د نوي کوردستان لویې ستونزې به څه وي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د کوردستان ډېری خلک د خپلواکۍ لپاره رایه ور کوي.

د عراق د مرکزي حکومت سربېره د ایران، ترکیې او امریکا په ګډون د نورو هېوادونو له مخالفت سره سره په عراقي کوردستان کې د خپلواکۍ ټولپوښتنه روانه ده.

دلیل یې څه او نوی کوردستان به له کومو ستونزو سره مخ وي؟

د کورواک کوردستان د مشر مسعود بارزاني په څېر ډېر کوردان په دې باور دي چې پر عراق د امریکا له یرغل وروسته له دغه هېواد سره یو ځای کېدل یې لویه تېروتنه وه.

خو د کوردستان د خپلواکۍ له ټولپوښتنې سره پخپله ځینې کورد سیاستوال هم مخالف دي.

دوی د عراق اوسنی وضعیت او د کوردستان کورواکه ادارې سیاسي او امنیتي جوړښت د دې نه بولي چې اوس په دغه سیمه کې دا ټولپوښتنه وشي.

خو د رایه ورکوونکو له نظر داسې ښکاري چې کوردستان به خپلواکي اعلان کړي.

مګر دا هېواد به په مختلفو برخو کې له ستونزو سره مخ وي چې کورنۍ جګړې ته یې هم ور ټېل وهلی شي.

د مخالفو ګاونډیانو منځ کې کوردستان

له عراق وروسته چې کوردستان ترې د بېلتون ټولپوښتنه کوي ترکیه او ایران هم د خپلواک کوردستان سخت مخالف دي.

ترکیه او ایران د کوردستان تر ټولو لوی سوداګریز ملګري دي، د خوړو، درملو، ودانیزو موادو په ګډون اړین توکي له دغو هېوادونو ترلاسه کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ایران له تېرې شپې راهیسې کوردستان ته د الوتګو د تګ مخه نیولې ده

له ترکیې سره د کال له اتو میلیارد ډالرو او له ایران سره له پنځو میلیارد ډالرو ډېره سوداګري لري چې پکې له ۸۵ سلنه ډېر واردات دي.

د ترکیې پارلمان ګواښ کړی چې که کوردستان ټولپوښتنه وکړه اقتصادي فشار به پر واچوي.

د ایران ملي امنیت لویې شورا منشي علي شمخاني هم خبرداری ور کړی چې یواځې له عراق سره پولې په رسمیت پېژنی او که کوردستان خپلواک شي، نو دا به ور سره د ګډو پولو او لارو د تړلو په مانا وي.

ایران له تېرې شپې راهیسې کوردستان ته د الوتګو د تګ مخه نیولې ده او ځمکنۍ پولې یې هم ور سره تړلې دي.

ایران او ترکیه په دې اندېښمن دي چې د عراق د کوردانو ټولپوښتنه د دوی هېوادونو کې کوردان پارولی شی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption مسعود بارزاني او جلال طالباني د ۲۰۱۴ کال مۍ میاشت کې له کوردستان په خپلواک ډول د تېلو لېږدولو بهیر پرانسیته کوي.

پر ترکیه او ایران سربېره سوریه هم د کوردستان بل ګاونډی هېواد دی.

سوریه که څه هم کورنیو جګړو کې ښکېله ده د کوردستان د خپلواکۍ په هکله څه نه وایي، خو د ایران او ترکیې په څېر ورته لاملونه لري چې د کوردستان د خپلواکۍ مخالفه بلل کېږي.

همدا لامل دی چې د عراق په ګډون به د کوردستان داسې څلورو هېوادونه ګاونډیان وي چې مخالف یې دي او که نوي سوداګریز شریکان هم غواړي، د دغو څلورو هېوادونو له هوا یا ځمکې به ور سره تګ راتګ کوي.

که څه هم مسعود بارزاني د ایران او ترکیې اندېښنه بې ځایه بولي او وايي، چې د مقابل لوري اقتصادي بندیزونه پر دوی سربېره پلورونکو ته هم تاوان لري، خو دا به کتل کېږي چې دغه بندیزونه او ګواښونه لنډمهالي دي او که اوږدېږي.

پوروړی کوردستان

کوردستان د جنجالي سیمو په ګډون ۸۷ زره کیلو متره مربع سیمه ده. له پنځه نیم میلیونو ډېر وګړي لري. سینه یې د تېلو له بډایه زېرمو ډکه ده او د اړینو اقتصادي او تولیدي بېخ بناوو د نشتوالي له امله یې عاید تر ډېره تېل دي، خو لا هم په میلیاردونو پوروړی دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د عراق کوردان له نږدې یوې پېړۍ راهیسې د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي.

د عراق مرکزي حکومت چې په دغه سیمه د تېلو ۱۷ سلنه عاید ودرول، په ځواب کې کودرستان له ۲۰۱۵ کال راهیسې هره ورځ نږدې یو میلیون بېرله تېل د ترکیې له لارې بهر ته لېږدول پیل کړل، خو بیا هم له سخت بودیجوي کمښت سره مخ دی.

د بانکونو، تېل اېستونکو شرکتونو او ټیکه دارنو ډېر پوروړی دی چې تر ۲۰۱۶ کال پای پورې ۲۸ میلیارد ډالر بلل شوي دي.

د دغه هېواد دولتي مامورینو تنخاوې هم پوره نه ور کول کېږي او له دولت سره د پور په ډول جمع کېږي.

له خپلواکېدلو وروسته به یې اداري جوړښت زیاتېږي او د ډېرو کارمندانو لپاره به د تنخا لرل ورته یوه بله ستونزه وي.

وېشلي ځواکونه

پر عراقي کوردستان د دې کورواکه سیمې د مشر مسعود بارزاني په مشرۍ کوردستان ډیموکراټ ګوند او د عراق د پخواني ولسمشر جلال طالباني په مشرۍ کوردستان وطني ټولنه ګوند واکمن دي.

ر د انځور حقوق Reuters
Image caption د کودرستان ځواکونه د دوو ګوندونو ګټو ته تر ډېره ژمن دي.

کوردستان د پولیسو، پوځ او استخباراتو په ګډون پیاوړي ځواکونه لري، له داعش سره په جګړه کې د عراقي ځواکونو پرتله بریالي بلل کېږي، خو دا ځواکونه هم د یو کوردستان پر ځای د دې دواړو ګوندونو ګټو ته ژمن دی، په تېرو ۱۵ کلونو کې یې د ملي کولو لپاره کار هم نه دی شوی، ځکه دې چارې له سیاسی، ټولنیز او اقتصادي پلوه کوردستان په دوو برخو وېشلی دی.

پر ۱۹۹۸ کال کوردستان کې له کورنۍ جګړې وروسته کوردستان ډیموکراټ ګوند په اربیل، دهوک او د داعش له یرغل وروسته پر شنګال او نینوا پر شمال واکمن دی.

په سلیمانیه، کرکوک او د دیاله او صلاح الدین ولایت شمال کې د کوردستان وطني ټولنې غړي واکمن دي.

دواړه د تېلي زېرمو او سرحدي لارو په ګډون د مالي سرچینو وېش کې هم د خپل نفوذ له سیمو کار اخلي.

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption صدام حسین له جلال طالبانِ سره د کوردانو پر کورواکۍ خبرې کوې. د عراق حکومت اول ځل پر ۱۹۷۰ کوردانو ته کورواکي ور کړه، خو وروسته بیا سره په جګړه ښکېل شول.

د تېلو او ګاز ډېرې زېرمې هم په کرکوک او دیاله کې دي، خو که د ډیموکراټ ګوند همغږي نه وي ترکیی ته یې وړلی نه شي.

که څه هم ځینې کسان باوري دي چې د ځواکونو ملي کول او نورې مسلې د کوردانو له خپلواکۍ وروسته اوارېدلی شي، خو نور یې اپوټه نظر لري.

دوی وايي، پر ۱۹۹۱ کال چې کورواک کوردستان جوړ شو، د ۱۹۹۴ او ۱۹۹۷ کلونو ترمنځ د کوردستان ډیموکراټ او کوردستان وطني ټولنې د ګوندونو ترمنځ د عایداتو او نورو سرچینو د وېش له امله جګړې وشوې چې په زرګونو کسان پکې ووژل شول.

اوس چې کوردستان کې ډېرې تېلي سرچینې موندل شوې او ګاونډیان یې د خپلواکۍ مخالف دي نو دا وېره لا ډېره ده چې که کوردستان خپلواک شي او ځواکونه یې همداسې ګوندونو پورې تړلی پاتې شي، نو ممکن د سیمو، واک یا سرچینو پر سر له هغه لا ډېرې سختې جګړې وشي او د دې اور د بل ساتلو لپاره به ګاونډیان هم د یوې او بلې ډلې غاړه نیسي.

سیاسي جوړښت

مسعود بارزاني له ۲۰۰۵ کال راهیسې د کورواک کوردستان مشر دی، ۲۰۱۳ کې یې د واک موده ختمه شوه، خو دوه کاله یې زیاته کړه، ۲۰۱۵ کې یې بیا ورته ګام پورته کړ او اوس هم پر همدې څوکۍ پاتې دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption جلال طالبانِ او مسعود بارزانِ چې پر کوردستان واکمن ګوندونه دي.

د مسعود بارزاني ګوند چې پلار یې ملا مصطفا بارزاني جوړ کړی و، اوس د دوی د کورنۍ ګوند دی، وراره یې نیچروان او مشر زوی یې مسرور بارزاني هم لوړپوړې دندې لري.

بل کشر زوی یې جنرال دی. د کورنۍ نور لومړۍ درجه غړي یې د کوردستان ملفون(مبایل ټلیفون) شبکه پر مخ بیايي.

د کوردستان بل مهم سیاسي لوبغاړی د کوردستان وطني ټولنه په نوم ګوند دی، مشر یې جلال طالباني دی.

که څه هم د وړواکي او پراختیا خبرې یې کولې، خو وروستۍ لسیزه کې یې ګوند کورنی شوی دی.

د هغه مېرمن هیرو ابراهیم احمد د دې ګوند د رسنیو او د سوداګریزې امپراتورۍ واک په لاس کې لري.

مشر زوی یې بافل د ګوند ترورو ضد ځواکونو قومندان دی. کشر زوی یې قباد انجینر دی، څو دېرش کلن دی، خو د لومړي وزیر مرستیال دی.

دواړه ګوندونه په خپلو سیمو کې د نورو ډلو، سیاستوالو او رسنوالو پر ګواښلو او وژلو تورن دي.

د انځور حقوق EPA
Image caption د عراق د کوردستان ميرمني د نورو کودرستانونو پرتله د خپلو حقونو برخه کې ډېرې روڼ انده بلل کېږي.

د کوردانو ظهور په نوم د کتاب لیکوال مایکل رابین وايي، د عراق کودرستان ولسواکۍ ته د تللو پر ځای شاتګ کړی، مطلب سیاسی خبرې کمې او سیاسي تاوتریخوالی ډېر شوی دی.

په وروستیو کلونو کې د دولت د یووالي لپاره هڅې بې پایلې او ټاکنې ځنډول شوې دي.

دغه د ګوندونو کورنیتوب، نورو سیاسي ډلو ته د رول چانس نه ور کول او په ځانګړو سیمو د دواړو واکمني داسې څه بلل کېږي، چې د که کوردستان له ټولپوښتنې وروسته خپلواک شي خو د ولسواکۍ په لور ګامونه پورته نه کړي، د ځواکونو ملي کولو هڅې ونه کړي، نو په کورنۍ جګړه کې ښکېلېدلی شي.