پښتون جهاز

د انځور حقوق Facebook
Image caption کرن خان د بي بي سي په سټوډيو کې

هر ځل چې سفر په الوتکه کې کوم نو کله عربي الوتکه وي، کله انګریزي او کله هم اردو.

تېر کال چې کله د لندن له هیترو هوايي ‌‌‌‌‌‌ډګره د قطر پر لور او بیا پېښور ته مې په همدغه قطر ايرویز کې سفر وو، نو وقار اتل سره چې رباب نواز او زما د تېرو نهو کلونو د موسیقۍ ډگر ملگرې دی، مشغولېدم.

موږ چې سفر کو، نو موسیقي په کې اورو، فلمونه ‌‌‌‌‌‌ او ډرامې هم ګورو، په دې وجه چې ساعت تېري هم وشي او سفر کې زړه تنګې هم نه شو.

دا ځل مې وقار اتل ته په خبرو خبرو کې وويل، اتل جانه څه دې خیال دی که پښتون جهاز ولرو څنګه به وي؟

اول مو د الوتکې د عملې په جامو خبرې پيل کړې، چې ایا دا به پيښورۍ وي، که کابلۍ، که سواتۍ، که مردانۍ او یا کوټه والې؟

دا مشکل به څوک حل کوي؟

خیر دا به هم حل شي، خو دا الوتکه به څوک میدان ته کوي؟

مصرف به څوک کوي؟

له پښتنو سره زښتې ‌‌‌‌‌‌ډېرې روپۍ شته، هاغه روپۍ، چې پرې الوتکې څه چې د الوتکو جوړولو کارخانې سره له کاریګرو اخستل کېږي.

خو که دغه روپۍ دولت ته ښکاره شي باید ټېکس يا ماليه ورکړل شي او موږ خو د ورکړې عادت نه لرو.

خو که بیا هم یو ځوان راپاڅيدو، مصرف يې وکړ، روپۍ يې سپينې کړې،

د عملې د جامو مشکل هم حل شو، نو دې الوتکه کې به اعلانات په کومه لهجه ومنل شي ؟

کندهارۍ لهجه؟

سواتۍ لهجه؟

کابلۍ لهجه؟

پيښورۍ لهجه؟

چارسدواله که مردانۍ که بنوواله که کوټه واله؟

دا شخړه به هم حل شي، خداې به خیر وکړي!

دا الوتکه به بيا د کوم ځاې پښتون الوزوي ؟

د دغه پورته بیان شویو سیمو نه به د کومې سیمې پر پښتانه موږ متفق شو، چې هو دا پیلوټ سم دی ؟

دا مشکل چې حل شي، نو بیا چې مسافر سفر پيل کړي نو د ساعت تېرۍ لپاره به د کومې ژبې ‌‌‌‌‌‌ډرامه، فلم او کارټون گوري او یا به د کومې ژبې موسیقي اوري؟

موږ کله داسې هنر کړى چې هغه له نړېوال معيار سره اړخ ولگوي؟

او د هرې ژبې خلک پرې وپوهیږي؟ یا ورسره د کومې بلې ژبې ژباړه وي دا کار به څوک کوي ؟

موږ سره په خپله ژبه کې داسې فلم ‌‌‌‌‌‌ډرامه کارټون یا موسیقي شته چې په الوتکه کې د سفر پر مهال پرې پښتانه او یا د بلې ژبې مسافر درې ساعته او یا زیات وخت تېر کړي؟

ځه دا هر څه به وشي، الوتکه به هم پیدا شي، خو نوم به پرې کوم کیښودلې کېږي؟ هغه کې به هم جنجال وي.

د انځور حقوق Facebook
Image caption کرن خان او هارون پاچا

افغانه الوتکه ؟

پښتني الوتکه ؟

سواتۍ، مردانۍ، اپریدۍ، یوسفزۍ، خوستۍ، لغمانۍ، بونیرۍ، او که پيښورۍ ؟

دا مشکل به هم حل شي، خو بیا به په دې ناندرۍ وي چې د جهاز عمله دې د کومې سیمې وي.

دا ټولې خبرې چې په پام کې ونیول شي، د دې حل لاره راووځي او پښتانه ورباندې متفق شي، نو ایا کوم پښتون به د خپل کلتور، خپلې ژبې، د خپل لباس په الوتکه کې سفر وکړي ؟

مونږ ته چې بهرنى انګریزي ولایتي څيز نه وي په هغې باور نه لرو.

نو چې دا نوښت څوک وکړي، او بیا مونږ په کې سفر نه کوو نو دا انسان چې دومره تاوان وکړي، د ده به څه حال وي؟

‌‌‌‌‌‌د "ډائيو سروس" په نامه د بسونو شرکت چې کله پيښور- سوات او سوات نه لاهور، کراچۍ او اسلام اباد ته ترانسپورتي خدمات شروع کړل، نو په کال کې دننه دننه پښتنو د هغې په مقابل کې د هغې نه ښه بسونه را وایستل، خو افسوس چې اول سر کې يې هیڅ فکر نه کوو.

دغه شان زموږ په کلي کې یو سړي مزدورۍ له سوزوکې واخيستو، په میاشت کې دننه پسې تربورانو ټولو سوزوکۍ واخيستې، اوس زمونږ په کلي کې په درځنونو سوزوکۍ ولاړې دي، او د تره زامن ټوله ورځ د هغې نه چاپيره تاوېږي را تاوېږي.

داسې بلها وړې وړې واقعې شته په پښتون اولس کې چې د هغې له برکته موږ هېڅ کله د ترقۍ په لاره نه شو سمېدلى.

په یوۀ کلي کې دوه وروڼه دیوال په دیوال اوسیدل، د یوۀ ورور زینه زړه شوې وه هغه تبر راواخيستو ماته يې کړه، بل ورور خپله نوې زینه وسوځوله.

چا ترې پوښتنه وکړه چې کاکا ولې دې نوې زینه وسوځوله ؟

ځواب يې ورکړو، ورور مې خپله زینه ماته کړه، ما هم په دې خاطر ترې ځان خلاص کړو چې سبا دا رور زما نه زینه و نه غواړي.

داسې یو ډېر مشکلات موږ پښتانه په ذهنونو او زړونو کې لرو.

تر څو داسې فکرونه، داسې ذهنونه، او داسې نیتونه وي نو د ترقۍ په ځاې به ورځ په ورځ زوال طرف ته ځو.

دا خبرې مو لا کولې چې په عربۍ او انګریزۍ کې اعلان وشو چې ستاسو مننه چې زمونږ الوتکه مو انتخاب کړه، مقامي وخت دا دی او هیله لرو چې زمونږ د خدماتو نه خوشحاله اوسۍ، په راتلونکي کې هم درته له اوس نه هرکلې وایو.

مننه