ډان: یهودان ترټولو ډېرې او مسلمانان ترټولو کمې رسمي زده کړې کوي

ډان:

اسلام زده کړې د انځور حقوق Getty Images

د پاکستان چاپ ډان ورځپاڼې د "دين او زده کړې" په نامه يوې نوې څېړنې ته کتنه کړې چې وايي يهودان تر ټولو ډېر او مسلمانان تر ټول کمې رسمي زده کړې کوي.

د "پيو" نړېوالې څېړنېزې ادارې د څېړنې پايلي څرگندوي چې يهودان په منځنۍ کچه نژدې ١٣ نيم کاله رسمي زده کړې کوي.

عيسويان څه دپاسه ٩ کاله، بودايان نژدې ٨ کاله خو مسلمانان بيا يواځې څه د پاسه ٥ نيم کاله پر رسمي زدکړو تېروي.

د "پيو" د څېړنې پر بنسټ يهودان اوسمهال د نورو دينونو د لارويانو په پرتله تر ټولو ډېر لوړې زده کړې لري.

واشنگټن پوسټ:

د انځور حقوق AFP

د امريکا چاپ واشنگټن پوسټ ورځپاڼې پر ايران د امريکا د بنديزونو مودې غځېدا په تړاو شننه خپره کړې.

ورځپاڼه وايي که څه هم ولسمشر اوباما د کانگرس له لوري منل شوې لايحه نه ده لاسليک کړې او داسې برېښي چې سپينه ماڼۍ له دغه گام سره مخالفه ده، خو د واشنگټن پوسټ په وينا د کانگرس له لوري شوې دغې پرېکړې د تهران نيوکې را پارولې دي.

د ورځپاڼې په وينا، ايران په دې باور ده چې د نويو بنديزونو نه پلي کېدل د شوې اټومي هوکړې برخه ده او د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري د ايران د ډاډگيرنې هڅه کړې چې امريکا به پر خپلو کړو ژمنو ولاړه وي.

خو د واشنگټن پوسټ په باور د ډونلد ټرمپ له لوړې کولو وروسته ښايي د ښاغلي کېري دا ژمنه ډېره معنا ونلري، ځکه دا شونې ده چې د امريکا نوې اداره د ايران پروړاندې توند دريځ خپل کړي.

گارډين:

د انځور حقوق Getty Images

د بريتانيا چاپ گارډين ورځپاڼې له اروپايي ټولنې د افغان کډوالو د اېستلو وروستۍ څپې ته کتنه کړې او ویلي یې دي چې تېره اوونۍ لسگونه کډوال له جرمني، سويډن او ناروې نه بېرته افغانستان ته واستول شول.

دا چاره د هغې ناندريزې هوکړې له مخې ترسره شوې چې اروپايي ټولنې ته د هغو بې شمېرو افغانانو د شړلو اجازه ورکوي، چې د پناه غوښتنليکونه يې نه وي منل شوي.

ورځپاڼه تېره ورځ له جرمني افغانستان ته د ٣٤ کډوالو د بېرته ستنولو قضيې ته اشاره کوي او همداراز وايي، د تېرې اوونۍ په اوږدو کې ١٣ کسان له سويډون او نهه تنه نور له ناروې هم په زوره افغانستان ته لېږل شوي دي.

ورځپاڼه ليکي؛ جرمني پلان لري چې شاه وخوا ١٢٥٠٠ افغان کډوال بېرته خپل ټاټوبي ته ستانه کړي او بله ډله به يې د راتلونکې جنورۍ مياشتې په لومړيو کې افغانستان ته ولېږله شي.

گارډين زياتوي چې ناروې هم د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لړۍ گړندۍ کړې ده.