هندوستان ټایمز: د هند پوځیانو ته د مرمۍ ضد واسکټونو اړتیا ده

هندوستان ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images

هندوستان ټایمز ورځپاڼې د دغه هېواد پوځیانو ته د مرمۍ ضد واسکټونو د اړتیا په اړه په یوه راپور کې د دغه هېواد د فاع وزیر منوهر پارکر په حواله ویلي؛ دغه ډول واسکټونو ته ډیره اړتیا ده او تر اوسه پنځوس زره تولید شوي دي.

ورځپاڼه په داسې وخت کې په ښو وسایلو او وسلو د هندي پوځ د سمبالولو ستاینه کوي چې د هند او پاکستان ترمنځ د ورځپاڼې په وینا تاوتریخوالی ورځ تربلې زیاتیږي.

ډیپلومات:

د انځور حقوق Getty Images

ډیپلومات مجلې په یوه مطلب کې چې سرلیک یې دی، "که د امریکا نوی ولسمشر په افغانستان آرامي غواړي نو باید له ایران سره جوړ جاړی وکړي" وايي؛ ډونالډ ټرمپ باید تیرو تېروتنو ته په پام سره له ا یران سره د افغانستان د ثبات لپاره یوه لاره ونیسي او امریکا باید دې ته پام وکړي چې په وچه ایسار هېواد افغانستان یواځې هغه مهال پرمختګ کولی شي چې له ګاونډیو هېوادونو سره ښې اقتصادي اړیکې ولري.

ډان:

د انځور حقوق EPA

د پاکستان انګلیسي ژبې ورځپاڼې ډان د دغه هېواد د پوځ د مشر راحیل شریف په اړه د لومړي وزیر نواز شریف څرګندونې خپرې کړي چې د هغه ستاینه یې کړې ده.

د راحیل شریف د درناوي لپاره په جوړه شوې غونډه کې ښاغلي شریف ویلي؛ هغه د ډیر کار په کولو د پوځ تر ټولو غوره مشر و او د بهرنیو ګواښونو او ترهګرۍ په وړاندې یې د هېواد ساتنه کړې ده. د راحیل شریف د کار موده په پای ته ورسیده.

ګارډین:

ګارډین بریتانوۍ ورځپاڼې د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر ټوني بلیر څرګندونې خپرې کړې چې ویلي دي که بریتانویان وغواړي نو کولی شي چې له اروپايي ټولنې د وتلو پریکړه بدله کړي.

ښاغلي بلیر چې تازه بیا د سیاست ډګر ته راوتلی وايي له ده سره د بریتانیا په سیاسي ډګر ډیرې بدبینۍ شته.

ښاغلی بلیر چې له اروپايي ټولنې د بریتانیا د وتلو مخالف دی زیاتوي چې که بریتانیا د اروپا له ګډ بازاره بهر پاتې شي نو ښايي ډیر لوی اقتصادي زیان ورته ورسیږي او د هېواد د اقتصاد بیا په پښو درول ښايی څو کاله او یا ښايی یوه لسیزه وخت ته اړتیا ولري.

الخلیج:

د اماراتو الخلیج ورځپاڼې په نړۍ کې د ثبات په اړه په یوه مطلب کې ویلي چې په نړیوال تړونونه او سازمانونه په نړۍ کې د سولې لپاره اړتیاوې نه شي پوره کولی او په کار ده چې د ملګرو ملتونو رول ته لا ډیر پام وشي، د هېوادونو ترمنځ همغږي زیاته او نړیوالو قوانینو کې تعدیلونو ته اړتیا ده.