ډان: پاکستان پخپله د اشرف غني د پرانیستو دروازو سیاست رد کړ

ډان:

د انځور حقوق Getty Images

د پاکستان ډان ورځپاڼې 'د دوزخ دروازې' تر سرلیک لاندې یو مطلب خپور کړی او د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانې شخړې ته یي کتنه کړې. په مطلب کې راغلي؛ د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په پيل کې د پاکستان پروړاندې د پرانستو دروازه سیاست خپل کړ، خو پاکستان د هغه دغه کړنلاره رد کړه.

لیکوال زیاتوي، دغه وضعیت په کابل کې یو ملګری نه بلکې یو سیال یا حریف رامنځته کړ. لیکوال پوښتنه کړې چې پاکستان ولې د ښاغلي غني دغه کړنلاره رد کړه، بیا ځواب ورکوي چې ددې کار لپاره موجه دلیل نه و، خو زیاتوي یواځینی سبب یې دادی چې پاکستان د تېر د هېرولو توان نه لري.

واشنګټن پوسټ:

د انځور حقوق Getty Images

واشنګټن پوسټ د امریکا د دفاع وزیر جیمز ماټیس هغه څرګندونې را اخیستي چې ویلي یې دي دا چې په افغانستان کې امریکایي سرتیري زیات کړي او کنه، په نژدې راتلونکې کې به یو لړ پریکړې وشي.

ښاغلي ماټیس ویلي، په افغانستان کې د پرېکنده ماموریت له قومندان امریکايي جنرال جان نیکلسن سره یې په دې اړه پرون اوږدې خبرې کړي دي. د امریکا دفاع وزیر وايي خپله ارزونه بشپړوي او بیا یې پایلې سپینې ماڼۍ ته استوي چېرته چې دی وايي خبرې ته یې ارزښت ورکول کیږي.

واشنګټن پوسټ زیاتوي په پام کې وه چې جیمز ماټیس پرون افغانستان ته لاړ شي خو د خرابې هوا له امله یې افغانستان ته تګ ونه شو.

ډیلي ټلګراف:

د انځور حقوق Getty Images

بریتانوۍ ورځپاڼې ډیلي ټلګراف د دغه هېواد د دفاع وزیر هغه خبر داری راخیستی چې ویلي یې دي که بریتانوي سرتیري له افغانستانه ووځي نو ښايي افغانستان له ناکامۍ سره مخامخ او درې، څلور ملیونونه کډوالو بریتانیا ته مخه کړي.

د ورځپاڼې په راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې ددغه هېواد پنځه سوه سرتیري د افغانستان امنیتي ځواکونو په روزنه بوخت دي.

ورځپاڼه زیاتوي چې مایکل فالن د میونیخ نړیوال امنیتي کنفرانس ته دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په افغانستان کې د بریتانوي روزونکو سرتیرو د شمیر د زیاتوالي په اړه خبرې کیږي.

نیویارک ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images

امریکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز د کډوالو په اړه یوه مطلب کې ویلي چې په ۲۰۱۷ کال کې به جرمني د ریکارډ تر کچې هغه کډوالو وباسي چې د کډوالۍ غوښتنې یې نه دي منل شوي.

ورځپاڼه زیاتوي، جرمني پروسږکال ۸۰ زره کډوال چې د کډوالۍ غوښتنې یې نه وې منل شوې ویستلي او سږ کال غواړي دغه شمیر نور هم زیات کړي.

ورځپاڼه زیاتوي د ویستل کیدونکو کډوالو په شمیر کې زیاتوالی داسې مهال راتلونکی دی چې د دغه هېواد لومړۍ وزیره انګیلا میرکل غواړي په راتلونکې سپتمبر میاشتې کې له ټاکنو وړاندې د محافظه کارو رایه ورکوونکو پام خپل لورته واړوي.

نیویارک ټایمز لیکي؛ میرکل د کډوالو پرمخ یې د پرانستو دروازو سیاست خپل کړی و او له دې امله پرې ډیرې نیوکې هم شوې، خو د هغې سیال د مسیحي ټولنپال ګوند ټینګار کړی چې هر کال باید جرمني د ۲۰۰ زرو کډوالو د ورتګ اندازه وساتل شي.

ورځپاڼه زیاتوي چې دواړه خواوو د کډوالو پر سر د جنجال له امله په خلکو کې خپل پلویان له لاسه ورکړي دي.

ګارډین:

ګارډین په یوه راپور کې ویلي د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت چمتو دی چې د کډوالو په توګه د هغو ماشومانو دوسیې کتنه وکړي چې په فرانسه کې دي او غواړي بریتانیا کې له خپلو خپلوانو سره یو ځای شي، او هغوی د کډوالو په توګه راشي.