ګارډین: د فرانسې "ځنګل کمپ" نه لېږدول شوي کډوال ماشومان کار ته اړ کړل شوي

گارډين:

د انځور حقوق Reuters
Image caption د کاله په جنګل پنډغالي کې زرګونه کډوال اوسېدل چې څو اونۍ وړاندې د فرانسې حکومت نورو سیمو ته ولېږدول

بريتانيا چاپه گارډين ورځپاڼه وايي يو شمېر هغو کډوالو ماشومانو چې د کالې بندري ښار له "ځنګل" کمپ نه د فرانسې په لر اوبر کې خوندي ځايونو ته لېږدول شوي، شکايت کړى چې په زوره کار کولو ته اړل کړل شوي دي.

په حکومتي خوندي ځايونو کې له دغو ماشومانو سره د حقوقي وکيلانو مرکو په ترڅ کې څرگنده شوې چې دوى ته د کار په بدل کې پيسې هم نه دي ورکړل شوي.

دوى وايي اړ کړل شوي چې له بڼونو مڼې راټولې کړي.

د دوى انگېرنه دا وه که له دغو حکمونو ډه ډه وکړي نو په بريتانيا کې د پناه غوښتنې قضيې ته به يې زيان واوړي.

د يو شمېر نورو دغو کډوالو ماشومانو په وينا خوندي ځايونو ته له لېږدېدو وروسته ورته پاکې جامې هم نه دي ورکړل شوي.

خو بيا ٣٩ سلنه نور يې وايي کډوالو لپاره په جوړو شويو دغو نويو آسانتياو کې ځانونه خوندي احساسوي.

اکسپرېس ټريبيون:

د انځور حقوق Aisa
Image caption د 'ټاپي' په نوم د ګازو نل لیکې پروژه د ۲۰۱۵ کال په ډسمبر کې رسماً په ترکمنستان کې پرانیستل شوه

د پاکستان چاپ اکسپرېس ټريبيون ورځپاڼه په خپله نننۍ گڼه کې وايي؛ د آسيا پراختيايي بانک د "ټاپي" غازو نل ليکې پروژې مالي سمبالښت لپاره د يوميليارډ ډالرو پور وړانديز کړى.

دا معلومات د پټروليم او طبيعي سرچينو وزارت يوۀ چارواکي دغې ورځپاڼې ته ورکړي.

دغه چارواکي ويلي د آسيا پراختيايي بانک د ټاپي پروژې په چارو کې د سلارکارۍ دنده پرغاړه درلوده، نو له دې امله يې په پيل کې د پروژې له مالي سمبالښته ډه ډه کړې وه.

خو اوس چې يې دنده ختمه شوې نو د پور ورکړې وړانديز يې کړى.

د ورځپاڼې په وينا بل لوري ته اسلامي پراختيايي بانک د ټاپي پروژې لپاره د ٥٠٠ ميليون ډالرو پور وړانديز کړى.

ټاپي نل ليکه به له ترکمنستانه افغانستان، پاکستان او هندوستان ته غاز لېږدوي.

ورځپاڼې د يوۀ چارواکي له خولې چې نوم يې نه دى په ډاگه شوى ليکلي؛ "دا په سيمه کې د انرژۍ داسې يوه بنسټيزه پروژه ده چې د دغو هېوادونو ترمنځ پر يوه بل د تکيه کېدو له امله ترينگلتيا په کمولو کې مرسته کوي."

هندوستان ټايمز:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان په تړاو د اسیا زړه هېوادونو تېره ناسته په ۲۰۱۵ کال کې په اسلام اباد کې ترسره شوې وه

هندۍ ورځپاڼه هندوستان ټايمز وايي؛ "امرتسر" ښار به د ډسمبر له درېمې نېټې د آسيا د زړه هېوادونو دوه ورځني کنفرانس کوربه وي.

دا د افغانستان په تړاو د آسيا د زړه- استانبول بهير شپږمه غونډه ده چې د څه د پاسه ٤٠ هېوادونو بهرنيو چارو وزيران، نوموتي شخصيتونه او نړېوالې ادارې په کې گډون وکړي.

د آسيا زړه هېوادونو په ځانگړې توگه افغانستان کې د ترهگرۍ له امله ولاړه شوې ننگونه به د غونډې د خبرو اترو کليدي موضوع وي.