کندهار کې چاودنې نهه کسه وژلي دي

د انځور حقوق AFP
Image caption په چاودنه کې څلور سیمه ییز پولیس هم وژل شوي.

د افغانستان سوېلي ولایت کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین په چاودنه کې لږترلږه نهه کسان وژل شوي.

د ارغنداب ولسوال حاجي شاه محمد احمدي بي بي سي ته وویل، په وژل شوو کې څلور سیمه ییز پولیس، درې ملي پولیس، یو د ایساف سرتېری او بل یې ژباړن دی.

ښاغلي احمدي وویل، ماین له لیرې کنټرول او چوول شوی دی.

ایساف ځواکونو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان په سوېل کې یې یو سرتېری وژل شوی.

د وژل شوي سرتېري هویت او د وژل کېدا دقیق ځای نه دی په ډاګه شوی.

د چاودنې پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستې ده.

ارغنداب د کندهار ښار په شمال لوېديځ کې پروت دی.

سیمه ییزو چارواکو ویلي، برید داسې مهال شوی، چې په ارغنداب کې سیمه ییز پولیس او ایساف سرتېري په ګزمه روان و.

په ارغنداب کې وړم ۲۰۱۰ کال د وسله والو طالبانو پرضد چاڼيز عملیات وشول.

ورته مطالب