واشنګټن پوسټ: د بګرام اډې افغان کارکوونکو بیاارزونه کېږي

واشنګټن پوست:

د انځور حقوق AP

د امريکا چاپ واشنګټن پوست ورځپاڼې د يوۀ امريکايي سرتيري مړينې ته په اشاره چې د بګرام پر هوايي اډه شوي وروستي ځانمرګي بريد کې ټپي شوی و، افغانستان کې پر امريکايي اډو بريدونو ته کتنه کړې.

ياد امريکايي سرتيرى چې تېره ورځ مړ شو "الن اي برون" نومېږي او نهم امريکايى سرتيرى دى چې سږ کال په افغانستان کې وژل کېږي.

ورځپاڼې په افغانستان کې د ناټو مشر قومندان جنرال جان نيکولسن وينا را اخيستې چې وايي؛ "وړاندې له دې چې د اډې افغان کارکونکي خپل کار بيا له سره پيل کړي، د دوى ټولو د بيا ارزونې چاره پيل شوې."

ورځپاڼه وايي؛ د بګرام په څېر لويو پوځي اډو امنيت په ټينګه ساتل کېږي. مطلب کې راغلي دا بريدونه کم پېښېږي، خو بې مخينې نه دي.

ورځپاڼه د خوست "چپمن" اډې ته اشاره کوي چې په ٢٠٠٩ م کال کې د امريکا د يوۀ جاسوس له لوري چې القاعدې ته اوښتى و په نښه شو.

ګارډين:

د انځور حقوق Reuters

د ګارډين ورځپاڼې د سعودي عربستان په تړاو د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير بورېس جانسن څرګندونې راخيستې چې وايي؛ سعودي له اسلام دين نه ناوړه ګټه پورته کوي او د منځني ختيځ په لر او بر کې د نيابتي جګړې واګي يې په لاس کې دي.

د ورځپاڼې په وينا د ښاغلي جانسن څرګندونې د بهرنيو چارو وزارت له هغو اوږد مهالو اصولو سره په ټکر کې دي چې وايي د بريتانيا پر يوه متحد هېواد دې په ډاګه نيوکې نه کېږي.

ښاغلي جانسن په روم کې يوې غونډې ته وويل؛ د ايران او سعودي عربستان کړنې د افسوس وړ دي، او په سيمه کې هم د ليد لوري خاوند هېڅ داسې مشرتابه نشته چې د سنيانو او شيعه ګانو ترمنځ د شته واټن له منځه وړلو هڅه وکړي.

ورځپاڼه د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير په وينا ليکلي؛ دا سياستوال دي چې دين خپلو موخو لپاره کاروي، نو ځکه ايران او سعودي په نيابتي جګړو لاس پورې کوي.

نيويارک ټايمز:

د انځور حقوق AFP

امريکا چاپې نيويارک ټايمز ورځپاڼې د اسراييلو او فلسطينيانو ترمنځ د شخړې توندولو په برخه کې د فېسبوک ونډې ته کتنه کړې.

ورځپاڼه وايي؛ په اسراييلو کې د وروستۍ اورلګېدنې پر مهال پر فېسبوک د ځينو فلسطينيانو له دريځه څرګنده شوه چې د اسراييليانو او فلسطينيانو ترمنځ توپيرونه څومره ژور دي.

ورځپاڼې د ابودابس په نامه د يوۀ فلسطيني فېسبوک کارونکي بيلګه را اخيستې چې اورلګېدنه يې د فلسطينيانو د پاڅون او يا انتفاضې اور بللى و.

نوموړى د تاوتريخوالي پارونې په تور د اسراييلو له لوري نيول شوى و خو وروسته له څو ورځو پرېښوول شو.