فایننشل ټایمز: "ټرمپ د نړیوال نظم لپاره ګواښ دی"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ورځپاڼه زیاتوي که ښاغلی ټرمپ خپلې کړې ژمنې عملي کړي نو په اقتصادي برخه کې به یې اغیز له شک پرته د امریکا او د ځینو نورو هېوادونو پر اقتصاد جوت وي.

فایننشل ټایمز

د بریتانیا فایننشل ټایمز لیکلي چې د ډونالډ ټرمپ د نړیوال نظم لپاره یو ګواښ دی. ورځپاڼه زیاتوي که ښاغلی ټرمپ خپلې کړې ژمنې عملي کړي نو په اقتصادي برخه کې به یې اغیز له شک پرته د امریکا او د ځینو نورو هېوادونو پر اقتصاد جوت وي.

واشنګټن پوسټ

ډونلډ ټرمپ د امریکا ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې

ډونالډ ټرمپ: اوس د یو موټی کېدو وخت دی

واشنګټن پوسټ امریکايي ورځپاڼې د دې سرلیک لاندې چې هر امریکایی څنګه کولی شو ان د ټرمپ په مشرۍ امریکا متحده وساتو لیکلي چې موږ باید هیله من اوسو خو داسې باید ونه وایو چې دا ډوله هیله لرل څومره واقع بینانه ده.

خو ورځپاڼه زیاتوي چې دا هیله نا ممکنه ده او ټول امریکایان کولی شي چې په ګډه ددې هدف لپاره کار وکړي چې امریکا د ټولو لپاره او امریکا د یوه لوی زړه لرونکي هېواد په توګه رامنځته کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ولسمشر په توګه د ټرمپ ټاکل کېدل د نړیوالو ورځپاڼو د سر ټکي شول

ورځپاڼه زیاتوي که امریکایان هر ډول فکر کوي ، که رنګ یې هر ډول وي نو ټول باید ووايي چې هو همدا زموږ د ټولو هېواد دی.

The people

د چین The people ورځپانې په یوه تحلیلي مطلب کې ویلي چې د امریکا د ولسمشر په توګه د ډونلډ ټرمپ ټاکل کېدل به چین پر اقتصاد اغېز ولري خو ښايي دا اغېز بد نه وي.

ورځپاڼه زیاتوي چې ښاغلی ټرمپ به خپله هغه له ملنډو ډکه ادعا عملي نه کړي چې ویلي یې و پر چیني وارداتو به ۴۵ سلنه ګمرکي تعرفه وضع کړي او یا دا ادعا چې له چین سره به پر اقتصادي تړونونه له سره غور وکړي او یایې لغوه کړي.

هېلیري کلنټن: ټاکنو کې ماتې ډېره ځورونکې ده

ځکه د ورځپاڼې په وینا په دې کار سره ټرمپ هغه ژمنه نه شي پوره کولی چې ویلي و خلکو ته به کاري زمینې پيدا کړي.

دیپلومات

دیپلومات خپرونه ددې سرلیک لاندې چې دامریکا د ولسمشر په توګه د ډونلډ ټرمپ د پاکستان لپاره په څه معنی دی، په یوه مطلب کې د پاکستان په اړه د ښاغلي ټرمپ مخکنیو څرګندونو ته اشاره کړې.

مطلب یې په دې پای ته رسیدلی چې پاکستان له کلک غبرګون پرته دې نه دی حاضر چې د وسله والو له ملاتړه لاس واخلي، د مطلب لیکوال زیاتوي چې یواځې ددې وینا پر اساس چې کږه خوله په سوک سمیږي بله لاره نشته.

بیا زیاتوي چې له وسله والو د لاس اخیستلو ګټه تر ټولو ډیره په خپله پاکستان ته رسیږي.

العرب

د انځور حقوق AFP
Image caption ډان پاکستانۍ ورځپاڼې ټرمپ لیونی بللی او هغه ډیر د امریکا له مخکني ولسمشر جورج بوش څخه هم خطرناک بللی.

د قطر العرب ورځپاڼې د ټرمپ بریالیتوب په سیاسي ډګر کې بې سارې زلزله بللې ده او له لندنه چاپیدونکې ورځپاڼې الراي بیا په یو مطلب کې ویلي خلکو ځکه ټرمپ ته رایه ورکړه چې مخکښو سیاستوال د عادي خلکو غوښتنې او ژوند له پامه غورځولی و.

ټرمپ ته د نړیوالو مشرانو مبارکۍ

ډان

ډان پاکستانۍ ورځپاڼې ټرمپ لیونی بللی او هغه ډیر د امریکا له مخکني ولسمشر جورج بوش څخه هم خطرناک بللی. په دغه مطلب کې د بوش ناسمو کړنو ته اشاره شوې او بیا ویل شوي چې د نامناسبو کسانو په لاس کې واک څومره خطرناک کیدلی شي.