ټایمز اف انډیا: د قمر باجوه کار پیلېدو سره پر کنټرول کرښې د پاکستان لخوا ډزې کمې شوي

ټایمز اف انډیا:

د انځور حقوق Getty Images

هندۍ ورځپاڼې ټایمز اف انډیا د جماعة الدعوة د مشرحافظ سعید د نظر بندۍ په اړه یوه مطلب کې لیکلي، له کله چې د پاکستان د پوځ نوي مشر جنرال قمر باجوه په دنده پيل کړی پر کنټرول کرښې د پاکستان له لورې ډزې کمې شوي خو له دې سره په ژمي کې د را اوښتو هڅې زیاتې شوي دي.

ورځپاڼه زیاتوي چې د پوځ د مشر له وروستیو څرګندونو داسې ښکاري چې دی د مخکیني مشر راحل شریف پر پرتله نرم دی او ښيي چې دی هڅه کوي پوځ له سیاسي چارو ګوښه کړي.

ورځپاڼه زیاتوي لومړي وزیر نواز شریف هم عبد الباسط چې د هند نه خوښیده او آی ایس آی ته نژدې بلل کیده د بهرنیو چارو د وزیر په توګه ونه ټاکه او تهمینه جنجوعه یې په دې څوکۍ وګومارله.

د مطلب د لیکوال په وینا دغه ټاکنه ښيي چې نواز شریف پر بهرنۍ کړنلاره او امنیتي چارو کنټرول تر لاسه کوي.

ډان:

د انځور حقوق Getty Images

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان د دغه هېواد د لوی درستیز جنرال قمر باجوه هغه څرګندونې را اخیستې چې ویلي دي افغانستان او پاکستان به د خپل ګډ دښمن یعنې ترهګرۍ سره په ګډه جګړه وکړي.

ورځپاڼه زیاتوي چې د لوړي کچې امنیتي غونډه کې جنرال باجوه امر کړی چې له افغانستان سره د پولې دواړو غاړو ته د ترهګرو د اوښتو د مخنیوي لپاره لا ډیره اغیزمنه همغږي وشي.

ډان لیکي؛ د پوځ مشر د افغانستان د حکومت د هغه وړاندیز هر کلی کړی چې په ترڅ کې یې له ترهګرۍ سره د جګړې لپاره پر دوه اړخیزه مبارزې ټینګار شوی.

واشنګټن پوسټ:

د انځور حقوق Getty Images

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار دندې لپاره د نوي نومول شوي جنرال هر برټ مک مسټر په اړه یوه راپور کې د جنرال ډېوېډ برنو په حواله چې وايي ښاغلی مکمسټر له نژدې پیژني لیکې، دی پوهیږي چې د جګړې پیلول یعنې څه؟ ځکه هغه اوږده د جګړې په سیمو کې تیره کړې ده.

ښاغلی برنو زیاتوي؛ د مکمسټر توپير به دا وي چې دی به دیکته نه بلکې د همغږي رول ولري. واشنګټن پوسټ لیکي چې مکمسټر په افغانستان کې هم د فساد ضد په یوه دنده ګومارل شوی و.

انډین اکسپرس:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سږکال د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پنځه لوبغاړي د هند پریمیر لیګ (آی پی ایل) لیلامۍ ته وړاندې شوي وو چې راشد خان په څلوېښت میلیونه هندي روپیو پلورل شوی او نبي عیسی خېل هم په درې میلیونه روپیو

انډین اکسپرس ورځپاڼې په دې اړه چې د افغانستان دوه لوبغاړي د هند کرکټ سیالیو آی پې ایل کې د ګډون لپاره غوره شوي یوه مطلب کې ویلي؛ دې سره به د افغانستان او هند ترمنځ د کرکټ په برخه کې اړیکې پراخې شي.

انډېپنډنټ:

Image caption د موصل لویدیځې څنډې د بېرته نیولو لپاره یکشنبې په ورځ د عملیاتو په پیل کې عراقي امنیتي ځواکونو ډېر شمېر کلي ونیول

بریتانوۍ ورځپاڼه انډېپنډنټ لیکي چې د عراق په موصل کې اسلامي دولت نومې ډلې ته ماته ورکول د سوریې په دیرالزور کې دغې ډلې ته د ماتې ورکولو په معنا دی.

خو ورځپاڼه زیاتوي اوسني عملیات لکه د تیرو هغو په څیر دي، ځکه دوی یواځې یو څو خالي کلي نیولي دي، او بل ورته والی یې دادی چې شاوخوا ۶۵۰ زره ملکي وګړي د اسلامي دولت ډلې تر ولکي لاندې سیمه کې ایسار دي چې په دغې جګړه کې ملکي وګړې له لوی خطر سره مخامخ دي او د تيښتې لارې ډیر کمې دي.