ماشوم له جنسي ځورونې څنگه ژغورلى شو؟

جنس ځورونه د انځور حقوق Getty Images
Image caption ماشومان بايد وکولای شي په ښوونځي کې پرته له کومې وېرې خپلې ستونزې ووایي

د ښوونځي په لومړي ټولګي کې به مو درې تنو ټولګیوالو هلکانو چې عمرونه یې له نورو ډېر وو، د ژاولو له پاکټونو د فلمي ستورو عکسونه را واخیستل، پر دیوال به یې سریښ کړل او بیا به یې په نجونو پسې غږ وکړ چې د هغوی په لور وروګورو، کله به چې کومې نجلۍ مخ ور واړه نو دوې ګوتې به یې پر انځور کیښودې او بیا به یې ښکل کړې او هغې نجلۍ ته به یې ویل دا ته یې.

د هغوی له دې کار سره به ټولو ټولګیوالو وخندل، موږ نجونې به په چیغو او ژړا د ښوونځي ادارې ته ورغلو او له هلکانو به مو شکایت وکړ.

د ښوونځي ادارې به هم د سپورت ښوونکي ته چې له څېرې ډير قهرجن او زيږ سړی و هلکانو ته د سزا ورکولو دنده وسپارله.

استاد که به په انګړ کې و او که په اداره کې، په څو شېبو کې به له یوه اوږده تور کمربند سره ټولګي ته راغی او د هلکانو په وهلو به یې پيل وکړ، هغوى به یې تر هغه ووهل، چې توبې به یې وايستلې او و به يې ويل چې بیا داسې نه کوي.

د هغې ورځې توبه به پر ځای پاتې شوه او سبا به بیا هماغه کیسه تکرارېده. هر کله به چې دوی وهل خوړل، هغو نجونو چې شکایت یې کړی و سم به يې ورسره ژړل.

نورو ټولګیوالو به هم موږ نجونې ملامتولو چې زموږ د شکایت له امله هره ورځ هغه دری هلکان وهل خوري. که څه هم موږ د ټولګیوالو په وهلو نه وو خوشحاله او کله کله به مو شکایت نه کاوه او د هغوی پر دغه راز کړنو به مو سترګې پټولې.

مګر تر اوسه مې په زړه دي چې کله به مو د هغوی پر دغه کار سترگې پټې کړې نو څومره به مو د ګناه احساس کاوه.

ځکه زموږ ټولګیوالو نجونو به هغه وخت ویل چې په دې کار سره موږ ټولې ګناه کارېږو.

ما ته به ډېر کله ځان ګناه کاره ښکارېده چې د هغوی پر وړاندې مو څه نه دي ویلي، یا هم که مو ویلي دي نو دوی زموږ په شکایت وهل کېږي او ټوله ګناه زموږ ده.

له دومره ځور سره سره هغه وخت نه پوهېدم چې دا خبره چا ته وکړم او دا ستونزه څنګه حل کړم او له بده مرغه چې تر اوسه نه پوهېږم.

ماشومانو سره خبرې

زه اوس هم نه پوهېږم که ماشوم په ښوونځي کې له جنسي ځورونې سره مخ کېږي او یا هم په دې اړه کومه پوښتنه لري نو چاته ووايي. جنسي ځورونه يو جرم دى چې بايد يې په تړاو ماشومانو ته مالومات ورکړل شي، دا خو پرېږده چې زموږ په ټولنه کې د جنسي مسايلو په تړاو ان غږېدل یو ډول شرم او سپین سترګي بلل کېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا ډول پېښې ډېر کله پټېږي او د کورنۍ له خوا له ماشوم سره د ګناه کار په څېر چلند کېږي

زموږ په ټولنه کې له ماشومانو سره د جنسي مسایلو په اړه غږېدل نوې خبره ده نو يو لامل يې دا هم دى چې څوک یې په اړه نه پوهېږي او نه غږېدلای شي.

له ښوونځيو ور هاخوا کورنۍ هم په دې اړه پټه خوله دي او له خپلو ماشومانو سره په جنسي مسایلو او پوښتنو خبرې کول له وخته مخکې د ماشوم سترګې پرانیستل او بې شرمي ګڼي.

دا ډول پېښې ډېر کله پټېږي او د کورنۍ له خوا له ماشوم سره د ګناه کار په څېر چلند کېږي.

تېر کال زموږ یوه زده کوونکې څو ورځې ښوونځي ته رانغله او ټولګیوالو یې ویل چې هر سهار د ښوونځي تر دروازې راځي خو بیا په ټولګي کې نه وي. کله د ښوونځي ادارې د ستونزې د معلومولو او حل په موخه د ماشومې مور راوغوښته، نه یوازې د ستونزې د حل په اړه یې مرسته ونه کړه، دا یې هم وویل چې لور یې په هغو ورځو کې چې ناسوبه وه، په کور وه او کومه ستونزه نه لري، خو ظاهرا" داسې برېښېده چې د شرم په خاطر کوم څه پټوي.

خو ایا دا د حل لاره ده؟

په ټولګي کې د پښتو غزل لوست و، د حمزه بابا پر يوۀ غزل (یاره چې اسمان ته دې باڼه ګوري ..) غږېدو.

غزل د لوستلو پر وخت نجونو سره خندل، زما مخ د دړې خواته و، غږ مې پر وکړ، نجونو غلې شئ.

یوې نجلۍ وویل: ښوونکې، مريم وایي په هغه بل ښوونځي کې زموږ ښوونکې ویل چې شاعرانو به دا ‌‌‌‌‌‌ډول شعرونه پيغمبرانو او نورو روحاني خلکو ته لیکل.

موږ غواړو له تاسو وپوښتو چې حمزه شینواري به دا شعر کوم پيغمبر ته لیکلی وي؟

ښکاره وه چې زده کوونکو په هغه ځواب چې په ښوونځيو کې د دا ډول پوښتنو په اړه ویل کېږي قناعت نه درلود او د یوه قانع کوونکي ځواب په لټه کې وې.

په داسې موضوعاتو کې کورنۍ او ښوونکې څه وکړي تر کومه ماشوم ته معلومات ورکړل شي او په کومه طریقه؟

په دې اړه د ماشوم روزنې مشاورین وايي چې ماشوم ته د هغوی د عمر په لومړنیو کلونو کې د نارینه او ښځینه ځانګړونو په اړه د لومړنيو معلوماتو د ورکړې پیل اړین دي.

ورسته بیا ښايي ورو ورو د ماشوم له عمر سره سم د هغوی پوښتنو ته د قناعت وړ ځوابونو ورکړل شي او کومې پوښتنې چې لازمې نه دي ځواب شي نو ځواب یې راتلونکي ته پرېښودل شي.

ځکه که په دې اړه د ماشومانو پوښتنې ناځوابه پاتې شي نو د هغوی تجسس ښايي هغوی خپله پلټنو ته اړ کړي چې ورسره به په ناسالمو لارو سر شي او خدای مه کړه د هغوی د بې لارۍ سبب وګرځي.

خو دا معلومات باید څوک ورکړي؟

یوې ښوونکې ویل د ښوونځي دوه واړه هلکان ښوونځي ته پر لاره کوم دوکاندار ځورولي وو. زه چې ورغلم نو د ښوونځي مدیر له هغوی پوښتنې کولې او د خبرو په منځ کې یې ورته وویل:

"ګورئ هلکانو په دې اړه هېچا ته ونه وایئ که نه بندي کېږئ، مور او پلار ته مو هم ونه وایئ ځکه چې که هغوی خبر شي دواړه به ووژني."

د انځور حقوق Getty Images
Image caption زموږ په ټولنه کې د جنسي مسايلو په تړاو ان غږېدل یو ډول شرم او سپین سترګي بلل کېږي

ښوونکې ویل ما له مدیر څخه وپوښتل:

"استاد د دوی ستونزه څه ده؟ مدیر بد بد راته وکتل او وې ویل، هسې یوه ستونزه وه، تاسو پورې اړه نه لري."

هغه مدیر ښه ویل، دا خبرې په هغې ښوونکې پورې ځکه اړه نه درلوده، ځکه چې د دا ډول مسایلو په وړاندې مسلکي چلند په کار دی، چې زموږ په ټولنه کې ډېری ښوونکي او کورنۍ په دې اړه لازم معلومات نه لري.

نړېوال لارښودونه

په نړیواله سطحه د ماشوم ساتنې د ټولنو او ادارو له لوري چمتو شويو لارښودونو کې چې د ماشوم د خوندیتوب لپاره رامنځته شوي، دا په ډاګه ویل شوي چې باید یو مسلکي کس د ماشومانو د جنسي ځورنې ستونزو ته رسیدګي وکړي، چې ماشومان وکولی شي په ښوونځي کې پرته له کومې وېرې خپلې ستونزې ووایي او دا ډاډ تر لاسه کړي چې خبرې یې محرمې دي او ستونزه یې حل کېږي.

که دا ممکنه نه وي چې په هر ښوونځي کې مسلکي کسان ولرو، نو اړینه ده چې د مطبوعاتو او د عامه پوهاوي له نورو شته لارو ښوونکو، مېندو او پلرونو ته په دې اړه لازمې لارښوونې وشي، چې د داسې پېښو او پوښتنو په اړه له ماشومانو سره د یوه مناسب چلند په لړ کې هغوی له ورپېښو زیانونو وژغوري او یا زیان تر ټولو ټيټې کچې ته راوړل شي.

د ښوونې او روزنې له لوري چې کوم پروګرام په دې وروستیو کې پيل شوی د بلوغ څخه د مخه او وروسته له بلوغه د ابتدایي معلوماتو برخه لري چې نجونو او هلکانو ته په دې برخه کې د ترینرانو له خوا معلومات ورکول کېږي، خو دا معلومات د بلو غ په اړه ستونزې بیانوي او دا احتمال ډېر کم دی چې له کوچنیو ماشومانو سره دې وغږېږي او یا هم د هغوی سره د جنسي ځورونې په اړه خبرې وکړي.

په دې هیله چې دښوونې او روزنې او روغتیا وزارت په دې برخه کې د کورنیو او د ښوونځيو له مسوولینو سره په یو ګډ پروګرام کار وکړي.

ورته مطالب