د کرېکټ ښځينه ملي لوبډله ولې مهمه ده

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
په لوبغالي ګڼ شمېر افغان نجونې او مېرمنې هم د لوبې د کتو او د لوبغاړو د تشویق لپاره راغلي دي. مدني فعاله مریم امرخیل هم د مینه والو په کتار کې ده.

دا دی په ای سي سي کې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د بشپړ غړیتوب څو میاشتې پوره شوې خو موږ لا هم د نجونو ملي لوبډله نه لرو.

دا مې تر دې ویل چې د ای سي سي د بشپړ غړیتوب لپاره د ښځینه کرېکټ لوبډلې درلودل شرط دي، خو موږ یې ولې لا هم نه لرو؟

نور داسې څه نشته چې د نجونو د کرېکټ ملي لوبډلې د جوړیدلو خنډ شي.

که د شاوخوا او نړۍ هر هېواد ته وګورو نو دوی ټول د نارینه لوبډلو تر څنګ ښځينه لوبډلې هم لري او د خپل هېواد تاریخ یې ژوندی او روښانه ساتلی دی. زموږ ګاونډی پاکستان او ورسره بنګله دېش چې اسلامي هېوادونه دي د ښځينه و د کرېکټ ملي لوبډلې لري چې نجونې یې په نړیواله سطحه لوبیږي.

د دوی له جملې یوه ځوانه نجلۍ ناهیده خان اڅکزۍ له کوټې ده چې په زیاتو ستونزو یې وکولای شول د پاکستان په ملي لوبډله کې ولوبیږي، هغه وایي:

"له هلکانو سره به مې لوبې کولې خلکو مې دا کار بد باله."

ناهیده خان اڅکزۍ ترټولو ښه وځلیدله هغه وخت یې یوازې پلار هڅوله خو اوس يې ټول هېواد او نړۍ ورباندې ویاړي.

زموږ هېواد هم باید د نجونو ملي لوبډله ولري چې په نړیواله سطحه وځلیږي او د افغان مېرمنو استازیتوب وکړي.

افغانان په نړۍ کې د پرمختګ غوښتونکي دي، افغانان سوله او امن غواړي افغانان تنګ نظري او وحشت خپرونکي نه دي بلکې دا پردي دي چې افغانان یې د خپلو ناوړه غوښتنو ښکار ګرځولي دي.

یو ځل مې پر فېسبوک دا پوښتنه وکړه چې څنګه ای سي سي پرته له دې چې د نجونو ملي لوبډله ولرو افغانستان ته بشپړ غړیتوب ورکړ؟

اکثرو هېوادوالو مې په ځواب کې لیکلي وه چې ای سي سي د هر هېواد کلتور او ارزښتونو ته په کتلو سره شرایط ټاکي، نو په همدې بنسټ له دې شرطه تېر شو.

ځیني کسانو بیا راته لیکلي و چې د ښځو يې له کرېکټ سره څه؟ کرېکټ یوازې د سړیو لوبه دى بس خلاص.

دا دې ځينو کسانو نظر و، فکر نه کوم چې د افغانستان کرېکټ بورد مشرانو د نظر استازيتوب دې وکړي او يا دې ای سي سي ورسره ومني.

د کرېکټ په ملي لوبډله کې د نجونو لوبېدل به د افغانانو د ارزښتونو ښودنه وکړي. که يې مخنيوى وشي نو دا به په دې مانا وي چې گواکې افغانان د ښځو وجود نه مني او د ښځينه لوبډلې پرته به ملي لوبډله داسې وي لکه د یوه وزر مرغه چې غواړي والوزي.

کرېکټ د ټول افغاستان او افغانانو استازیتوب کوي او دغه ارزښت د ښځینه او نارینه ټيم په درلودلو سره بشپړېږي. دواړه ملي لوبډلې لازمي دي.

Image caption هرات کې د نجونو کرېکټ لوبډله

په همدې ډول سپورټ د انسانانو روغتيا لپاره مهم ګنل کیږي، نو له په دې بنسټ هم ويلى شو چې دا د ښځو او نارینه و ګډ حق دی.

د شپږیزه لیګ سږنۍ لوبې چې د نړۍ ګڼ شمیر لوبغاړو او روزونکو په کې گډون کړى و، ټولو افغانانو لپاره د ویاړ وې.

دغو میچونو ته هره ورځ زرګونه هېوادوال د نندارې لپاره ورتلل څو لوبو ته یې زه هم ورغلم تر څو د افغان نجونو ځای هلته ډک کړم خو دا خبره ده چې په یوه ګل نه پسرلى کیږي، هلته یو څو تنه نجونې هم راتللې، پوښتنې مې ترې وکړې، د یوه ښوونځي زده کوونکې وې ویل یې: "موږ ټول د خپل ښوونځي د کرېکټ ټيم لوبغاړې یو چې د نورو ښوونځيو له زده کوونکو سره تل مسابقې کوو او دا څو ورځې د خپلو لوبغاړو هڅولو تر څنګ غواړو د کریکټ لوبه له نږدې وګورو هغه مهارتونه چې ملي لوبغاړي یې کاروي ترې زده کړو."

بله پوښتنه مې دا وه چې غواړئ یوه ورځ په نړیواله کچه ولوبیږئ ؟ په ځواب کې راته یې وویل: "هو! که کرېکټ بورډ زموږ ملاتړ وکړي موږ زیاته لیوالتیا لرو چې یوه ورځ په نړیواله سطحه ولوبیږو خو اوس نه غواړو خلک پوه شي چې د پلانکي لور کرېکټ کوي ځکه افغانان او بیا پښتانه خپلې لوڼې دې کارونو ته نه پریږدي خو که موږ ځانونه ښه ورسوو او بیا زموږ خپلوان خبر شي هغه وخت به بیا پر موږ وویاړي."

ددغو نجونو خبرې او ملي احساس هیله بښوونکي و او دا نجونې د ملي لوبډلې لپاره ښه غوراوى کیدلی شي.

د کرېکت شپږیزه ليگ نندارې ته زما تګ ډېره زیاته خوښي راوبښله لکه روح مې چې را ژوندی شوى وي، دلته په ملي سټوډیوم کې په زرګونو نارینه و له لوبې خوند اخیست او زه باورمنه یم چې زما په شان به ویاړيدل، د بیرغونه رپول، خنداوې، د خوشحالۍ نارې او ازانګې، بیلابیلو خلکو سره لیدل او پېژندل، نو زموږ ښځې هم بايد له دغو ټولو خوښیو برخمنې شي.

که چیرې موږ ښځينه ملي لوبډله ولرو سلګونه نجونو ته به له دې لارې د کار زمینه برابره شي او هېواد لپاره به د ټولنیز ارزښت تر څنګ یوه ښه اقتصادي سرچینه وګرځي.

دا به دښځو په بسیاینه کې لوی رول ولوبوي او لکه څنګه چې ما وویل ما ته پرځان باور او ملی احساس او د سولې او امن فکر را پیدا شو داسې احساس به له زرګونو هغو مېرمنو سره هم پيدا شي چې د لوبو کتو ته راځي. هره مور به کوښښ کوي چې زوی یې راشد خان نبي او نایب جوړ شي.

په همدې اساس موږ د نجونو د کرېکټ ملي لوبډله غواړو چې د نارینه لوبغاړو تر څنګ د ښځينه کرېکټ لوبډلې هڅونې ته ورشو او د کرېکټ سرلوړې ملي لوبډله ولرو.

ورته مطالب