نیویارک ټایمز: د رفسنجاني مړینه د ایران سمونپالو ته لوی ګوزار دی

نيويارک ټايمز:

د انځور حقوق Getty Images

نيويارک ټايمز د ايران پخواني ولسمشر علي اکبر هاشمي رفسنجاني مړينه سمونپال غورځنگ لپاره لوى گوزار بللى.

ورځپاڼه وايي؛ د ښاغلي رفسنجاني مړينې له امله چې له امريکا سره د ښو اړيکو پلوى و، د ايران سياسي پوړ له يوۀ نوي ناڅرگند حالت سره مخامخ شوى دى.

د مطلب ليکوال اټکل کوي چې د رفسنجاني په نه شتون کې ښايي د توندلارو دريځ پياوړى او له امريکا سره د ايران د ښو اړيکو ليد لورى تت او کمزورى شي.

هندوستان ټايمز:

د انځور حقوق Getty Images

هندوستان ټايمز فراه ولايت ته د ناټو ٢٠٠ سرتيرو لېږدېدا په تړاو مطلب خپور کړى او وايي دا گام وروسته له هغه پورته شو چې طالبانو په دې وروستيو مياشتو کې د دغه ولايت د مرکزي ښار نيولو هڅه وکړه.

ورځپاڼې هلمند ولايت ته د ٣٠٠ امريکايي سرتيرو استونې او فراه ته د نړېوالو ځواکونو ورتگ پرېکړو ته په اشاره ويلي؛ له دې دا جوتېږي چې بهرني ځواکونه په زياتېدونکې توگه د افغانستان په توندېدونکې جگړه کې بيا ښکېلېږي.

ورځپاڼه وايي فراه ولايت کې ځاى پر ځاى شوي بهرني سرتيري ډېرى ايټالويان دي.

ایکسپرس ټريبيون:

د انځور حقوق Getty Images

پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپرس ټريبيون "مړه سياستوال لا هم د پاکستان ټاکنو کميسيون په نوملړ کې ژوندي دي" تر سرليک لاندې مطلب خپور کړى.

ورځپاڼه وايي؛ د کميسيون په تازه نوملړ کې د گڼو نافعالو او ړنگو شويو گوندونو او ټلوالو ترڅنگ د يو شمېر هغو مخورو سياستوالو نومونه هم شته چې کلونه پخوا مړه شوي دي.

ورځپاڼې د بېلگې په توگه د پاکستان د پخواني ولسمشر فاروق لغاري، اجمل خټک او مصطفى چتويي نومونه ياد کړي چې اوس هم په دغه نوملړ کې د خپلو اړوندو گوندونو مشرانو په توگه ثبت دي.

د پاکستان د ټاکنو کميسيون په نوملړ کې آصف زرداري او بلاول بوټو چې په گډه د پاکستان خلکو گوند مشري کوي، د دوو بېلو گوندونو د مشرانو په توگه ثبت دي.

د ورځپاڼې په وينا د پاکستان د اسلامپالو گوندونو د يوې پخوانې ټلوالې "مجلس متحده عمل" نوم اوس هم په دغه نوم لړ کې تر سترگو کېږي. مجلس متحده عمل کلونه وړاندې په پښتونخوا کې واک ته رسېدلې وه او بيا بېرته ړنگه شوه.