دنيا د نارينه له سترګو

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د بې عدالتۍ پر وړاندې مبارزه کې برى هله شونى دى چې د ښځو ستونزو ته د ښځو له سترګو وکتل شي

د انسانانو د ښه او بد قضاوتونه د زمان، مکان او شرایطو په قید کې وي خو څومره چې تاریخ لولو نو پوهیږو چې دغه قضاوتونه د نارینه لیدلوري په قید کې هم ول.

دغه قید په ټولو ټولنو کې تر یو حده اوس هم شته، په ځینو کې لکه زموږ ټولنه ډېر دی او په ځینو کې نسبتا کم، په ځینو کې اوس هم د تېرو پېړیو په طریقو او په ځینو کې په نویو او عصري ډولونو.

د عربو د جاهليت پر زمانې یوه نیوکه دا ده چې د لور په پیدا کېدو به نه خوشحاله کېدل. خو د ۲۱ پېړۍ په۲۰۱۷ کال کې هم په افغانستان کې داسې ډیر سړي موندلی شو چې د لور په زيږيدو خفه کېږي، ښوونځي ته یې نه پرېږدي، په کم عمر یې ودوي، د نظر درلودلو او کار کولو حق نه ورکوي، له میراثه یې محروموي او وایي چې ښځه یا د کور ده یا د ګور.

کله چې د افغانو ښځو د ستونزو په هکله خبرې کېږي ځینې داسې استدلال کوي چې افغانستان جنګ ځپلی هېواد دی نو دغه ستونزې طبیعي دي. زه دا منم چې جنګ د وروسته پاتې کېدو لوی عامل دی خو که لږ ځیر شو نو یوازې خپل شاوخوا کې به داسې ډېر هېوادونه ومومو چې سوله لري خو ښځې یې له جنسي تبعیض سره مخامخ دي.

جنسيت پالنه

د ایران په اسلامي جمهوریت اوځینو نورو هېوادونو کې ښځې د قانون په اساس نه شي کولی چې قاضیانې شي. سکسیزم (sexism ) د کېمبریج پوهنتون ډیکشنري ‌داسې مانا کوي : دغه باور ته چې یو جنس تر بل جنسه لږ لایق دی، لږ توانمند دی او لږ ماهر دی …‌ سکسیزم وایي.

سکسیزم یوازې د اسیا یا افریقا ستونزه نه ده بلکې نړیواله ده. د امریکا متحدو ایالاتو د ۲۰۱۶ کال له انتخاباتو وروسته یو بحث دا و چې سکسیزم د مېرمن کلنټن په ناکامې کې څومره رول درلود؟

کلنټن په دې هکله وویل :‌ دا ( سکسیزم) یو حقیقت دی او د سیاست، ټولنې برخه ده.

په پېړیو انسانانو دنیا ته د نارینه وو له عینکو کتلي او نارینه لیدلوري ښه او بد، مناسب او نا مناسب، سم او نا سم تعریف کړي دي.

محدوديتونه ولې تر ډېره د ښځو لپاره وي؟

بي ب‍ي سي ۱۰۰ ښځې:‌ نهه څیزونه چې نه پوهېدئ ښځو اختراع کړي

اريانا سعيد د افغانو ښځو حقونو په تړاو د ناټو له مشر سره کتلي

زه دا نه وایم چې دغه تعریفونه يو مخ غلط دي۰ د دې لیدلوري لوی عیب دا دی چې ښځې ته یې د انسان نه بلکې د وسیلې په سترګه کتلي دي.

وایي انسان اشرف مخلوقات دی او نور طبیعت د ده لپاره دی۰ حاکم نارینه لیدلوری وایي: نارینه اشرف مخلوقات دی او ښځه لکه نور طبیعت د ده لپاره ده.

دنيا د نارينه له عينکو د انځور حقوق Getty Images
Image caption سکسیزم یوازې د اسیا یا افریقا ستونزه نه ده بلکې نړیواله ده

د خبرې د توضیح لپاره راځئ چې لرغوني هند ته لاړشو۰

په لرغوني هند کې د ستي په نوم معروف رواج امر کاوه: ښځه باید د میړه له مرګه وروسته ځان وسوځوي۰

د هند تر تیز لمر لاندې په میلیونونو کونډو ځان د اور سرو لمبو ته اچولی دی.

دغه ښځې به د دوی میندو او پلارنو په افتخار یادولې۰ ټولنې به یې د سوځېدو سیل کاوه او د پاک لمنو او وفادارو ښځو په نوم به يي ستایلې.

ستي رواج یوازې له میلیونونو ښځو د دوی ژوند نه بلکې له هغو بې شماره ماشومانو هم مور اخیستله چې پلار به یې له مخه لا مړ شوی و.

د نارینه او ښځینه لیدلوري رابطه د تاریخ په اوږدو کې د ژوند د سفر د دوو ملګرو لارویو رابطه نه بلکه د بادار او غلام رابطه ده ۰زه فکر کوم نارینه لیدلوری تر هغه وخته پورې د منلو وړ منطق نه شي موندلی چې ښځې ته د انسان په سترګه ونه ګوري.

کنفسيوس او ښځه

‌د چین لوی فیلسوف کنفوسیوس چې په اوسني چین کې هم لاروي لري یو ځای لیکي: د سړي چې څومره زړه غواړي هغومره ښځې د ځان لپاره واده کولای شي.

یو بل ځای وايي: که یوه ښځه له خواښې او خسره اطاعت و نه کړي، ښه پخلی ونکړي، حسوده وي، او یا ډېرې خبرې کوي، سړی کولی شي طلاق ورکړي.

په پیړیو پیړیو ګڼو چینایانو همدغه منطق منلی او د هغه په اساس یې ژوند کړی دی. کنفوسیوس چې د اخلاقو او ژوند په هکله ډېرې سمې او مهمې خبرې هم کړې دي د ښځو په تړاو ځکه ناسم غږېدلی دی چې د نارینه وو له اړخه یې ورته کتلي دي.

ولسمشر اشرف غني وايي: له ښځو سره د بې عدالتي په مبارزه کې به هغه وخت کامیاب شو چې د ښځو ستونزو ته د ښځو له سترګو هم وګورو. پر یوې ټولنې هغه لیدلوری حاکم کیږي چې دواړه جنسه یې عملي کړي.

سوال دا دی چې ښځې ولې دنیا ته له خپلو عینکو نه ګوري؟ ښځې خپلې سترګې لري خو په ډيرو ټولنو کې د عینکو جوړولو وظیفه لا د نارینه وو ده .

یوې خوږې کلیوالې په ډېرې خوښۍ راته کیسه کوله:‌ خلک شکر اوس هوښیار شوي، په ژوند پوه شوي ، ولور کم اخلي، ولور اوس د زلمو ملا نه ماتوي.

حاکم نارینه لیدلوری وايي: د ولور ډېر والی ځکه بد و چې د زلمو ملا یې ماتوله۰ کم والی یې اوس ځکه ښه دی چې هلک ډېرو او سختو کارونو ته نه مجبوره کېږي۰

ښځینه لیدلوری وايي: درد دا نه دی چې قیمت دې ډېر دی که کم، درد دا دی چې قیمت درباندې ږدول کیږي. که یو مرغه په قفس کې لوېږي ، شاید پر دې پوه نه شي چې پرواز یې حق دی خو د دې مانا دا نه ده چې قفس سم دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښځې خپلې سترګې لري خو په ډيرو ټولنو کې د عینکو جوړولو وظیفه لا د نارینه وو ده

ښځه او نر دواړه انسانان دي ،هر هغه لیدلوری چې یوازې یوه ته اصلي انسان وایي، غلط دی. کله چې زه پر ټولنې حاکم نارینه لیدلوری یادوم مطلب مې دا نه دی چې ګرده نارینه غلط دي او یا ټولې ښځې سمې دي. یه، اصلا داسې نه ده۰

پاچا خان ( زما ژوند او جد و جهد) کتاب کې یوځای خپلې ښځې ته وایي: معلومه نه ده چې څوک به مخکې مري خو که زه مړ شوم او ته ځوانه وې د بل میړه په کولو هیڅ شرم ونکړې۰ ښځه یې په ځواب کې ورته وایي: د بې غیرتۍ خبرې راته مه کوه.

زموږ پر ټولنه حاکم لیدلوری عیبونه لري چې دواړو جنسونو ته زیان رسوي.

موږ ته په میراث پاتې دنیاګۍ د غوايي په ښکر ولاړه ده او بې انصافه جوړه شوې ده. په دغې بې انصافي کې دواړه جنسونه ملامت دي، که یوه ظلم کړی بل لټي کړې ده. البته دا باید هېر نه کړو چې ظلم بد اخلاقي ده او لټي کمزوري.

اړونده مطالب

ورته مطالب