نیویارک ټایمز: سربیا کې د کډوالو ټول مرکزونه ډک شوي

نيويارک ټايمز:

سربستان کې کډوال د انځور حقوق Getty Images

د امريکا چاپ نيويارک ټايمز ورځپاڼې په سربستان کې د کډوالو حالت په تړاو د رويټرز يو رپوټ را اخيستى چې وايي؛ په دغه هېواد کې د کډوالو مرکزونه ټول ډک شوي او نويو کډوالو لپاره کټونه نه دي پاتې.

مطلب زیاتوي؛ لږ تر لږه ٧٠٠٠ کډوال چې ډېرى يې د افغانستان، عراق او سوریې دي، له دې امله په سربستان کې ايسار پاتې دي چې اروپايي ټولنې د کډوالو پر مخ له دغه هېواد سره خپله گډه پوله تړلې ده.

په سربستان کې د ايسار پاتې شویو کډوالو نيمايي بې سرپرسته ماشومان دي.

د مطلب ليکوال زياتوي؛ سربستان له اقتصادي او فرهنگي پلوه د دغو کډوالو د ساتنې جوگه نه دى.

مرستندويې ټولنې وايي؛ اوس هم هره ورځ څه دپاسه ١٠٠ کډوال سربستان ته ورننوځي خو بيا په ورځ کې يواځې شلو تنو ته هنگري ته د وراوښتو اجازه ورکول کېږي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره (يو ان اچ سي آر) وايي؛ سربستان يواځې د ٦٠٠٠ کسانو ساتنې لپاره ځايونه برابر کړي و او اوس نه ده معلومه چې نورې آسانتياوې به برابرې کړي او که نه.

واشنگټن پوسټ:

د انځور حقوق Getty Images

واشنګټن پوسټ د روسيې پروړاندې د امريکا نويو بنديزونو او ٣٥ ديپلوماتانو اېستنې ته په اشاره وايي؛ په تېرو دېرشو کلونو کې د امريکا او روسيې په اړيکو دې ته ورته ډېرې پېښې مخې ته راغلې دي.

ورځپاڼې په دې لړ کې په ١٩٧٩ میلادي کال کې په روسيه کې المپيک لوبو سره د جيمي کارتر د ادارې پرېکون ته اشاره کړې چې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د تېري په غبرگون کې وشو.

ورځپاڼه همداراز وايي چې په ١٩٨٦ میلادي کال کې د رونالډ ريگن ادارې د شوروي اتحاد ٥٥ ديپلوماتان د جاسوسۍ د ادعاو له امله وشړل.

له دې وړاندې په ملگرو ملتونو کې د روسيې د ماموريت ٢٥ ديپلوماتان هم ايستل شوي و.

ورځپاڼه وايي؛ د وروستي اقدام ارزښت په دې کې دى چې په امريکا کې د واک لېږد پر مهال کېږي.

انډېپنډنټ:

د انځور حقوق Getty Images

د بريتانيا انډېپنډنټ ورځپاڼه لیکي؛ د نوبل جايزې څه د پاسه شلو گټونکو په برما کې له روهينگيا مسلمانو لږکيو سره د کېدونکي چلند له امله پر انگ سان سوچي نيوکې کړي.

د نوبل جايزې دغو گټونکو د ملگرو ملتونو امنيت شورا ته لېږلي يوۀ پرانيستي ليک کې ويلي چې آغلې سوچي د برما د دغه لږکي وژنې او پروړاندې يې د روانو بشري جنايتونو د مخنيوي لپاره کافي څه نه دي کړي.

نيوکه کونکو خبردارى ورکړى چې په دې قضيه کې د هغو پېښو نښې نښانې تر سترگو کېږي چې په دارفور، روندا او بوسنيا کې پېښې شوې.