په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

له لودین سره د فساد په تړا مرکه

په افغانستان کې له اداري فساد سره د مبارزه ادارې نوی مشر وایي، په فساد کې د ښکېلو یو شمېر هغو حکومتي چارواکو دوسیې یې څارنوالۍ ته لېږلې چې په تېرو څو کلونو ګوښه کړل شوي وي .

د یادې ادارې مشر عزیزالله لودین وایي، په دغو دوسیو کې د وزیرانو په ګډون یو شمېر جګپوړي حکومتي چارواکي په فساد کې په لاس لرلو تورن شوي دي .

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د لویې څارنوالۍ مرستیال تېره ورځ د پارلمان یوې جرګه ګۍ ته وویل، داسې کسان هم شته چې په فساد تورن دي، د محکمې لخوا په پنځه کاله بند محکوم شوي، خو په خبره یې اوس هم دنده ترسره کوي او دوی یې په نیولو کې پاتې راغلي دي .

په کابل کې زموږ همکار حامد حلیمي له ښاغلي لودین سره مرکه کړې چې په پیل کې نوموړی له ادارې فساد سره د مبارزې ادارې د مشر په توګه له ټاکل کېدو وروسته خپل کاري لومړیتوبونه په ګوته کوي .