نیویارک ټایمز: یو امریکایی وګړی افغانستان کې تري تم دی

نيويارک ټايمز:

امریکا بیرغ د انځور حقوق Getty Images

نيويارک ټايمز په افغانستان کې د يوۀ امريکايي وگړي تري تم کېدو موضوع ته کتنه کړې.

پاول اوربي له دوو کلونو راهيسې په افغانستان کې ورک دى، او اوس يې مېرمن وايي چې تښتول شوى دى.

جېن لارسن ويلي؛ خاوند يې د ٢٠١٤ م کال په مې مياشت کې هغه مهال وتښتول شو چې د حقاني شبکې مشر سراج الدين حقاني سره يې د مرکې هڅه کوله.

آغلې لارسن نيويارک ټايمز ته يوه وينا پاڼه استولې خو له مرکې يې ډډه کړې.

نوموړې په دې باور ده چې ميړه يې له حقاني شبکې سره دى او له برمته کونکو يې غوښتي چې پر مېړه يې رحم وکړي. د پاول اوربي مېرمن زياتوي چې خاوند له يرغمل کېدو وړاندې يوه مياشت په کابل او بله په خوست کې تېره کړې وه.

نوموړى د افغانستان په تړاو د مطالبو ليکلو لپاره اته ځله افغانستان ته تللى او د "سپېڅلې وينې" په نامه يې پر افغانستان د شوروي ځواکونو د بريد په تړاو يو کتاب هم ليکلى.

ورځپاڼه وايي؛ حقاني ډلې د کيون کېنگ په نامه يو بل ٦٠ کلن امريکايي هم تېر کال له کابله يرغمل کړى او يوه کاناډايۍ او امريکايۍ جوړه او د هغوى دوه ماشومان يې هم په ولکه کې دي.

واشنگټن پوسټ:

د انځور حقوق Getty Images

دغې امريکایۍ ورځپاڼې له گوانتانامو زندانه د څلورو يمني وگړو خوشې کېدل مهم بللي او وايي؛ دا د بنديانو وروستۍ جوپه ده چې د ولسمشر اوباما د واکمنۍ پر مهال له دغه زندانه پرېښوول کېږي.

ورځپاڼه زياتوي چې نوى ټاکل شوى ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د خپلې دندې له پيلولو سره سم دا بهير وځنډوي.

ورځپاڼه وايي؛ ولسمشر اوباما د گوانتانامو په ټاپو کې د دغه زندان بشپړ تړلو په هڅه کې پاتې راغى، خو د زندانيانو شمېر یې په پام وړ کچه راټيټ کړ.

په گوانتانامو کې د شته بنديانو شمېر ٥٥ ښوول شوى او د ولسمشر بوش واکمنۍ پر مهال هلته ٧٠٠ کسان زنداني شوي وو.

گارډين:

د انځور حقوق Getty Images

د بريتانيا گارډين ورځپاڼې ليکلي چې د بريتانيا پوځ "لېزر وړانگه لرونکې" وسلې ته يو گام بل ور نژدې شوی.

ورځپاڼه وايي؛ د دغه هېواد دفاع وزارت له يوۀ شرکت سره د ٣٠ میلیونو پونډو په ارزښت تړون لاسليک کړى چې لېزر وړانگه لرونکې وسله جوړه کړي.

دوى غواړي وگوري چې آيا د لېزر وړانگه کولاى شي ډرون، توغندي او ځينې نورې پوځي موخې له منځه يوسي او که څنگه.

بريتانيا غواړي سمندري ځواکونه يې تر ٢٠٢٠م او هوايي ځواکونه يې تر ٢٠٣٠ میلادي کال پورې د دغه راز وسلو د کارولو وړتيا ولري.