نیویارک ټایمز: د حکومت ژمنې خلاف افغانستان کې لا هم د بکارت ازمایښت کېږي

نیویارک ټایمز:

ښځينه زندان د انځور حقوق Getty Images

له امریکا نه خپرېدونکې ورځپاڼه نیویارک ټایمز په یوه راپور کې لیکلي: سره له دي چي افغانستان کې د بکارت ازمایښت د حکومت لخوا منع شوی، خو بیا هم حکومتي چارواکي په داسې حالاتو کې چې یوه پېغله په زنا تورنه وي، نو د حقیقت معلومولو لپاره نجلۍ اړ کوي چې د بکارت ازمایښت ترسره کړي.

ورځپاڼه په دې تړاو یوې پېښې ته اشاره کوي چې کابل کې یوه پېغله نجلۍ په زنا تورنه شوې وه او پولیس اړ کړه چې د بکارت پردې ازمایښت ترسره کړي ترڅو څرګنده شي چې زنا یې کړی او که نه.

دا داسې مهال رامنځته کېږي چې د ورځپاڼې په وینا دوه میاشتې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني د بشري حقونو له فعالانو سره ژمنه وکړه چې عدلي طب به د بکارت ازمایښت د یوه قانوني بهیر په توګه لغوه کوي، خو لا هم دا کار کېږي.

نیویارک ټایمز لیکي؛ د تېر ۲۰۱۶ کال په لومړۍ نیمایي کې یوازې د کابل عدلي طب روغتون کې د بکارت ۴۲ ازمایښتونه شوي و او د ټول افغانستان په کچه یې د شمېرې معلومول ګران کار دی.

ورځپاڼې د افغانستان له ولسمشرۍ ماڼۍ ته توضېح غوښتې او د ښاغلي غني دفتر په ځواب کې ویلي؛ د بکارت ازمایښت لغوه شوی خو بیا هم دا یوه اوږده پروسه ده چې د قانوني ادارو په تېره بیا پولیسو لخوا په ناسمه توګه کارول کېده. په وینا ک ې لیکل شوي چې دولت غواړي ددغه کار مخه ونیسي.

هندوستان تایمز:

د انځور حقوق Getty Images

د هندوستان تایمز ورځپاڼه په یوه مطلب کې لیکي چې د ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر له دې سازمان نه غوښتي چې هند پرېنږدي پاکستان کې لاسوهنه وکړي او له هغو فعالیتونو ډډه وکړي چې هدف یې د پاکستان په ادعا ددې هېواد بې ثباته کول دي.

ورځپاڼه زیاتوي؛ د پاکستان سفیرې ملیحه لودي د هند لاسوهنې او ترهګریزو فعالیتونو په اړه یوه دوسیه او ددې هېواد د لومړي وزیر د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز یو لیک د ملګرو ملتونو سرمنشي ته سپارلی.

دوسیه کې د ورځپاڼې په وینا پاکستان کې د هند استخباراتي ادارې د لاسوهنې او په تېره بیا د بلوچستان ایالت په قبایلي سیمو او کراچۍ کې په ترهګریزونو فعالیتونو کې د هند لاس لرلو په اړه شواهد وړاندې شوې دي.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې هم همدغه موضوع سپړلې.

ګارډین:

د انځور حقوق Getty Images

لندن کې خپرېدونکې ګارډین ورځپاڼې د یوه افغان پناه غوښتونکي په هکله یو راپور لیکلی چې چارواکي غواړي له بریتانیا نه وشړي.

د ورځپاڼې په وینا، ۱۳۰۰۰ کسانو یوه عریضه لاسلیک کړې او له چارواکو نه یې غوښتنه کړې چې دغه پناه غوښتونکی بشیر نادري له دې هېواد ونه باسي. بشیر نادري لس کاله وړاندې افغانستان نه بریتانیا ته راغلی او دلته یې پناه غوښتې.

ورځپاڼه زیاتوي؛ دغه ځوان د خپل هېواد په ژبه خبرې هم نشي کولی او هلته هېڅ خپلوان نه لري. د بریتانیا وېلز سیمې د پارلمان څلورو سیاسي ګوندونو سره د انګلستان هېوادپال ګوند د بریتانیا له چارواکو غوښتنه کړې چې دا کډوال بېرته افغانستان ته ونه لېږدوی.

نادري اوس شل کلن دی او له خپلې معشوقې نیکول کوپر سره د وېلز په مرکز کارډیف ښار کې ژوند کوي.

اېکسپرس ټریبیون:

د انځور حقوق Getty Images

د پاکستان اېکسپرس ټریبیون ورځپانه ددې هېواد د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي له قوله لیکي؛ دولت په پام کې نه لري د پوځي محاکمو موده وغځوي.

چوهدري نثار ویلي؛ ترهګریزې قضیې به د ترهګرۍ ضد محاکمو ته استول کېږي او موږ پلان نه لرو چې د پوځي محاکمو موده وغځوو.

ورځپاڼه زیاتوي؛ په دې تړاو تراوسه کومه دولتي بیانیه نه ده خپره شوې.

پاکستان کې پوځي محکمه د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ په ۷مه نېټه رامنځته رامنځته شوه او دا په پېښور کې پر پوځي ښوونځي تر وسله وال برید نژدې درې اونۍ وروسته وه.