هندوستان ټایمز: هند تر سعودي وروسته د وسلو ستر واردوونکی هېواد دی

هندوستان ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images

هندوستان ټایمز په یوه راپور کې وايي چې د مخ پر ودې هېوادونو په کتار کې له سعودي عربستان وروسته هند د وسلو دویم ستر واردوونکو هيواد دی.

ورځپاڼې په دې اړه یوه راپور کې ویلي چې له ۲۰۰۸ کال تر ۲۰۱۵ کال پورې سعودي عربستان د وسلو په رانیولو درې نوي نیم ملیارده ډالره لګولي او هند په همدې موده کې د ۳۴ ملیارده ډالرو په ارزښت وسله پېرلې ده.

د ورځپاڼې په وینا، دا په دې معنا ده چې هند د خپلو وسله والو ځواکونو د عصري کولو لپاره هڅې زیاتې کړي دي.

په راپور کې ویل شوي چې هند له روسیې د وسلو په رانیولو کې کمی راوستی نو ځکه اوس روسیه د خپلو وسلږ د پلورلو لپاره د نورو رانیوونکو په لټه کې ده.

واشنګټن پوسټ:

د انځور حقوق Getty Images

امریکايۍ ورځپاڼه واشنګټن پوسټ لیکي چې متحده ایالتونو د هغو اقداماتو په اړه خپله پریکړه کړې چې د تیرو ولسمشریزو ټاکنو په بهیر کې د روسیې د لاسوهنې په غبرګون کې یې باید ترسره کړي.

ورځپاڼه زیاتوي؛ د بارک اوباما اداره به دغه اقدامات چې اقتصادي بندیزونه او ډيپلوماتیک فشار په کې شامل دی، ډیر ژر په ډاګه کړي.

ورځپاڼه د چارواکو په حواله لیکي چې ښايي په دې اقداماتو کې سِري کارونه چې ښايي سایبري عملیات به وي هم ترسره شي. واشګنټن پوست زیاتوي چې ښايي په دې اړه شوې پریکړه روانه اوۍ په ډاګه شي.

ګارډین:

د انځور حقوق Getty Images

بریتانوۍ ورځپاڼه ګارډین لیکي په پام کې ده سپینې ماڼۍ ته د نوي ټاکل شوي ولسمشر له راتګه وړاندې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په منځني ختیځ کې د سولې په تړاو د امریکا دولت د کړنلارې اساسي ټکي په ډاګه کړي.

ورځپاڼه زیاتوي جان کیري به داسې مهال د دوو دولتونو پر حل لاره ټینګار وکړي چې د امریکا او اسراییلو اړیکي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د وروستي پریکړه لیک له امله خرابې شوي دي.

ایکسپرس ټریبیون:

د انځور حقوق Getty Images

پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپرس ټریبیون ورځپاڼې د حزب اسلامي د سیاسي څانګې مشر غیرت بهیر سره ځانګړې مرکه کړې او د هغه له خولې یې لیکلي؛ پاکستان د حزب اسلامي او د افغانستان د دولت ترمنځ د سولې د خبرو نه ملاتړ کړی او نه یې هم مخالفت.

بهیر دغې ورځپاڼې ته ویلي، د پاکستان له اړخه د افغانستان له حکومت سره د خبرو ممانعت نه دی شوی.

ورځپاڼې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په اړه د ښاغلي بهیر دا خبره راخیستې چې د دواړو هېوادونو مشران دې یو د بل پرضد له څرګندونو ډډه وکړي "ځکه په دې سره باور زیاتیدای شي."

الریاض:

د انځور حقوق Getty Images

الریاض عربي ژبې ورځپاڼې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د وروستي پریکړې په اړه یوه مطلب کې لیکلي چې د امریکا د نوي ولسمشر په راتګ سره به د اسراییل او امریکا ترمنځ اړیکي ډیرې ښې وي.

ورځپاڼه زیاتوي د دغې پریکړې وروسته د اسلامي او عربي نړۍ دریځ دا وښودله چې د فلسطین مساله لا هم د مسلمانانو او عربي هيوادونو لپاره ځانګړی ارزښت لري او راتلونکی پړاو کې اړتیا ده چې فلسطینیانو ته د هغوق د حق په ورکولو کې لا ډیرې هڅې وشي.