'له کابل سره د طالبانو د سولې خبرې جنګي طالب مشران کمزوري کوي'

د انځور حقوق EPA
Image caption د طالبانو رهبري شورا مشران

د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا نامتو دیني عالمان د اندونیزیا جاکارتا کې راټول شوي وو، چې د افغانستان څو لسیزې جګړې ته حل لار پیدا کړي.

د روان کال په مارچ میاشت کې افغان ولسمشر د ازبکستان پلازمېنه تاشکند کې د افغانستان په اړه هغه دوه ورځنی کنفرانس پرانیست چې پکې د ملګرو ملتونو او اروپايي اتحادیې لوړپوړو استازو، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر او د امریکا د خارجه وزارت مرستیال برخه درلوده، د کنفرانس موخه دا وه چې طالبان د خبرو مېز ته راولي او په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسیږي.

تر دې وړاندې په کابل کې "د کابل بهیر" په نوم د سولې لپاره ورته کنفرانس جوړ شوی و او هلته افغان ولسمشر اشرف غني وسله والو طالبانو ته له کوم شرط پرته د خبرو بلنه ورکړې وه، طالبان له افغان حکومت او د امریکا په مشرۍ نړیوالې ټولنې سره له تېرو اولسو کلونو راهیسې په جګړه بوخت دي، خو د افغان دولت، ملګرو ملتونو او امریکا له ګڼو هڅو سره سره بیا هم طالبان ولې سولې ته لېواله نه دي؟

د دې لپاره څلور دلایل شته

لومړی: پاکستان کې له وژل کېدو وېرېږي

طالبان له ۲۰۰۱ کال راهیسې د نړیوالو امنیتي ځواکونو له لوري تر فشار لاندې دي، اوږدې جګړې او پراخو تلفاتو دوی ستړي کړي دي، یو شمېر هغه لوړپوړي چارواکي چې غوښتل یې خبرې وکړي د پاکستان له لوري وژل شوي یا بندیان شوي دي، ملابرادر چې په طالبانو کې دویم ځواکمن کس و او د سولې خبرې يې پيل کړې وې د ۲۰۱۰ کال د فبروري په میاشت کې په کراچۍ کې ونیول شو، د دوی پخوانی دفاع وزیر ملا عبیدالله په کوټه کې ونیول شو او وروسته ووژل شو، نوموړی د ۲۰۰۱ کال د ډسمبر میاشتې پر پنځمه نېټه له مخکیني افغان ولسمشر حامد کرزي سره د کندهار په شاوليکوټ کې لیدلي و او هلته یې ورته د پخلاینې ځینې نښې ښوولې وې.

د طالبانو د جلا شوې ډلې مشر ملا محمد رسول هم په پاکستان کې ونیول شو، نوموړی د ۲۰۱۵ کال د نومبر په میاشت کې د هغو طالب مشرانو له خوا مشر وټاکل شو چې د ملا اختر منصور له مشرتوب سره یې مخالفت درلود، ملا رسول د ۲۰۱۵ کال جولای په میاشت کې په اسلام اباد کې و او هلته یې د سولې په هغو خبرو کې برخه واخیسته چې د افغان سولې په ملاتړ د څلورو هېوادونو له لوري پيل شوې وې.

"کابل د حقاني شبکې سوله غوښتونکي غړي له پاکستان راباسي"

ټاپي، سوله او جګړه

طالبانو بیا له امریکا د افغان شخړې سوله ییز حل غوښتی

د طالبانو مشر ملا اختر منصور مخکې تر دې چې په بلوچستان کې ووژل شي له پاکستانه ډار درلود، منصور د پاکستان د هغو اوامرو له منلو غاړه غړوله چې هغه ته یې ویل باید په افغانستان کې بنسټیز تاسیسات، ښوونځي، پلونه او سړکونه وران کړي ترڅو د افغان حکومت لپاره د جګړې لګښت زیات شي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د طالبانو د تحریک د بنسټګر ملا محمد عمر د مرګ تر اعلان وروسته ملا اختر محمد منصور ځان را مخکې کړ چې د ملاعمر د ځایناستي او نوي مشر په توګه غوره شي خو ګڼو مهمو طالب مشرانو یې مخالفت وکړ

همداراز پاکستان له نوموړي غوښتي و چې د خبرو اترو په ترڅ کې د دوی اجنډا پر مخ یوسي، خو منصور يې مخالفت کړی و، پاکستان طالبان په افغان جګړه کې د خپلو لاسپوڅو په څېر کاروي، چې د نورو اهدافو ترڅنګ د افغانستان بهرنۍ پالیسي تر خپل کنټرول لاندې راولي، د ډېورنډ کرښې ته رسمیت ورکړي او په افغانستان کې د هند د نفوذ مخه ونیسي.

د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز چې کله په واشنګټن کې یوې ناستې ته خبرې کولې ومنله چې طالبان د پاکستان په خاوره کې مېشت دي او د دوي هېواد يې مشرانو ته پناه ځایونه او روغتیايي اسانتیاوې برابروي، له کوټې په قطر کې د طالبانو تر سیاسي دفتر پورې د دوی تګ راتګ هم د پاکستان تر څارنې لاندې دي او د یو شمېر طالب مشرانو کورنۍ ځکه د اسلام اباد له لوري یرغمل شوې دي چې د طالب مشرانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې خبرو مخه ونیسي.

دوهم: طالبان یو متحده ډله نه ده چی د خبرو پرېکړه وکړي

د طالبانو رهبري شورا په کوټه، سیاسي دفتر يې په دوحه او نظامي قوماندان یې د افغانستان په سوېل لوېدیځ کې دي او هر یو یې د سولې په اړه بېل نظریات لري، دوی د نظرونو د اختلاف په وجه له یو بل سره جګړې هم کړې دي، د دغسې خپلمنځي جګړو په ترڅ کې ملا اختر منصور ته نژدې نظامي قوماندان مولوي محمد علم په کوټه کې ووژل شو، نوموړی په زابل کې لوړپوړی پوځي قوماندان او په زابل کې يې له طالبانو د یوې بېلې شوې ډلې پر خلاف جګړه رهبري کوله، د ده د وژنې مسؤولیت د "فدايي محاذ" په نوم له تحریکه جلا شوې ډلې چې مشر يې منصور داد الله و، پر غاړه واخیست، همدغه منصور دادالله چې د ملا اختر منصور له ټاکل کېدو او مشرتوب سره یې مخالفت اعلان کړ، د ۲۰۱۵ کال د نومبر په میاشت کې ووژل شو.

د طالبانو د تحریک د بنسټګر ملا محمد عمر د مرګ تر اعلان وروسته ملا اختر محمد منصور ځان را مخکې کړ چې د ملاعمر د ځایناستي او نوي مشر په توګه غوره شي خو ګڼو مهمو طالب مشرانو یې مخالفت وکړ په مخالفینو کې یې د کندهار پخوانی والی ملا حسن رحماني، پخواني د کورنیو چارو وزیر ملا عبدالرزاق، او یو بل پخوانی والی ملا منان نیازی او ملا محمد رسول شامل وو.

Image caption ملا محمد رسول د ۲۰۱۵ کال جولای په میاشت کې په اسلام اباد کې و او هلته یې د سولې په هغو خبرو کې برخه واخیسته چې د افغان سولې په ملاتړ د څلورو هېوادونو له لوري پيل شوې وې.

یو لوړپوړي طالب چارواکي "ډیلي بیسټ" رسنۍ ته ویلي و چې طالبان درې ډلې شوي او هر یو ځان ته بېل مشر لري دغه کسان پخواني نظامي مسؤول عبدالقیوم ذاکر، پخوانی داخله وزیر ملا عبدالرزاق او حسن رحماني دي.

د حقاني شبکه په طالبانو کې یوه بله جلا او غټه ډله ده چې مولوي جلال الدین حقاني او د هغه زوی سراج الدین یې مشرتوب کوي که څه هم په رسمي ډول دوي ځان د طالبانو متحد بولي، خو په سوېل ختیځ او مرکزي افغانستان کې په خپلسري ډول سختې حملې کوي.

په طالبانو کې د بېلابېلو ډلو شتون د سولې د پروسې لپاره په زیان ده او دا شکونه لا زیاتوي چې ایا خبرې به د ټولو لپاره د منلو وي؟ په هر حال دا ډول پاشلې ډلې په سیمه کې جنګیالي بې زړه کوي او په ټوله کې طالبان کمزوري کوي.

دریم: د جګړه مارو قوماندانان د نشه یي توکیو له کاروباره پیسې ترلاسه کوي

د نشه یي توکیو او جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو اداره UNODC په خپل راپور کې وايي، د نړۍ ۹۰ سلنه هیروین له افغانستانه سرچینه اخلي او هر کال په دغه کار و بار کې ۶۰ میلیارډه ډالره کښته او پورته کېږي، دلته مهمه دا ده چې له نشه يي توکیو ترلاسه کېدونکې پيسې طالبانو ته د جګړې ۶۰ فیصده مصارف برابروي، ملا اختر منصور مخکې تر دې چې د طالبانو مشر وټاکل شي د بلوچستان په ګردي ځنګل کې د نشه يي توکیو د پېر او پلور مسؤول و.

Image caption د طالبانو جلا شوی ډلی فدایي محاظ دویم مشر ملا عبدالمنان نیازی

ګردي ځنګل له هلمند ولایت سره پر پوله پروت دی او هلمند د ټول هېواد نیمايي تریاک تولیدوي، له مخدره موادو ترلاسه کېدونکې پیسې نه یوازې د جګړې ماشین چلوي بلکې قاچاق وړونکي د کوټې د شورا په مهمو پرېکړو کې هم زیات نفوذ لري، د ملا اختر منصور په ټاکل کېدو کې د نشه يي توکیو د کاروبار ستر رول و او له همدې لارې هغه ځان ته ګڼ ملاتړي پیدا کړل.

طالبان ورځ تر بلې په افغانستان کې خپله ولکه پراخوي او تر ډېره هغه سیمې د دوی تر واک لاندې راځي چې د نشه يي توکیو کښت او تولید پکې کېږي، د دوی قوماندانو ته له دې لارې د پیسو راتګ د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې هیلې له منځه وړي، ځکه که جګړه ختمه شي تریاک ختم دي.

څلورم: طالبان احساسوي چې جګړه ګټلی شي

له ۲۰۱۳ کال راهیسې له افغانستانه تر یو لک ډېر بهرني پوځیان بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شوي دي، اوس طالبان د پیاوړتیا احساس کوي او فکر کوي چې نړیوالې ټولنې ته یې ماتې ورکړې ده، که طالبان له افغان حکومت سره خبرې پیل کړې دا کار په ساحه کې د دوی جنګي قوماندان کمزوري کوي او دا هغه څه دي چې دوی يې نه غواړي، هر ځل چې د کابل حکومت یا نړیوالو طالبانو ته د سولې لاس غځولی هغوی په دې فکر شوي چې ګواکي دوی په جګړه کې بریالي دي.

په وروستیو کې چې د امریکا متحده ایالاتو په بېسارې توګه پر طالبانو د بې پيلوټه الوتکو بریدونه زیات کړي نه یوازې هغوی ته یې درنه مرګ ژوبله وراړولې بلکې اړ کړي یې دي چې د خبرو لپاره هم شین څراغ ورکړي او په دې لړ کې يې د امریکا حکومت ته یو لیک هم ولېږه.

په سیمه ییزه او نړیواله کچه زیات داسې کنفرانسونه جوړ شوي، خو سولې ته د طالبانو په اماده کولو کې پاتې راغلي، بیا هم د تاشکند د کنفرانس په څېر ناستې دا مرسته کوي چې د افغانستان په اړه سیمه ییز اجماع رامنځ ته شي او له دې لارې د پاکستان له ملاتړه برخمنې ترهګرۍ مخه ونیول شي.

د انځور حقوق .
Image caption د ملا اختر منصور په ټاکل کېدو کې د نشه يي توکیو د کاروبار ستر رول و او له همدې لارې هغه ځان ته ګڼ ملاتړي پیدا کړل

ورته مطالب