د ماليې وزارت وايي سږ کال يې کورني عايدات ډېر شوي

د افغانستان د ماليې وزارت
Image caption د ماليې وزارت وايي د عوايدو د زياتوالي لوی لامل په دغه وزارت کې راغلي سمونونه دي .

اوسمهال د افغانستان د عادي بودجې يوازې نيمايي برخه له کورنيو عوايد او پاتې نوره يې له نړيوالو مرستو برابرېږي.

افغان حکومت هڅه کوي چې خپل کورني عوايد زيات کړي او په دې توګه خپله ملي بودجه له همدې لارې برابره کړي.

د افغانستان د ماليې وزارت وياند عزيز شمس وايي د روان لمريز کال په لومړۍ نيمايي کې د دغه وزارت لخوا راټول شوي عوايد د تېرکال همدې مودې په پرتله 25 په سلو کې زيات شوي دي: (( سږ کال په لومړيو شپږو مياشتو کې زموږ کورني عوايد شپږدېرش ميليارده افغانۍ شوي دي چې دا د تېر کال په پرتله په سلو کې پېنځه ويشت زياتوالی ښيي .

تېر کال په شپږو مياشتو کې زموږ کورني عوايد نهه ويشت ميليارده افغانۍ و. د روان کال تر اخره پورې بايد موږ پېنځه اويا ميليارده افغانۍ لاس ته راوړو. ))

ښاغلی شمس زياتوي، د دغو پيسو ډېره برخه ګمرکونو ګټلې ده: (( د کورنيو عوايدو زياتره برخه چې موږ تر لاسه کړي، د ګمرکاتو له لارې لاسته راغلي دي ، ځکه چې تاسې پوهېږیء موږ اوس زياتره استهلاکي توکي له بهرنيو هېوادونو څخه راوړو.

له دې کبله ګمرکونه د عوايدو په زياتولو کې ونډه لري. ))

د ښاغلي شمس په وينا د ماليې وزارت په اړونده ادارو او ګمرکونو کې د اصلاحاتو د پلي کېدو او په لازمو وسايلو د هغې سمبالښت به نه يواځې دا چې په دغو ادارو کې د فساد مخه ونيسي، بلکې په خبره يې له دې سره به د کورنيو عوايد کچه هم لوړه شي.

چارواکي تمه څرګندوي که په افغانستان کې کورني عوايد په سمه توګه راټول او د حکومت تر خزانې ورسېږي، نو په خبره يې په نژدې راتلونکي کې به افغانستان نه يوازې خپله عادي بودجه، بلکې پرمختيايي هغه هم له همدې لارې برابروي.