"خسرگنۍ مې غوښتل د فحاشۍ له لارې پيسې وگټم"

لیمې دوه کاله د پلار په کاله کې د خدمتکارې ژوند تیر کړ د انځور حقوق Getty Images
Image caption لیمې دوه کاله د پلار په کاله کې د خدمتکارې ژوند تیر کړ

د کابل ښار په یوه امن خونه کې د ډېرو نورو مېرمنو تر څنګ شل کلنه لېمه هم اوسېږي، هغه د ننګرهار ولایت اصلي اوسېدونکې ده. وايي، ځوانۍ په درشل کې وم چې د ورور بدل شوم، د لېمې کړاوو هم له هماغې ورځې پیل شو.

د لېمې ورور په یوې نجلۍ مین و، د ورور د هیلو پوره کولو په خاطر داسې چاته په نکاح شوه چې هیڅ يې نه پيژاند؛ لیمه او ورور یې اته میاشتې کوژدن پاتې شول، په ورور یې د خوښیو او پر دې د غم باران و.

د سپینو جامو پر ځای یې واده له نورو څخه په پور شويو کالیو کې تېر شو، د ګلونو پر ځای یې کوټه کې زړې سترنجۍ هوارې وې، د لاسونو نکریزو یې لا رنګ نه و پیکه کړی چې جارو یې په لاس کې ورکړه او د کور د کارونو د سمبالښت امر ورته وشو، دا کار خو اسانه و، ځکه حتی په ښارونو کې د ډېرو فکر همدا دی او ناوې د دې لپاره کور ته راولي چې خپل لاسونه یې سپک شي او کارونه پرې کم شي.

خو د لیمې کار دومره ساده نه و، هغې له کوره بهر هم باید کار کړی وای، داسې کار چې د لېمې په خيال کې هم نه و تېر شوی، دا کار خير ټولول ؤ، هغې په عمر خیر نه و ټول کړی خو اوس د خسرګنۍ لخوا مجبورېده چې سوال وکړي او خیر وغواړي.

لېمه وايي "خسرګنۍ مې یوه ورځ په زوره د خیر راټولولو په موخه له کوره بهر ولیږلم هغوی هم له ماسره یو ځای لاړل، د جمعې ورځ وه، د جومات خوله کې موږ ټولو لاسونه اوږده کړل، خو هر چا چې د چادرۍ لاندې زما لاس لیده نو ویل یې، ځوانه ښځه یې لاړه شه یو چا سره نکاح وکړه، خیر مه ټولوه."

هغه ورځ تش لاس کورته ستنه شوه، د خواښې خسر او اندریندو له خوا ووهل شوه، سپینه ځمکه د دې په ویښتانو توره شوه هر یو يې پر وهلو خپل زور وازمویه. دا د لېمې د لا بدبختیو پیل و. هغې وويل"خاوند او کورنۍ یې له ما غوښتل چې زه هم له نورو لارو باید پیسې وګټم، خاوند مې وزگار و، خویندو یې خراب کارونه کول او همداسې یې ژوند تیرولو، خو ما دې کار ته سر نه ټیټټولو، نور نو زما په وهلو هم ستړي شوي ؤ."

ليمه ژړغونې شوه، او زياته يې کړه "خسر او د خسر کورنۍ دې ته سلا شول چې چا سره مې توره کړي او کورنۍ مې بیا راباندې خبره کړي، دوی دا یوازنۍ لاره وګڼله تر څو زه هم د دوی کسب کې شامله شم. هغه ورځ اوبو پسې ډیګۍ یا نل ته چې زموږ له کوره ښایسته لرې و لاړم، هلته مې دا حال یوې بلې میرمنې ته تير کړ او هغې نه مې دا پوښتنه وکړه، چې که داسې کیسه راته جوړه کړي نو کورنۍ به مې ومني؟ هغې د هو ځواب را کړ او ډاډه يې کړم."

لېمې خپله کيسه داسې وغځوله "د مازدیګر لمانځه وخت و اوداسه ته مې اوبه واخیستې او تشناب ته لاړم، د تشناب له لوړ دیوال نه مې ځان ښکته راواچواه، لاس مې مات شو او د پلار کور ته مې په دې هیله وځغاستل چې مرستې ته به مې راودانګي، خو هلته بیا هم د ملامتیا پړه پر ما واچول شوه، ټولو ويل چې ضرور په ما کې کومه خبره ده."

لېمې د میندوارۍ په حال کې بيا بيا خپل خاوند ته ټیلفونونه کول او ورته ويل به يې، چې ته نارینه یې ځان ته کار پیدا کړه، خور مور او موږ له دې دربدریو وژغوره، خو په چا دې قبلوله.

لېمې زوی وزیږاوه، په ټنډه د ښکلولو لپاره پلار ورته لاړ نه، ماشوم د څلور میاشتو شو او نور پاتې نه شو، خو د مرګ پړه یې هم پر لیمې واچول شوه.

لیمې دوه کاله د پلار په کاله کې د خدمتکارې ژوند تیر کړ، چې خپله کورنۍ یې ونه وايي مفتۍ ډوډۍ ماتوي. نوره نو ورته ګرانه وه کورنۍ یې راټوله کړه او د طلاق اخیستو غوښتنه یې وکړه، دا غوښتنه ورته تر ټولو سخته تمامه شوه، ورور یې چې دې نه کشر وو ځندۍ ورته واچوله خو مړه نشوه، د چړو داغونه یې اوس هم د بدن په بیلابیلو ځایونو کې لیدل کیږي.

د خاوند لخوا خو هماغه ورځ طلاقه شوې وه، چې د هغه په غوښتنه یې بل سړي سره جنسي اړیکه ونه نیوله او پیسې یې ورته ونه ګټلې، خو رسمي طلاق یې پس له دوو کلونو او وروسته له ډېرو جنجالونو واخیست.

کورنۍ یې لیمه له کوره وشړله او سر یې کابل ته ورسید. راتلونکې ته نا امیده شل کلنه لیمه وايي چې، هیڅ شی د یوې میرمنې لپاره د هغې له عزته پورته نه دی.

ورته مطالب