند ته د وسله والو له خوا ستونزې جوړېدل بلل کېدل.

* د افغانستان ٪۷۰ اوبه بهر ته بهېږي

* ''افغانستان یوازې خپلې ۳۰ سلنه اوبه کاروي''

څه موده وړاندې هم د دغه بند سره لس امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

که څه هم چارواکي په دې تړاو ایران ته ګوته نه نیسي، خو د حسن روحاني له څرګندونو وروسته خواله رسنیو کې افغانانو لیکلي، چې ګواکې "ایراني ولسمشر له خپلو څرګندونو مخکې د سلما بند ساتونکي سرتېري ووژل ".

افغان ولسمشر اشرف غني په واکمنېدلو پسې په مختلفو سیمو کې د بندونو او ډنډونو جوړولو خبره کړې، ان ځینې يې شرکتونو ته سپارلي دي.

په فراه او نیمرز کې د بندونو جوړولو او د کجکي بند د بیارغونې چارې روانې دي. تېره میاشت ولسمشر غني له چینايي سیال سره په بېحینګ کې پر کونړ سیند د برېښنا بند جوړولو هوکړه لاسلیک کړه.

که څه هم افغان حکومت وايي، چې له دې پروژو دې ګاونډي هېوادونه اندېښنه نه لري، خو د نړۍ د تودوخې په زیاتېدلو سره د اوبو ستونزه ورځ له بلې پر نړیواله مسله بدلېږي او داسې ښکاري چې افغان حکومت څومره د خپلو اوبو د پېزوانولو هڅه کوي، ورسره به یې د ګاونډیانو نیوکې او ان په مقابل کې لاسوهنې زیاتېږي.

په اوبو پورې د ایران تړلی امنیت

ر
Image caption په هلمند کې کجکی برېښنا بند.

په ایران کې د اوبو مسله دومره مهمه بلل کېږي چې داسې کمې ورځې به وي چې کوم دولتی یا حکومتي چارواکی ورته اشاره ونه کړي.

په وروستیو کې د ایران د پارلمان د ملي امنیت مشر علاوالدین بروجردي وویل، چارواکي د اوبو کمښت ته کمه پاملرنه کوي، خو دا یوه امنیتی موضوع ده.

د ایران د انرژۍ وزیر حمید چیتچیان هم وايي، د ایراني ولس پایښت د اوبو کمښت له خطر سره مخ کړی دی.

* د افغانستان د کارېزونو تاریخي اهمیت

* کونړ کې پر پېچ سیند د برېښنا بند جوړېږي

د دغو دوو چارواکو دا ډول څرګندونې ښايي له هغو نښتو سرچینه اخلي چې د ایران په ځینې سیمو کې د اوبو د کمښت له امله خلک سره لاس او ګرېوان کېږي.

ښه بېلګه یې چارمحل بختیاري کې د خلکو ترمنځ د اوبو پر سر نښتې دي.

دا ډول څو کاله مخکې اصفهاني کرونګرو له امنیتي ځواکونو سره په دې نښته وکړه چې له اصفهان یې یزد ته اوبه لېږدولې.

د ایران د اوبو د کمښت اصلي لاملونه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د تودوخي په زیاتېدلو سره د اوبو ستونزه پر نړېوال کړکېچ بدلېدلی شي.

که څه هم حسن روحاني په ایران کې دوړې او بادونه په افغانستان او نورو ګاونډیو هېوادونو کې د بندونو او برېښنا بندونو له امله بولي، خو د ایران د اوبو او وچکالۍ یا بادونو خبره نه اوسنۍ نه ده او نه یې هم اصلي لاملونه د بندونو یا برېښنا بندونو جوړېدل بلل کېږي.

په نړیواله کچه د تودوخې زیاتېدل او د ځمکې ګرمېدل، وچکالي، د ایران وګړي زیاتېدل، ګرمه سیمه کې یې موقعیت او هغه څه چې د اوبو ناسم مدیریت او ناسمه کرونګري بلل کېږي دا ستونزې یې رامنځ ته کړې دي.

په نړۍ کې د تودوخې په ډېرېدلو او نفوس زیاتېدلو سره د اوبو ستونزه پر ایران سربېره د نورو ډېرو ګاونډیانو لپاره هم خپلمنځي شخړې پیدا کولی شي.

همدا وجه ده چې چاپېریالپوهان وايي، که دریمه نړیواله جګړه کېږي، نو لامل به یې اوبه وي.