هندوستان ټایمز: هند سوله غواړي، خو دا په دې معنا نه ده چې د ترهګرو ملګري به بخښي

هندوستان ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption نریندرا مودي

هندوستان ټایمز ورځپاڼه د لومړي وزیر نرېندرا مودي څرګندونې راخیستي چې تېره ورځ یې په سیمه کې د روان تاوتریخجن حالت په اړه کړي دي.

لومړي وزیر تېره ورځ یوې غونډې ته وویل، هند سوله غواړي، خو دا په دې معنا نه ده چې د ترهګرو ملګري به بخښي.

نوموړي زیاته کړه، ځیني وخت له جګړې پرته بله هېڅ چاره او لاره نه وي، خو حکومت به یې تل هڅه کوي چې د سولې لار غوره کړي.

ورځپاڼه لیکي چې د لومړي وزیر مودي دا څرګندونې په اصل کې پاکستان ته یو پيغام و.

ورځپاڼه وایي، په هند کې د اپوزیسیون ګوندونه د مودي پر حکومت تور لګوي چې د هندي پوځ عملیات چې د پاکستان پر خاوره یې ترسره کړي وو، د سیاسي ګټې لپاره کاروي.

خو د لومړي وزیر ګوند بیا پر اپوزیسیون تور لګوي چې د هندي پوځیانو قربانیو ته درناوی نه کوي.

واشنګټن پوسټ:

د انځور حقوق AP
Image caption ارشیف

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د یوه امریکایي پوځي افسر سټیفن کلارکسن لیکنه خپره کړې چې دوه ځله یې په افغانستان کې پوځي دنده ترسره کړې.

نوموړی لیکي؛ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۶ کال کې افغانستان ته ولاړ او هلته یې ۱۶ میاشتې تېرې کړې. دویم ځل په ۲۰۰۹ کال کې د یوه کال لپاره په وردګو کې ځای پر ځای شو.

سټیفن وایي، په ۲۰۰۶ کال کې امریکایانو د افغانستان جګړه هېره کړې وه او ټول پام عراق ته وراوښتی و. په ۲۰۰۹ کال کې یو ځل بیا امریکا افغانستان ته ورپام شو او هغه مهال شاوخوا سل زره امریکایي سرتېري په افغانستان کې وو.

خو دی وایي چې اوس یو ځل بیا افغانستان کې روانه جګړه له امریکایانو هېره ده.

دی د ولسمشرۍ د دوو نوماندانو هېلیري کلنټن او ډونلډ ټرمپ یادونه کوي او وایي چې د ټاکنیز کمپاین په ترڅ کې او په تلویزیوني بحثونو کې هېڅ د افغانستان یادونه هم نه کوي.

ډان:

د انځور حقوق AFP
Image caption ارشیف

د پاکستان ډان ورځپاڼه وایي؛ د محرم په ورځو کې د ټول هېواد په کچه کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

ورځپاڼه لیکي؛ د پولیسو ترڅنګ به د پاکستان پوځ هم په دې ورځو کې د امنیت په ټینګولو کې مرسته کوي.

ورځپاڼه د کورنیو چارو د وزارت د یوه ویاند له قوله لیکي، نن د چهارشبنې پر ورځ به د پاکستان په ځینو ښارونو کې تیلیفوني شبکې د څو ساعتونو لپاره بندې وي.

ورځپاڼه زیاتوي؛ مرکزي حکومت دا پرېکړه د ایالتي حکومتونو په غوښتنه کړې.

ورځپاڼه وایي، په هغو سیمو کې چې حساسې بللې شوي، په دولتي روغتونونو کې وارله مخه بېړنی حالت اعلان شوی.

تر ټولو سخت امنیتي تدابیر د پنجاب ایالت په لسو حساسو ولسوالیو کې نیول شوي دي.