ټایمز: د ناټو سازمان مشري له بریتانیا فرانسې ته لېږدول کېږي

لندن ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images

د بریتانیا لندن ټایمز ورځپاڼه د ناټو سازمان د مشرۍ په اړه یوه مطلب کې لیکي چې د دغه سازمان مشري له بریتانیا فرانسې ته لیږدول کیږي او په دې سره ښايي بریتانیا په دغه سازمان کې له اروپايي ټولنې په وتلو سره د مشرتابه رول له لاسه ورکړي.

ورځپاڼه زیاتوي چې پخوا معمولا د بریتانیا یو پوځي افسر د دغه سازمان دوهمه مهمه څوکۍ اشغالوله، خو اوس یې دغه موقف په خطر کې دی.

ورځپاڼې د پوځي سرچینو په حواله ویلي چې فرانسه ښايي له اروپايي ټولنې د بریتانیا وتل غنیمت وګڼي او هڅه وکړي چې په ناټو سازمان کې خپل موقف لا پسې پیاوړی کړي.

واشنګټن پوسټ:

د انځور حقوق Getty Images

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د تایوان له ولسمشرې سره د سناتور ټېډ کروز او د ټکساس د والي ګریګ ایبټ د لیدلو په اړه په خپله سرمقاله کې د تایوان او امریکا ترمنځ د اړیکو تاریخ ته کتنه کړې.

ورځپاڼه لیکي؛ د تایوان له مشرې ټاسې ییګ وین سره لیدنه به چینایان لا ناخوښه کړي. د تایوان مشره لاتینې امریکا ته پر لاره وه چې په امریکا کې یې د دمې پرمهال له دغو چارواکو سره لیدلي دي.

څه موده وړاندې کله چې د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر د تایوان له مشرې سره ټېلفوني خبرې وکړې، د چین غصه را وپاریدله او پر دې یې اعتراض وکړ. چین تایوان د خپلې خاورې یوه برخه بولي.

ټایمز اف انډیا:

د انځور حقوق Getty Images

هندۍ ورځپاڼه ټایمز اف انډیا لیکي چې د هند د جمهویت ورځې په مناسبت کې په پوځي پریډ کې د متحده عربي اماراتو د پوځیانو په ګډون سره به دا لومړی ځل وي چې د یوه عربي هېواد پوځيان په هند کې په دا ډول یوه پریډ کې برخه اخلي.

ورځپاڼه زیاتوي؛ سږ کال به د متحده عربي اماراتو وليعهد محمد بن زاید آل نهیان چې د دغه هېواد د پوځ مشر هم دی د دغه پوځي پریډ مشر میلمه وي.

ټایمز اف انډیا لیکلي؛ د محمد زاید راتګ به د ستراتیژیکو اړیکو کچې ته د اوسنیو اړیکو د لوړولو لپاره یو ښه فرصت وي.

دواړه هېوادونه په پام کې لري چې د روانې جنورۍ میاشتې په شلمه ستراتیژیکې خبرې اترې پیل کړي. متحده عربي اماراتو پخوا د پاکستان نژدې متحد بلل کیده خو اوس یې له هند سره اړیکې پراخه کړي او له پاکستان سره یې هغه پخوانۍ تودې اړیکې نشته.

ډان:

د انځور حقوق Getty Images

پاکستانۍ انګلیسي ژبې ورځپاڼې ډان په دغه هېواد کې د پوځي محاکمو د فعالولو په اړه یوه مطلب کې لیکلي چې د پوځي او سیاسي مشرانو په یوه غونډه کې چې مشري یې نواز شریف کوله د دغو محکمو د فعالولو پریکړه وشوه، خو اړینه وبلل شوه چې د قانوني تعدیلونو لپاره باید پارلمان ته مراجعه وشي او د هغې مودې لپاره پوځي محکمې فعالیت وکړي چې سیاسي اجماع یې ایجابوي.