واشنګټن پوسټ: "افغانستان کې امریکايي ځواکونه نامعلوم راتلونکی لري"

د انځور حقوق AFP
Image caption ورځپاڼه وايي په تېرو ۱۵ کلونو کې د شاوخوا ۸۰۰ ملیارده ډالرو په لګولو سره بیا هم طالبان وسله والو مخالفت ته دوام ورکوي او افغان سرتیري له ستونزو سره مخامخ دي.

واشنګټن پوسټ

واشګنټن پوسټ ورځپاڼې په افغانستان کې دامریکايي ځواکونو د موجودیت په اړه په یوه تفصیلي راپور کې ویلي په افغانستان کې امریکايي ځواکونه نامعلوم راتلونکی لري.

ورځپاڼه وايي په تېرو ۱۵ کلونو کې د شاوخوا ۸۰۰ ملیارده ډالرو په لګولو سره بیا هم طالبان وسله والو مخالفت ته دوام ورکوي او افغان سرتیري له ستونزو سره مخامخ دي.

واشنګټن پوسټ هم د موصل په اړه مطلب او د عراقي سرتیرو انځورونه خپاره کړي. ورځپاڼه وايي امریکا په سوریه کې د اسلامي دولت نومې ډلې د مرکز رقه ښار د بیرته نیولو د عملیاتو د ملاتړ په برخه کې زړه ، نازړه ده ځکه ورځپاڼه وايي امریکا له دغې ډلې د رقې ښار له نیولو سره وروسته موده کې ګډوډۍ ته اندیښمنه ده .

ډان

د انځور حقوق AP
Image caption ډاڼ د ښاغلي عزیز په حواله ویلي چې هند په کشمیر کې د کېدونکو ظلمونو پټولو هڅه کوي او د کشمیر دده په وینا داسې یوه مساله چې په نړۍ واله کچه پرې خبرې کیږي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اجندا کې هم ځای لري.

د پاکستان چاپ ورځپاڼې ډان په بهرنیو چارو کې د دغه هېواد د لومړي وزیر د سلاکار سرتاج عزیز له قوله لیکلي چې هند له اخلاقي پلوه له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د خبرو حق نه ورکوي، خو پر نورو د ترهګرو د ملاتړ تورلګوي.

هغه برعکس پر هند تور لګولی چې د پاکستان په خاوره کې د ترهګرۍ ملاتړ کوي او د عزیز په وینا له دې سترګې نه شي پټېدای.

هغه د هند د لومړي وزیر د هغو څرګندونو په ځواب کې چې ویلي و پاکستان د ترهګرۍ مور ده ویلي هند د بریکس سرمشریزې ګډونوالو او نورو په سترګو ګې خاورې اچوي.

نريندرا مودي: د هند یو ګاونډی ترهګر روزي

ډاڼ د ښاغلي عزیز په حواله ویلي چې هند په کشمیر کې د کېدونکو ظلمونو پټولو هڅه کوي او د کشمیر دده په وینا داسې یوه مساله چې په نړۍ واله کچه پرې خبرې کیږي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اجندا کې هم ځای لري.

انډین ایکسپرېس

د پاکستان او هند ترمنځ د همدې لفظي او مطبوعاتي شخړې په لړ کې هندۍ ورځپاڼۍ انډین ایکسپرېس ویلي د بریکس په غونډه کې هند پر پاکستان د ترهګرۍ د ملاتړ له امله خپل فشار زیات کړی. ورځپاڼه وايي د بریکس سرمشریزې د پای په اعلامیه کې د کشمیر په اړه د هند او چین اختلاف نظر ته اشاره نه ده شوې.

انډین ټایمز: پاکستان له هند سره جدي خبرې غواړي

نیویارک ټایمز

د انځور حقوق AFP
Image caption عراقي ځواکونو د موصل ښار نیولو ته څو میاشتې چمتووالی نیوه

بلې امریکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز د عراق د موصل ښار د بیرته نیولو د عملیاتو په اړه مطلب خپور کړی، ورځپاڼې د هغو عراقي سرتیرو انځورونه خپاره کړي چې درنې وسلې ورسره دي او له اسلامی دولت ډلې د موصل د بیرته نیولو لپاره جګړې ته تیار دي.

د عراق لومړی وزیر: د موصل بېرته نیولو عملیات پیل شول

ورځپاڼه وايي په تیرو څو ورځوې د موصل اوسیدونکي د خوراکي توکو په زیرمه کولو او د (اسلامي دولت) نومې ډلې وسله والو د سمڅو په کیندلو بوخت دي، تر څو د امریکايي الوتکو له بریدونو ځانونه وساتي.