د کرېکټ یوه ورځ، تورونه او سل کیسې

کرېکټ
Image caption چا بیرغ ټیکری کړ، د چا په اوږو ورخپور و

د کرېکټ شپږیزه لیګ سیالۍ میاشتې ووتلې، لوبې د خلکو هېرې شوي، خو د سياليو نندارې ته د نجونو د ورتګ په تړاو پر فېسبوک د کيسو لړۍ اوس هم ښه په زور کې روانه ده.

هره ورځ پر یوې نوې کیسې بحث روان وي.

وایي پښتنې په قامت سترې نه دي څه دي...

کیسه داسې ده چې د شپږیزې لیګ سیالیو نیمه پایلوبه وه د کرېکټ بورډ له خوا ځیني مشرانې مېرمنې د لوبو نندارې ته بلل شوې وې، خدای شته موږ ټول خوشحاله شوو. ځينو نور نجونو مېسج را وکړ چې راځئ لاړې شو، لوبه له نژدې وګورو او د هېواد اتلان وستایو، ځکه ما افغانستان کې د فوټبال لوبې پر ټلویزیون لیدلې چې ګن شمېر ښځو په کې ګډون کاوه او کوي يې.

خو د کرېکټ سیالیو ته بیا هېڅ ښځې نه ځي. تلل مو یو ارمان و چې موږ هم لوبه وګورو او خپل احساس له نږدې څرګند کړو. لوبغالي کې موږ د گوتو په شمېر نجونې وو، خو کله چې هلته ما د خلکو راتګ، مینه او لېوالتیا ولیده نو سخته خوشحاله شوم. له خوشحالۍ مې اوښکې راغلې، چې افغانانو وښوده دوى د سولې او امن خلک دي او له جگړې کرکه لري.

فاینل یا پايلوبه وه نجونو پرېکړه کړې وه چې فاینل ته به ټولې يوځاى ورځو. دا خبره موږ د کرېکټ بورډ مدني ټولنو له مسوول سره شریکه کړه چې هلته د ځای او د نجونو د راتګ برخه کې څه ستونزه پېښه نه شي.

هغوی هم د جلا ځای او امنیت ډاډ راکړ، سبا ته نجونې ټولې له ژمنې سره سم راغلې، موږ ټولو ځانو ته جلا بیرغونه واخیستل، چا بیرغ ټیکری کړ، د چا په اوږو ورخپور و.

د نجونو خوشحالۍ د هلکانو تر خوشحالۍ توپیر درلود، موږ ارامه ننداره کوله. نیمايي مو د یوۀ ټیم او نیمايي مو د بل ټیم په خوا وو، په خپلو منځونو کې مو یو په بل خپله خوښي څرګندوله.

یوه نجلۍ چې مخ يې پټ و له يوۀ ښايسته بیرغ سره راغله، ورور یې ورسره و، ورته یې وویل دلته نجونو سره کېنه، نجلۍ راغله ټولو نجونو سره یې ستړي مشي وکړله، د هغې د بیرغ سینګار ته ټولې نجونې حيرانې شوې. بیرغ یې په مریو او ځونډیو داسې ښایسته کړی و چې هرې نجلۍ به ترې اخیست او رپاوه به یې.

نجلۍ زموږ خوا ته کېناسته او د لوبې ننداره مو کوله چې د بي بي سي او نورو رسنیو خبریالان راغلل، د میلیونونو افغان ښځو له ډلۍ موږ څو تنه نجونې راغلې وو، نو موږ هم خپل غږ د رسنۍ او میډیا له لارې پورته کړ او خپل پیغامونه، مینه احساس او لېوالتیا مو لکه د هر نارینه له هېوادوالو سره شریکه کړه.

په هماغه ماښام په رسنیو کې په دې تړاو خبرونه خپاره شول، زموږ خلکو نور ټول رپوټ هېر کړ، یوازې د نجونو برخه يې را واخیسته او پر فېسبوک يې پرې له حد او بريده وتلي بحثونه وکړل.

Image caption تاريخي او کلتوري متون جشنونو او د نورو ویاړلو ورځو لمانځنو کې د ښځو حضور په تړاو کې ډېر څه وايي.

لوبغالي ته زموږ د تګ په تړاو د خلکو تبصرې بالکل د منلو نه وې.

ماته د حيرانۍ خبره دا وه چې په لوبغالي کې د څو نجونو شتون چې نړۍ او سيمه کې عامه خبره ده ولې د خبرونو سرليک شو؟

زما په اند لامل به يې دا وي څومره زور چې د ملالۍ غږ کې دی د هېڅ زلمي غږ کې ښايي نه وي. غليم په دې پوهېږي که دا ملالۍ رابیداره شي نو افغان زلمي به لا نور شهکارونه وکړي، ټيک هماغسې چې تاريخ ښوولې.

ښځه تل د نارینه اوږه او مټ وه، له نارينه و سره يې د ژوندانه په هره چاره کې ان په جگړو کې پوره اوږه ورکړې، ډوډۍ يې ورپخه کړې زغرې او وسایل یې ور جوړ کړي، ماشينگڼې او پیکاوې یې تر سنګرونو ورسره خېژولي.

خو دې وروستیو جګړو او ناخوالو د افغانانو اصیل کلتور زیانمن څه چې ترې واخیست. د هېواد نوموتي څېړونکي او لیکوال حبیب الله رفیع د کتاب یومتن کې راغلي، ښځو او نارینه و دهېواد جشنونه، ویاړلې ورځې تل په ګډه لمانځلي. د ساماني مېله یې ښه بیلګه ده چې په هغې ورځ به ټولو ګډې نڅاوې او اټنونه کول، سندرې به یې ویلې، پېغلې او زلمي به بېل ځای ته تلل او یو بل ته به یې د مینې اظهار کاوه.

خو جگړو زموږ خلکو او کلتور ته دومره زيان اړولى چې د کرېکټ لوبو نندارې ته د نجونو تگ اوسني نسل ته نادوده چاره برېښېده.

تاريخي او کلتوري متون تاریخي جشنونو او د نورو ویاړلو ورځو لمانځنو کې د ښځو د حضور په تړاو کې ډېر څه وايي.

کرېکټ لوبغالي ته د نجونو د تگ په اړه تر ډېره غبرګونونه دا وو چې ولې ښځې لوبغالي ته ورغلې او د پښتنې ښځې دا کار گواکې د بې غیرتۍ نښه ده.

خو پوښتنه دا ده، که پخوا په سنګرونو کې ورسره اوږه په اوږه ولاړې وې نو نن د سولې او ازادۍ غږ ولې نشي ورسره بدرګه کولی؟

ځوروونکې خو بيا دا ده، په هغو مسايلو چې بايد ننگ وشي له پامه غورځول کېږي او هلته يې غيرت نه را پارېږي.

په واټونو کې د پېغلو نجونو او ښځو سوالګري يې تر ټولو ښه بېلگه ده، چې هر کس او ناکس ته يې خپل ټیکری او دواړه لاسونه لپه کړي وي او د هر لاروي له لاسه به خداى خبر چې څومره زیان ورته رسېږي.

Image caption دا مو ارمان و چې موږ هم لوبه وګورو او خپل احساس له نژدې څرګند کړو

خو دا ټول پر ځاى پاتې او لوبغالي ته د څو پښتنو نجونو تگ زموږ پر يو شمېر نارينه و دومره اغېز کړى چې نزدې هره ورځ یوه نوې کیسه پسې جوړیږي. ځينې اوس هم پر خواله رسنيو ليکي چې لوبغالي ته د نجونو تگ گواکې يوه پروژه وه. عجيبه خو دا ده چې په دې پروژه کې موږ په خپلو پيسو ټکټونه را نيول او د لوبې تر پايه وږي ناستې وو.

ځينې وايي لوبغالي ته د ورغلو ځينو نجونو کورنۍ نه وې خبرې او وروسته يې سزا ورکړه، ځينې خو ان تر هغه مخ کې تللي چې وايي پلانۍ چې لوبغالي ته تللې وه مېړه ورته طلاق ورکړ. نه پوهېږم چې له دې جوړو کړو نارښتينو کيسو څه تر لاسه کېږي؟

ښايي موخه دا وي چې راتلونکې کې د دغه راز گام مخنيوى وشي او د هغو ښځو او ملالو غږ غلى شي چې خپل اتلان ستايي، نارينه و سره د سولې غږ بدرگه کوي او د خپل هېواد بيارغونه کې له نارينه و سره برابره ونډه اخلي.

اړونده مطالب

ورته مطالب