د عبدالرحمن ادې: فېسبوک کې د پښتنې مېرمنې غږ

ندیمه د انځور حقوق Tesha De Waday
Image caption ندیمه د هیواد د هندو لږکیو په اړه هم ویډیوګانې جوړوي.

پتینګړه کاکۍ د عبدالرحمن او یاسمینې مور ده. هغه ټینګ ټیکری په سروي،‌ د کلیو د مېرمنو په څېر ساده خو په ډانګ پېیلې خبرې کوي، سینګار خو اصلاً نه کوي. د مېړه نوم نه اخلي او له ما سره په اوږده مرکه کې یې هم د "هغه او ابل" نامه یاداوه.

که څه هم له مېړه نه ده راضي، خو بیا هم د ډېرو پښتنو په څېر ورسره تریخ ژوند تېروي او د غوصې په وخت مشهوره ښېرا کوي، چې "خدای مې دې په مرګ درنه خلاصه کړي." او په دې ډول د ښاري ښځو خلاف د طلاق او د پلار کورته د تګ په ځای یوازې په مرګ له هغه خلاصون غواړي.

د خبرو لهجه یې پښتنه خوستۍ ده، خو هغه د ډېرو مسافرو خوستوالو په څېر یو وخت له خپل مېړه او دوو ماشومانو سره په کوم عربي هېواد کې اوسېده او اوس وخت کاناډا کې اوسېږي.

په خوست کې "کاکۍ" د مشرو ښځو لپاره کارېدونکی صفت دی، چې غالباً د کاکا ښځینه بڼه ده. زموږ دا خوستۍ کاکۍ کوم پرمختللي هېواد ته د تګ وروسته هم همغه پښتنه مېرمن ده، کومه چې ټوله ورځ په کور کې "خیشتول، پخول او پاکول" کوي.

تر ټولو لویه اندېښنه یې دا ده، چې "اودلرخمان - عبدالرحمان" زوی یې له غیرپښتنو ملګرو سره بې لیارې نشي؛‌ خدای مکړه "وړکی په ډمو پسې" لاړ نشي، چلم ونه څکوي‌ او "بې مصلحته ږېره کله نکړي."

له ابراهیم عابد سره پر شوي' ناوړه چلند' پراخ غبرګونونه

افغان سټایل: په يوټيوب مشهور شوي افغان ستوري

لور یې یاسمینه که څه هم ښوونځي ته ځي، خو له هغه پرته یې بیا له ځان سره په کور کې بندیوانه ساتي. حتی نه پرېږدي، چې بهرنۍ ملګرې یې کور ته د هغې ليدو ته راشي. د یاسمین انګریزه ملګرې مېري، چې غواړي له هغې سره وویني، کورته له راتګ منعه کوي او ورته وایي:

"یاسمینه نو فرینډ اونلي‌ فامیلي." (یاسمینه ملګري نه غواړي، یوازې کورنۍ غواړي.)‌ خو تر تیلیفون پرې کولو وروسته د زړه خبره کوي، د ډېرو پښتنو میندو په څېر فکر کوي، د لور بهرنۍ ملګرې یې په زړه کې څه چل لري. "اودولرخمان ته چل وانوچوي." خو کاکۍ لور د ځان سره د خپلوانو ودونو ته بیایي.

که څه هم خپلوانو ته د وعده ورکوي چې لور به یې د هغو په واده کې ګډیږي ځکه "هغه یې خپل کور دی، هسې هم هلته ټولې ښځې دي،" خو لور ته بیا غاښونه چیچي او په ټېنګه ورته وایي، "که چا په زور ګډېدن ته جګولې، نو ورته یایا چې پښه دې خوږیږي." د هغې د دوه مخیتوب علت زموږ د ټولنې یو عام حقیقت دی؛ یعنې په خلکو کې شته دوه رنګي او د نورو په شخصي ژوند کې له مداخلې ډار.

هغه د بلې هرې پښتنې مور په شان وېرېږي، چې که پېغلوټې لور یې د خپلوانو په مخ کې کوم نامناسب حرکت وکړي نو بیا به سل زر جوړې شوې خبرې اوري. ځکه خو یاسمینې ته په ټینګار وایي: "وه جلکۍ په واده کې پورته پورته ونه غورځې، خلک خبرې درپسې جوړوي." هغه د تل په شان په وطن کې د خپل شته عزت، نوم او نشان خیال ساتي. پتینګړه کاکۍ په دې ډول د پښتنو مېرمنو ګڼ نور خویونه او د هغوی ګڼې ستونزې تمثیلوي. بالاخره پتینګړه کاکۍ د یوې ساده کلیوالې مور یو کامیاب او بې الایشه مثال دی، چې تاسو یې د کلي په ځای په فېسبوک موندلی شئ، بلکې که تاسو د خوست یاست نو په خپل کلي کې یې له نژدې هرې مشرې مېرمنې سره پرتله کولای شئ.

د انځور حقوق Tesha De Waday
Image caption ندیمه وایي سره له دې چې په سینګار پوهېږي،‌ خو نه غواړي د اصلي کار په وخت فېشن وکړي.

خو دا هر څه کوي څوک؟

دغه پښتنه پېغله ندیمه د یوې ساده پښتنې کورنۍ دا ټوله ډرامه په فېسبوک کې په یوازې ځان تمثیلوي. د پاخه عمر کاکۍ د فلتر شوې څېرې او غږ شاته فعاله ممثله او کمیډینه څلوردېرش کلنه ندیمه په اصل کې د افغنستان خوست ولایت ده، چې اوس مهال په کاناډا کې اوسیږي. هغې چې له ما سره په انټرنېټ خبرې کولې له خبرو یې کلک هوډ او د خپل کار په ټولو لوړو ژورو پوهېدل ښکارېدل.

ندیمه له نژدې شلو کالو راهیسې له خپلې کورنۍ سره په کاناډا کې اوسېږي. هغه یوه اروا پوه ده، چې د ماسټرۍ ترکچې یې زدکړې کړي دي او اوس مهال د کاناډا دولت د تېلو څاګانو په لوژستیک برخه کې کار کوي،‌ خو د کار ترڅنګ په یوه سپورتي جیم کې د ښځو روزنکې هم ده. اما د هغې تر ټولو خوندور کار بیا په ټولنیزو رسنیو افغان مېرمنو د ژوند تمثیل دی. د دې کار لپاره ندیمې په فېسبوک او انسټاګرام صفحې جوړه کړې دي. د هغې صفحه (Tesha De Waday) چې خوستۍ لهجه کې (څه شی دي ادې) بدیل ده نومېږي.

ندیمه په موبایل ثبت شوې ساده ویډیوګانې جوړوي او بیا یې په فېسبوک خپروي. هغه په خپلو ټولو ویډیوګانو کې د کلیوالو پښتنو مېرمنو په څېر ټینګ ټیکری په سروي،‌ په مخ یو داسې فلټر کاروي، چې څېره له یوې خوا د خندا وړ شي او له بلې خوا له پېژندګلوي ولوېږي.

د هغې د فېسبوکي فعالیت یوازې پنځه میاشتې تېریږي. په دې موده کې یې تر پنځو زرو زیات پلویان موندلي او هره وېډیو یې له دوو زرو تر دیارلسو زرو کسانو لېدلې ده. که څه هم دا شمېرې په نړیواله کچه د ټولنیزو رسنیو په ستوري د بدلېدو لپاره چندان کامیابې شمېرې نه دي، خو په افغانستان کې بیا ورته یو ښه پیل ویل کېدای شي. ځکه دلته له یوې خوا انټرنېټ د ویډیو کتلو لپاره کمزوری دی او له بلې خوا انټرنېټ ته لاسرسی لرونکې طبقه هم تر ډېره نران دي، کوم چې د ښځو د حقونو له موضوع سره یا حساسیت لري او یا لږ تر لږه په دې اړه څه اورېدو ته چندان لوالتیا نلري.

د انځور حقوق Tesha De Waday
Image caption تر دې ورهاخوا د هغې لپاره د فلتر لګولو بل علت امنیتي ستونزې او د خپل هویت پټول هم دي.

د هغې پلویان تر ډېره هغه د "پتینګړې کاکۍ او د عبدالرحمان د ادې" په نوم پېژني.

ندیمه وایي چې د خپلې ټولنې د حقیقتونو ښکاره کولو په موخه کار یې پیل کړی دی، چې ممکن له همدې امله وي چې هغه خپلې خبرې په هیڅ ډول نه سانسوروي. خو دا چې ولې یې د کمیډي یا ټوکوټکالو لار نيولې ده؟ هغه یې په ځواب کې وایي چې:

"زموږ خلک جګړو ځورولي دي. زه په دې باور یم، که تاسو خلکو ته په غوسه خبرې وکړئ، نو په ځواب کې به غوسه ترلاسه کړئ. همدا لامل دی چې ما فکر وکړ، زه باید د خپلو خلکو په اړه ټوکې جوړې کړم، په دې ډول به هم دوی وخاندي او هم به زما پیغام تر هغوی ور ورسیږي." خو هغه ټینګار کوي چې دا په هېڅ وجه خپل خلک نه بې عزته کوي، بلکې غواړي یوازې خلکو ته داسې خبرې وکړي، چې هغوی ورسره د نژدېتوب احساس وکړي.

هغه وړاندې وایي، هره ورځ ګڼ داسې پیغامونه ترلاسه کوي، په کومو کې چې خلک وایي زما مور یا زموږ د کور نورې مېرمنې همداسې خبرې کوي. ندیمه باور لري چې "زموږ خلک له نصیحتونو ستړي دي، ځکه خو زه غواړم چې خلکو ته په مزاحیه انداز کې ګټور پیغام ورکړم. په کومو کې چې خلک د خندا ترڅنګ ځان هم پیدا کړي."

د پیغلې ندیمې د فعالیتونو بله لویه ځانګړنه دا ده، چې هغه د افغانستان د ډېری هنرمنو مېرمنو په څېر د ښایسته کالیو او سینګار سره نه راښکاره کیږي، بلکې هغه خپله څېره داسې بدلوي چې د نن سبا د ښکلا د نورمونو له نظره د خندا وړګرځي. هغه وایي: "نه غواړم خلک مې د څېرې او ظاهري ښایست له امله فعالیتونه تعقیب کړي، بلکې غواړم خلک راسره د هغه څه لپاره مینه وکړي کومه چې زه رښتیا یم."

د دې په باور، د نن سبا د "غوره مېرمنې" هغه سینګار شوی ماډل دې ته د منلو وړ نه دی. تر دې ورهاخوا د هغې لپاره د فلتر لګولو بل علت امنیتي ستونزې او د خپل هویت پټول هم دي.

ندیمه د خپل کمیډي‌ کرکټر د نوم "پتینګړه کاکۍ" په هکله وایي، دا نوم یې په پښتنو کې د "مڼې، مالټې، شین زري، کوترې" او ورته نورو مروجو ښځينه نومونو له منځه انتخاب کړی دی، خو په دې توپیر چې پورته یاد شوي نومونه د دې په خپلوانو کې موجود وو، خو پتینګړه نه وو. هغه وایي: "پتینګړه کاکۍ ډېر ساده، نازولی او معصوم نوم دی."

موږ د پښتو په تاریخ کې داسې نران لیدلي وو، چې د کمیډي هنر په ډګر کې په یو نه یو ډول فعال و، خو ندیمه د پښتنو د تاریخ لومړنۍ ښځه ده چې په یوازې ځان یې د کمیډي‌ وړاندې کولو ته ملا تړلې او همدا د هغې د کار یو لوی ارزښت دی. هغه نه یوازې دا چې د ټولنې خاموشي ماتوي بلکې دا چاره په خورا اغېزمنه او هنري بڼه سرته رسوي. هغه داسې چې د ډېرو نورو هرمنو مېرمنو په خلاف خلک نه یوازې دا چې پر هغې نه غوسه کیږي، بلکې ورسره خاندي هم.

د ندیمې د طنز طرز د لوېدیځ هېوادونو سټنډاپ کمیډي (په ولاړه کمیډي) ته ورته دی، خو په دې توپیر، چې هغه په ستیج د درېدو په ځای د خپل موبایل مخې ته دریږي او خپلې خبرې د فېسبوک له لارې له خلکو سره شریکوي.‌

هغه د جیم کري په څېر امریکایي کمیډي لوبغاړو څخه متاثره ده. هغه وایي، چې: "که موقع په لاس راشي نو د خلکو منځ ته لاړه شي، په تلویزیون به هم راښکاره شي،‌ تر څو د خلکو د ستونزو په اړه خبرې وکړي."

د بلې هرې فعالې مېرمنې په څېر ندیمه هم د ګڼو پلویانو ترڅنګ مخالفین هم لري. د دې مخالفینو سپکو سپورو ورها خوا هغه په مرګ هم ګواښلې ده. خو پلویان یې بیا د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه هغې ته پیغامونه لېږي او نه یوازې د هغې د کار ستاینه کوي، بلکې د خپل ژوند د ډېرو ستونزو په اړه ترې هم د ویډیو جوړولو غوښتنه کوي.

ندیمه چې له خپلو ټولو ملاتړو مننه کوي وایي، چې: "تر ټولو لوی ملاتړی مې مور او پلار او د کورنۍ نور غړي دي. " دوی له هغې سره د ویډیوګانو د محتوا په جوړولو کې مرسته کوي. که څه هم مور یې د هغې د لومړی ويډیو له خپرېدو سره ډاره شوي وه او لورته یې وویل چې: "دوی (افغانان) به دې مړه کړي. لږ تر لږه ستا سره به هېڅوک واده ونه کړي."

اړونده مطالب

ورته مطالب