"د دوحې پټې خبرې ناکامه شوې"

انډین ایکسپرس:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption طالبان وايي، غړي یې له پاکستاني چارواکو سره پر کډوالو خبرې کوي

انډین ایکسپرس ورځپاڼه په یوه مطلب کې چې سرلیک یې دی: د طالبانو پلاوی اسلام اباد ته ورسید او د دوحې پټې خبرې ناکامه شوې، وايي چې پاکستان اوس تر فشار لاندې دی.

ورځپاڼه د یوه لوړ پوړي هندي دیپلومات په حواله زیاتوي، د پاکستان د پوځي استخباراتو اداره ای ایس ای اوس د لویدیزو هېوادونو او چین له خوا تر فشار لاندې دی چې طالبان د اوربند منلو ته اړ کړي.

* پاکستاني چارواکو سره د افغان طالبانو خبرې

خو د دغه دیپلومات په خبره، داسې ښکاري طالبان هم دغې غوښتنې منلو ته اړتیا لري خو نه غواړي، له هغو لاس ته راوړنو تیر شي چې په سږني اوړي کې د دوی په برخه شوي دي.

ګارډین ورځپاڼه

د انځور حقوق PA
Image caption تیریزا مې د انسانانو د قاچاق مخنیوی خپل لومړیتوب بولي.

ګارډین ورځپاڼې د بشري حقونو د ځینو فعالانو هغه اندیښنې را اخستې دي چې وايي، له نشه یې توکو سره د مبارزې په لړ کې چې بریتانیا یې مالي ملاتړ کوي دا سې کسان نیول کیږي او ځینې اعدامیږي چې په ناپوهۍ او یا د زور له لارې د نشه یې توکو د قاچاق د یوې وسیلې په توګه کارول کیږي.

ورځپاڼه زیاتوي، د تیریزا مۍ حکومت د انسانانو د قاچاق مخنیوی خپل لومړیتوب ګرځولی، خو د بشري حقونو د فعالانو له خولې وايي، بریتانیا نه ده توانیدلې هغه زیان درک کړي چې له هېواده بهر د دوی په ملاتړ داسې کسان نیول کیږي چې د نشه یې توکو د لیږد لپاره له یوه هېواده بل ته بیول کیږي.

بریتانیا پاکستان ته هم د نشه یي توکو سره د مبارزې لپاره مالي مرسته ورکوي.

ورځپاڼه زیاتوي، په پاکستان کې داسې مثالونه شته چې د نشه یي توکو د قاچاق په تور ځینې نیول شوي کسان د ورانکارو ډلو له خوا د کورني پور د خلاصولو په بدل کې د نشه یي توکو قاچاق ته اړکړل شوي دي.

د ورځپاڼې په راپور کې ویل شوي، په سعودي کې د نشه یي توکو د قاچاق په جرم په اعدام د محکومو کسانو له پنځو نږدې څلور یې بهرنیان دي او اکثره یې له پاکستان او هند څخه راغلي کارګران دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د روانې میاشتې په لومړۍ لسیزه کې د سعودي په مشرۍ ایتلاف په یمن کې په بمبار سره تر ۱۴۰ ډېر کسان مړه او له ۵۲۵ زیات ټپیان کړل

انډیپنډینټ:

بله بریتانوۍ ورځپاڼې انډیپنډینټ په یوه ځانګړي راپور کې ویلي، بریتانیا سعودي پیلوټان داسې مهال روزي چې پر سعودي په یمن کې د جنګي جرمونو د کولو تور دی.

انډیپنډینټ زیاتوي، له همدې امله د پارلمان ځینې غړو پر حکومت سختې نیوکې کړي دي.

ورځپاڼه وايي، د پارلمان یوه غړي ټام بریک له حکومته غوښتي چې د دغو پیلوټانو روزنه سملاسي پای ته ورسوي او سعودي عربستان ته د وسلو پر صادراتو سخت بندیزونه ولګوي.

* یمن کې پر جنازه د هوایي برید قربانیان له ۱۴۰ ډېر شول

د بریتانیا دفاع وزیر مایکل فالن ویلي، سعودي پیلوټانو ته روزنه ورکول کیږي چې څنګه کولی شي هدف په دقیقه توګه په نښه کړي. ښاغلی فالن زیاتوي دا ډول روزنه د نړیوالو اصولو سره سمه ده .

د انځور حقوق Reuters
Image caption د لیبیا سرت ښار

سنډې ټایمز:

سنډې ټایمز په لیبیا کې د اسلامي دولت ډلې پرضد در وانې جګړې په اړه یوه راپور کې ویلي، په شمالي افریقا کې ددغې ډلې زور مات شوی او د سرت ښار یواځې یوه وړه سیمه یې په واک کې ده .

ورځپاڼه زیاتوي، له اسلامي دولت ډلې سره جنګیدونکي لیبیایان عادي خلک ښکاري او که کله ورته وګورئ نو وبه وايئ، یوه ډله ځوانان دي چې د سیل لپاره راوتلي دي.

ورځپاڼه د پوځي قوماندانانو په حواله زیاتوي، د اسلامي دولت ډلې تر ولکې لاندې سیمه باندې د ملکي وګړو د ژوند خوندي ساتلو لپاره هوايي بریدونه نه کوي.