له ځنډ وروسته پر افغان سولې د پاکستان، امریکا او چین خبرې

وسلوالو طالبانو بي بي سي ته ویلي، نه بلنه ور کړل شوې او که بلنه هم ور کړل شي، په دغو خبرو کې به ګډون ونه کړي. د انځور حقوق Getty Images
Image caption وسلوالو طالبانو بي بي سي ته ویلي، نه بلنه ور کړل شوې او که بلنه هم ور کړل شي، په دغو خبرو کې به ګډون ونه کړي.

د افغانستان، پاکستان، چین او متحده ایالتو استازي نن د اکتوبر ۱۶د عمان پلازمېنه مسقط کې د افغانستان د سولې په تړاو خبرو اترو ته سره کيني.

دا څلور اړخيزې ناستې نږدې دوه کاله مخکې پیل شوې، خو له پنځو غونډو وروسته د پاکستان او افغانستان په اړيکو کې د بې باورۍ له ډېرېدو سره وځنډېدې.

خو دا څلور اړخیزې خبرې له هغه وروسته بیا پیلیږي، چې د اکتوبر پر لومړۍ نېټه د پاکستان د لوی درستیز قمر جاوېد باجوه په مشرۍ د جګ‌پوړو پوځي چارواکو یو پلاوی کابل ته په رسمي سفر لاړ او له افغان ولسمشر سره يې خبرې وکړې.

د افغانستان او سیمې لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ له مخې پاکستان له سخت فشار سره مخ دی، ځکه دې خبرو ته هم هیله شته.

په دغو خبرو اترو کې د افغانستان او پاکستان په ګډون دوه ځواکمن هېوادونه - امریکا او چین - د دواړو لورو د ژمنو د تضمین لپاره ګډون لري.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند شکېب مستغني وايي د دې غونډې موخه د تېرو غونډو د ژمنو پلي کول دي ځکه هم دلته د مخامخ خبرو او يا هم د طالبانو د حضور خبره نه ده مطرح:

"هغه څه چې بحث پرې کېږي هغه ژمنې دي چې یادو هېوادونو د افغانستان په مشرۍ د سولې د بهير د ملاتړ لپاره په تېر کې کړې دي".

د نوموړي په خبره، دغه راز د لارې د هغې نخچې پر عملي کېدو بحث کېږي چې له وسلوالو مخالفينو سره د افغانستان د دولت د سولې لپاره د څلور اړخيزې همغږۍ ډلې ترتيب کړ ده.

ځکه نو دا د څلورو هېوادونو د دولتونو د لوړپوړو چارواکو غونډه ده، له همدې امله نه پخوا او نه هم په دې غونډه کې د طالبانو د ډلې د ګډون خبره مطرح ده.

خو وسلوالو طالبانو بي بي سي ته ویلي، نه بلنه ور کړل شوې او که بلنه هم ور کړل شي، په دغو خبرو کې به ګډون ونه کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان او سیمې لپاره د ډونلډ ټرمپ له ستراتیژۍ وروسته دا غونډه جوړېږي چې پر پاکستان فشار زیات شوی.

کارپوهان فکر کوي چې د دغې ناستې لویه موخه به د سولې د خبرو اترو لپاره د لومړنيو ګامونو د اوچتولو لپاره لار هوارول او د افغانستان او پاکستان تر منځ په اړيکو کې د باور جوړول وي.

له طالبانو سره سولې ته هغه مهال تمه ډېره شوه چې واک ته د اشرف غني له رسېدو لږ وروسته د پاکستان په مري ښار کې د افغان حکومت او طالبانو د استازو تر منځ مخامخ خبرې وشوې.

خو د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مرګ خبر د مخامخ خبرو اترو لړۍ وشلوله.

له هغه وروسته د نړیوالو او سیمه ‌ییزو هېوادونو په هڅونه د څلور اړخیزو خبرو اترو په نوم د سولې په اړه بیا خبرې اترې پیل شوې چې دا ځل پکې دوو ځواکمنو هېوادونو - امریکا او چین - د دواړو لورو د ژمنو د تضمین لپاره ګډون وکړ.

د څلور اړخیزو خبرو اترو لومړنۍ ناسته د ۲۰۱۵ کال په ډیسمبر میاشت کې وشوه او د څلور اړخیزې همکارۍ ډله یې جوړه کړه.

دوی لومړنۍ ناسته د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ په ۱۱مه په اسلام اباد کې وکړه او دویمه، درېیمه، څلورمه او پنځمه غونډه يې هم په کابل او اسلام اباد کې درلوده.

که څه هم د څلور اړخیزو خبرو اترو د دریمې او څلورمې غونډې په اعلامیو کې د افغان حکومت او افغان طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو اترو د پیل خبره شوې وه؛ خو طالب استازو تر پایه په دغو غونډو کې ګډون ونه کړ او نه هم د دغو غونډو له چوکاټه بهر مخامخ خبرې پیل شوې.

خو د سولې او جګړې د مطالعاتو د مرکز مشر حلیم الله کوثري په دې اند دی چې د دې غونډو د ژمنو نه عملي کېدل د دغې پروسې د لومړني پړاو د ناکامۍ یو لامل و.

"ښه پلان و او افغانستان غوښتل چې ژمنې يې پلې شي خو فکر کوم چې ګډونوال يې په پلي کولو کې پاتې راغلل. که د دغو غونډو مخينه مطالعه شي لومړی پاکستان داسې یو څه غوښتل. پاکستان غوښتل چين په سيمه کې را ښکېل کړي او له لارې يې په افغانستان کې د یوه مطرح فکټور په توګه پاتې شي".

Image caption حلیم الله کوثري.

خو د نوموړي په خبره، د چين ستونزه دا ده چې په سيمه کې د امریکا حضور ته د شک په سترګه ګوري.

"په دغو خبرو اترو کې ګډونوال هېوادونه که څه هم په افغانستان کې سوله غواړي خو په خپل منځ کې ستونزې هم لري. "

کارپوهانو وايي د پاکستان حکومت د څلور اړخيزو خبرو اترو په لومړنیو غونډو کې ژمنې کړې وې، چې که افغان طالبان د سولې خبرو اترو ته حاضر نه شي، نو پرضد به یې عملي ګامونه پورته کړي.

خو په عمل کې داسې څه ونه ليدل شول او دا د دې لامل شوه چې د افغان حکومت اړخ دا پروسه بې ګټې وبولي.

اوس کارپوهان په وايي د څلور اړخیزو خبرو په دې دور کې ښايي د راتلونکو اقداماتو په اړه یوازې ژمنې وشي. خو اغېز به يې د دغو ژمنو د عملي کېدو په څرنګوالي پورې تړلی وي.