"په سیند کې ۹۳ مدرسې له ترهګرو سره تړاو لري"

ټربیون:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پاکستان په سیند صوبه کې ۹۳ مدرسې له وسلوالو سره په تړاو تورنې شوې

پاکستانۍ انګلیسي ژبې ورځپاڼه ټربیون وايي، په سیند کې د کره استخباراتي معلوماتو له مخې ۹۳ مدرسیې شته چې د ترهګریزو فعالیتونو سره تړاو لري.

د ورځپاڼې د راپور له مخې، ایالتي لومړي وزیر مراد علي شاه امنیتي ځواکونو ته امر کړی چې د هغو مدرسو په وړاندې اقدام وکړي چې په ترهګریزو فعالیتونو کې ښکیلې دي.

د ایالت په کچه په یوه غونډه کې د مراد علي شاه له قوله ویل شوي، دوی به هیچا ته اجازه ور نه کړي چې د بې ګناه خلکو وینه توی کړي ، له مقدسو او یا مذهبي ځایونو د همدا ډول فعالیتونو لپار کار واخلي.

ورځپاڼه زیاتوي، ټاکل شوې دغه عملیات د عاشورا له څلویښتۍ وروسته پيل شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په دې برید کې ۶۰ پولیس او یو پوځي وژل شوي دي.

هندوستان ټایمز:

هندوستان ټایمز ورځپاڼې په یوه مطلب کې چې سرلیک یې دی د کوټې برید د دولتي کړنلارې د یوې برخې په توګه د ترهګرو د کارولو خطر ښيي، وايي داسې ښکاري، پاکستان فکر کوي چې د روسیې او چین د ملاتړ په لرلو سره د جیوپولیټیک په برخه کې په اصطلاح سپین چکونه په لاس کې لري او اړتیا نه لري چې د دولتي کړنلارې د یوې برخې په توګه د وسلوالو ډلو له کارولو لاس واخلي.

خو لیکوال زیاتوي چې اوس د دغې کړنلارې د بدلولو او یا ترې د لاس په سر کیدو په بدل کې پاکستان ته د امتیاز ورکولو چانسونه ډیر لږ دي.

پاکستانۍ ورځپاڼې ټریبون بیا په یوه مقاله کې پر دې ټینګار کړی چې د ترهګرۍ ټوله ستونزه باید پر پاکستان وانه چول شي ، بلکې د ستونزې د هواري لپاره غوره لار دا ده چې ټول ښکیل هیوادونه په ګډه کار وکړي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption داعش وسلوال په عراق کې

ټایمز:

بریتانوۍ ورځپاڼې ټایمز د بریتانیا د هغه پروګرام په اړه یو راپور خپور کړی چې د سخت دریځۍ د مخنیوي لپاره جوړ شوی، په راپور کې یې د یوه څوارلس کلن پاکستاني توکمه کیسه را اخستې چې څنګه یې له اسلامي دولت ډلې سره د یو ځای کیدو خیال په سر کې و.

وايي دغه هلک ټوپک رسمولو چې د ښوونکي یې ورته پام شو. کله چې له زده کوونکي پوښتنه وشوه چې دا ولې رسموي هغه وویل زه غواړم له اسلامي دولت ډلې سره یو ځای شوم.

کله چې په دې اړه پلټنې وشوې نو معلومه شوه چې پلار به یې د اولادونو په مخ کې د هغوی مور وهله ډبوله ، او له ده یوه مشر هلک به هم دی ویرولو نو هماغه و چې فکر یې وکړ، څنګه زورور شي او بدل واخلي .

په راپور کې ویل شوي، د همدغه حکومتي پروګرام پرمټ ده ته قناعت ورکړل شو او له سخت دریځۍ لاس په سر شو.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په نړۍ کې هره ورځ تر پنځو لکو لمرینې تختې نصبیږي.

فایننشل ټایمز:

بلې بریتانوي ورځپاڼې فایننشل ټایمز د انرژۍ په اړه یو مطلب کې وايي، د انرژۍ د لویې سرچینې په توګه اوس له لمر او باد تر لاسه کیدونکې انرژۍ د ډبرو سکرو ځای نیولی.

ورځپاڼه زیاتوي، تیر کال په اوسط ډول په ټوله نړۍ کې هره ورځ پنځه سوه زره د لمرینې بریښنا تختې نصب شوې دي، چې د ریکارډ تر کچې رسیږي.

په راپور کې ویل شوي، د انرژۍ د نړوالې ادارې د معلوماتو له مخې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۵ کلونو ترمنځ موده کې له باده د ترلاسه کیدونکې انرژۍ لګښت دیرش سلنه کم شوی دی او د لمرینې بریښنا شیشې دوه پردرې برخه راکم شوې دې.