بریتانیا د روسیې له پولو سره سلګونه پوځیان ځای په ځای کوي

ډېلي ټيلیګراف:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption بریتانیا ۸۰۰ سرتېري د روسیې له پولو سره ځای په ځای کوي.

ډېلي ټيلیګراف ورځپاڼه وایي، برېتانیا به تر سړې جګړې وروسته په لومړي ځل سلګونه سرتېري د روسيې پولې ته نږدې ځای پر ځای کوي.

ورځپاڼه وایي دا اته سوه سرتېري به په ټانکونو او زغرګاډو سمبال وي او راتلونکی پسرلی به په ایستونیا کې ځای په ځای کېږي.

په دې بالتیک هېواد کې د روسیې د پوځي تېري په اړه په دې وروستیو کې اندېښنې ډېرې شوي دي.

ورځپاڼه زیاتوي، برېتانوي سرتېري به د ټاپا په پوځي قرارګاه کې شپږ میاشتې تېروي او دا مرکز د روسیې له پولې یوازې سل میله لېرې دی.

ناټو په دې سیمه کې د روسیې د ګواښونو په ځواب کې څلور پوځي فرقې ګماري.

دا په داسې حال کې ده چې لومړۍ وزیرې ټېرېزا مئ ویلي، د سوریې د کړکېچ د حل لپاره باید پر روسیې فشار ډېر شي.

واشنګټن پوسټ

د انځور حقوق د زېرمتون انځور
Image caption د القاعده وسلوال

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د امریکا د دفاع وزارت له قوله په کونړ کې د القاعده د ځایي مشر فاروق القحطاني د وژنې خبره کوي. ورځپاڼه د پنټګان له قوله لیکي چې القحطاني د القاعده ډلې یو مهم مشر و.

د پنټګان په څېر واشنګټن پوسټ ورځپاڼه هم د ده وژنه نه تاییدوي، خو وایي امریکایي چارواکي ډاډه دي چې دی په نښه شوی او په دې تړاو پلټنې روانې دي.

ورځپاڼه زیاتوي؛ القحطاني د امریکا پر ضد د بریدونو پلان جوړاوه او څو ځله یې پر امریکایي سرتېرو بریدونه کړي دي.

ډان:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د کوټې برید چې ۱۶ امنیتي سرتېري پکې مړه او ۱۲۰ نور ټپيان شول

د پاکستان ډان ورځپاڼه لیکي، پاکستاني حکومت تېره ورځ رسماً امریکا ته شکایت کړی چې د هند او افغانستان استخباراتي ادارې په پاکستان کې د ترهګرۍ په پېښو کې ښکېلې دي.

ورځپاڼه لیکي، پاکستاني حکومت په دې شکایت لیک کې د هند اسخباراتي ادارې را او د افغانستان د ملي امنیت اداره یاده کړې او امریکایي چارواکو ته یې ویلي، دا دوه ادارې د ترهګرو ملاتړ کوي او هڅوي یې چې په پاکستان کې اسان او حساس هدفونه په نښه کړي.

د پاکستان د ملي امنیت دفتر په دې اړه یوه اعلامیه کې ویلي، د ملي امنیت سلاکار جنرال ناصر خان جنجوا دغه خبره تېره ورځ په اسلام اباد کې د امریکا سفیر ډيوډ هېل ته وکړه.

ورځپاڼه وایي، په دې کتنه کې په هغه وروستي برید هم خبرې وشوې چې په کوټه کې د پولیسو پر یوه روزنیز مرکز وشو او همدا رنګه په کشمیر کې د هند او پاکستان پر ګډه پوله وروستی تاوتریخوالی هم پکې یاد شو.

هندوستان ټایمز: 

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په جلال اباد کې د هند پر کنسلګرۍ څه ځلې بید شوی دی.

د هند چاپ هندوستان ټایمز ورځپاڼه د افغانستان د ملي امنیت د ادارې له قوله لیکي، تېره ورځ دوه هغه کسان چې غوښتل یې په جلال اباد ښار کې د هند پر قونسلګرۍ برید وکړي د افغان امنیتي کسانو لخوا نیول شوي دي.

ورځپاڼه وایي، له دې کسانو سره هغه مواد هم نیول شوي چې په بمونو جوړولو کې ترې کار اخیستل کېږي.

ورځپاڼه زیاتوي دا کسان په داسې حال کې نیول کېږي چې د هند او پاکستان ترمنځ اړیکي ترینګلي دي.

که له یوې خوا په کشمیر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ګډه پوله حالت تاوجن دی نو بله خوا په کوټه کې د پاکستاني پولیسو پر یوه روزنیز مرکز وروستي برید هم حالت لا پسې تاوجن کړی.

ورځپاڼه وایي په جلال اباد کې د هند پر قونسلګرۍ تر دې وړاندې هم بریدونه شوي.