شرم او پيغور ولې يواځې د ښځو لپاره وي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښځې د نړۍ د وگړو نيمايي جوړوي

ښځې د نړۍ د وگړو نيمايي جوړوي. بشري قوانينو او ديني احکامو ورته د نارينه و په څېر حقونه ورکړي. خو په خواشينۍ سره زما په ټولنه کې پر دغو شرعي او قانوني حقونو سترگې پټېږي او په ځينو برخو کې آن د سپکاوي تر کچې پرمخ ځي.

زما ټولنه (افغانه ټولنه) نه يواځې ښځې ته هغه اړين درناوى نه کوي، چې آن ځينې مهال يې د شرم او پيغور سرچينه بولي.

له شرم او پيغوره همدا ډار، د ښځو زده کړې، له کوره د بهر کار او پرمختگونو مخه ډب کړې.

زموږ د ټولنې د ځینې نارینه وو، پرېکړې، څرګندونې، فکرونه او اندونه انسان خواشینی او ناهیلی کړي.

جلال اباد کې د ښځینه کالیو د پلور په اړه د اطلاعاتو او کلتور ریاست چلند په څېر پېښې د یوې ښځې په توگه له ما سره پوښتنه راپورته کوي، چې ولې همداسې غبرګون د نارینه وو د کالیو پر وړاندې نه ښوول کېږي؟

دا حیرانونکی منطق دی، چې یوازې هغه کالي او نور توکي د شرم لامل بلل کېږي، چې ښځینه یې استعمالوي.

آيا د نارينه و داسې جامې په بازارونو کې له پلورل کېږي چې د بدن حساس ځايونه يې پټوي؟

آيا کله د هغو جامو په تړاو دغه راز چلند شوى؟

ځواب ښايي تر ډېره "نه" وي.

نو ښځې د ځان پټولو لپاره دغه راز جامې که له بازاره و نه پيري نو له کومه يې کړي؟

ولې شرم او پيغور په تېره زموږ ټولنه کې يواځې د ښځو لپاره دي؟

يا ولې بايد يواځې د ښځو کړنې او يا هغوى پورې اړوند ځينې مسايل يې کورنيو لپاره د شرم وړ خبره وبلل شي؟

حال دا چې د سړيو ورته کړنې بيا تر ډېره ځانته پام نه ور اړوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption شرم او پيغور ولې يواځې ښځو لپاره وي

نو پوښتنه دا رامنځته کېږي چې شرم دى څه شى؟

شرم هغه احساس دى چې له يو شمېر ټاکلو ټولنيزو مقرراتو او نورمونو په لوى لاس اويا په تېروتنې پښه واړول شي.

خو که نارينه دغه نورمونه ماتوي ورباندې سترگې پټېږي، مهم نه بلل کېږي، او يا په استثنايي حالاتو کې ورته سپکه سزا ورکول شي. دا ولې؟

دا ځکه چې دا ټولنيز نورمونه د نارينه وو له لوري تر ډېره د خپلې برلاسۍ او هوساينې لپاره جوړ شوي، پرته له دې چې د خپلې کورنۍ او راتلونکي کول هوساينه او سوکالي په پام کې ونيسي.

ګلاره؛ ننداره، 'ښځه، ژوند او ښکلا'

د ښځې کور کوم يو دی؟

امریکا کې سړي خپله ښځه ځکه وژلې چې ده پورې یې خندلې و

د دې بل اړخ، د نارينه و له لوري ښځو ته د خپل ملکيت په سترگه کتل دي، او ورته د هغو حقوقو ورکړه طبيعي کار نه برېښي چې په خپله خوښه او خوشحالۍ يې د خپلې کورنۍ يوۀ نارينه غړي ته ورکوي.

ډېرى نارينه په خپله دا مني چې زموږ په ټولنه کې ځينې دودونه او باورونه ناسم او ناوړه دي، خو بيا د بدلولو په برخه کې يې هېڅ نه کوي.

زه په دې برخه کې ډېره پړه خپله پر ښځو اچوم، چې په پټو سترگو د سړيو په لاس د جوړيو شويو ناسمو نورمونو پالنه کوي. هغو ښځو ته تر سړيو ډېر دوى د پړې گوته نيسي چې د دغو نورمونو چې نه له دين سره اړخ لگوي او نه له انساني حقونو سره، تر پوښتنې لاندې راولي.

اړونده مطالب

ورته مطالب