واشنگټن پوسټ: سوریه کې وژل شوی القاعده مشر افغانستان کې هم جنګېدلی

واشنگټن پوسټ:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف یوه بم غورځونکې او بله هم ډرون الوتکه د سوریې په اسمان کې.

امريکا چاپ واشنگټن پوسټ ورځپانې په سوريه کې د القاعده د لوړ پوړي چارواکي ابو افغان المصري د وژنې په تړاو مطلب خپور کړى چې وايي المصري کلونه پخوا په افغانستان کې له القاعدې سره يوځاى شو.

د ورځپاڼې په وينا نوموړي په افغانستان کې د امريکايي او نورو اېتلافي ځواکونو په وړاندې بريدونو کې هم لاس درلود.

المصري د نومبر پر ١٨ نېټه د بې پيلوټې الوتکې په بريد کې ووژل شو.

هرالډ:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پاکستان د پوځ مشر په راتلوکو ورځو کې له دندې ګوښه کېږي.

پاکستان چاپ هرالډ ورځپاڼې په يوه اوږده تحليلي مطلب يا شننه کې د پاکستاني پوځ تلونکي مشر راحيل شريف د گرانښت لاملونه په ګو ته کړي.

ورځپاڼه د "هغه مشر چې کېداى شواى پاچا شي" تر سرليک لاندې ليکلي:

راحيل شريف د خپل سلف اشفاق کياني په څېر هغه څه کول خپل مسوليت باله چې د ده په اند سم و، پرته له دې چې له اساسي قانون سره سمون او يا ډیموکراټيکو معيارونو ته يې پام وکړي.

ورځپاڼه وايي، اوسنيو شرايطو ته په پام چې د نا امنۍ، ترهگرۍ او فساد کچه لوړه او له سياستوالو هم په عمومي توگه خلک ناهيلي شوي، نو په دې پوهېدل نه دي گران چې د نوموړي د گرانښت کچه ولې لوړه وه.

وال ستريټ ژورنال:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption مټ رامني په تېرو ټاکنو کې د جمهوریپالو نوماند و، خو ډونالډ ټرمپ ډېرې رایې وګټلې.

وال ستريټ ژورنال د امريکا د بهرنيو چارو وزارت لپاره پر نوماندانو روان غور ته کتنه کړې.

ورځپاڼه وايي، نوى ټاکل شوى ولسمشر ډونلد ټرمپ د امريکا د بهرنيو چارو د نوي وزير په توگه د مټ رامني گومارنې ته ليوال دى.

خو ښاغلي ټرمپ ته نږدې سرچينو ورځپاڼې ته ويلي چې په دې برخه کې د سلاکارانو مخالفت يې دا چاره ځنډولې ده.

د دغو سرچينو په وينا، د ښاغلي ټرمپ سلاکاران د دې دندې لپاره د نيويارک د پخواني ښاروال "رودولف جولياني" د گومارنې سلا ورکوي.

ډان:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په امریکا کې مسلمانانو د ترهګرۍ غندلو لپاره مظاهره کړې ده.

پاکستان چاپ ډان ورځپاڼې يو شمېر هغو پوښتنو ته کتنه کړې چې په امريکا کې مسلمانان ورسره مخامخ شوي او تر ټولو ډېرې احمقانه پوښتنې بلل شوې دي.

په ورځپاڼه کې راغلې ځينې پوښتنې په دې ډول دي:

مسلمان څه ته وايي؟

ايا تاسو د سپوږمۍ عبادت کوئ؟

ايا داسې پلان لرئ چې يو ځاى کې چاودنه وکړئ؟

ايا مسلمانان هم ترهگري غندي؟

تاسو ولې داسې ياست؟

او نور ډېر.

ورځپاڼې د يوې ويډيو له لارې د دغو پوښتنو د ځوابولو هڅه کړې چې په دې توگه خلک د اسلام په تړاو پوهاوى پيدا کړي.