نجونې د وطن سترګې هلکان یې د ملا تير

د انځور حقوق Getty Images
Image caption هلکان د وطن د ملا تېر دی، نجونې د وطن سترګې دي

چې نه دې وي سړي، مه کورت خوره مه غوړي. ښايي دا پښتو متل ډېرو اوریدلی وي. عموما" له پیدايښته زوی ګران وي. په خوشالۍ کې ډزې پرې کوي. ختمونه کوي، خونی ویشي، سندرې او اتڼوڼه پرې کوي

پښتانه دا هم وايي، ورور ته مې بې زویه مه کړې تربور ته مې بې وروره مه کړې. دوی زامن د میراث ساتنې لپاره غواړي. او دا چې زاړه شي زامن به یې ساتي.

زموږ غوندې ټولنو کې دې دوو مسایلو کې ښځې مخامخ رول نه لري،ځکه خو حساب نه پر کیږي.

راضیه جانه چې د کابل په ده سبز کې د نجونو د خصوصي ښوونځي مشره ده، وايي:

"ما به له یوه پلاره پوښتنه وکړه چې څومره خیلخانه دې ده؟ ده یوازې خپل دوه زامن یاد کړل، حال دا چې پنځه لوڼې یې لرلې او هغوی هېڅ نه حسابلې."

پښتو لنډۍ ده:

زما جانان له موره یو دی

زامن مې غبرګ کړې چې جوړه ورسره ځینه

دا ښځه به هم ولې د سړیو ارمان نه کوي کله چې یې د ژوند اساسي پریکړې په دوی پورې تړلې. ما خپله څو ځله شاخوا لیدلې چې د کور نژدې نارینه به یې نه و، ښځې به یې تربورونو په میراث کې سره ووېشلې، لکه متاع او نوره ځمکه چې یې سره وېشله. یو نسل وروسته به د ځمکې او متاع څښتن نوم هم ورک و.

نو اوس به هم هغه ښځې ملامتې وبولو چې خپلو میړونو ته دوېمو ښځو پسې ګرځي، چې زامن ورته وزیږوي؟

تر همدې بله پښتو لنډۍ رایاده شوه :

ځمکې ته ټیټ شه خاورې ښکل کړه

ورکه پښتو شه میراثي درپاتې شومه

دا څرګنده خبره ده چې نارینه زموږ غوندې ټولنو کې حيثيت لري. د ټولنې بل لوری یانې ښځې په دوی پورې تړل شوې.

هغه که هر څومره کاکه ښځه وي، اړه ده په یوه نابوده سړي پور کېني.

د انځور حقوق Getty Images

د دې لنډۍ ویوونکې به د څومره لوړ ذوق څښتنه وه، او څه ډول کس ته به ورپاتې وي چې خپل لایق یې نه بولي؟ او که یې ورور، زوی میړه او پلار نه و د تربور میراث دي.

تربور هم کاشکې چې لکه ګل ساتلی، هغه ته هم لکه پاتې شونې مړۍ بې قدره دي:

ترلې تربور دې میړه مه شه

دا سپی تربور د ترلې قدر کموینه

د ډېرو زامنو تنده

خو د ډېرو زامنو تندې همدا ښځې بیا هم کراره نه دې پریښي. اړې دې کال په کال یې وزیږوي، یا یې بن تندی ور وڅووي.

تېر کال مې په ګوګل یوه مقاله کې ولوستل، ښځه چې په یو وار زیږون کې کوم ويټامين او پروټين ضايع کوي، ایله دوه دونیمو کلونو کې بېرته پوره کوي.

خو زه ډاډه یم که دا اوس سروې یا کومه څیړنه وشي، دا به څرګنده کړي چې دلته ښځې تقریبا هر کال ماشوم زېږوي.

دا اوس زموږ هره خپلوانه له روماتېزم سر ټکوي، ملا یې خوږېږي، پښې نه شي پسې وړی، سر درد لري او بې حوصلې دي.

انا مې وايي د اولاد لویول د وسپنې کلا جوړول دي. نو یوازې زېږول نه، ان لویول یې د انسان وینې زبېښي، او په دې کې مور بیخي تاواني وي.

د ډېرو زامنو د تندې کیسه یوازې تر دې هم محدوده نه ده. مفکر انسان محمود طرزي د افغانستان د جنګونو او په ټولنه کې د ويش یو دلیل د پاچاهانو څو ودونه او ډېر زامن بللي.

گڼ ودونه

ده خپلو خاطرو کې دوه ودونه بلا بللې. ویلي پاچاهانو به چې ودونه کول د کشرې ښځې زامن به پرې ګران وو. واک به یې هغوی ته وسپاره دې به د نورو غوسه را وپاروله او په جنګ به شول.

دې کې به د وطن یو ځای یو خوا تللو بل ځای بل خواه. په تاریخ کې یې بېلګې هم شته، مثلا" امير شيرعلي خان چې کله سلطنت خپل نهه کلن زوی عبدالله ته وسپاره، نو نارضايتۍ ډېرې شوې.

ښه نو که ووایو عادي خلک د خپل میراث او ډوډۍ غم خوري د پاچا غم څه و؟

د دوی مال او دولت خو په یو عالم پوځ ساتل کېدۀ او په زړښت کې یې هم له پالنې بې غمه و.

راضیه جانې هغه ناسته کې وویل:

"ما چې د نجونو ښوونځی جوړاوه. د کلیو ملکان او سپین ږیري مخالف وو. دوی ویل چې د هلکانو جوړ کړم. یو ملک راغی، هغه ورځ زه د ښوونځي په پاکولو لګیا وم. خړه پړه ور ووتلم. په سبا یې زموږ د ښوونځي پرانیستغونډه وه. دی د جمعې له لمانځه راغلی و، سپین کالي او زرغونه چپنه یې لمر ته ځلیدل، سترګې راته برګې کړې وې ویل په وروستي وار درته وایم چې دا باید د هلکان ښوونځی شي، نه د نجونو. ما وپوښتل ولې د هلکانو؟ ده په راوتلي ټتر لاس تېر کړ. وې ویل هلکان د وطن د ملا تير دی. ما وخندل او ومې ویل که هلکان د وطن د ملا تېر دی، نجونې د وطن سترګې دي."

د انځور حقوق Getty Images
Image caption "خپلې لوڼې یې هېڅ نه حسابلې

ښايي پاچاهانو هم دا انګېرله چې زامن به یې وطن راټېنګوي، خو د "هابس" خبرې ته یې نه و پام چې انسانان طبیعتا" ځان چاري او خود خواه دي. ډېره سخته یا هم ښايي بیخي ناشونې وي د ملا د تېر د مریو غوندې یې پيیلې وساتل شي.

که د ملا تير دی او که سترګې دي، بې یوه یې هم انسانان روغ ژوند نه شي کولی. دواړه باید وپالل شي، پام پرې وشي، نه دا چې د ملا د تير لپاره دې په سترګو دومره بوج راشي چې کمزورې یا بیخي ړندې شي. او تر هغو چې سترګې ړندې وي، د ملا تير به هېڅ دا وړتیا ونه لري چې لمر وویني او هډوکي ورته وغوړوي.

اړونده مطالب

ورته مطالب