وال سټریټ ژورنال: چینایی اورګاډی له افغانستان نه بېرته تش تللی

وال سټريت ژورنال:

امريکايۍ ورځپاڼې وال سټريت ژورنال "افغانستان هڅه کوي د چين ورېښم نوې لارې برخه شي" تر سرليک لاندې مطلب کښلى او وايي، د افغانستان او چين ترمنځ د اورگاډي نوې پټلۍ د بېجينگ ورېښم لارې نوښت يوه برخه ده.

لومړنۍ اورگاډى د تېر اگست پر ٢٥ نېټې له چين څخه وخوځېد او دوه اوونۍ وروسته د حيرتانو بندر ته ورسېد.

خو د ورځپاڼې په وينا دغه اورگاډى چې په کې چينايۍ برېښنايي توکې او کالي بار و له افغانستانه بېرته تش ور روان شو.

ځکه ازبکستان له خپلې خاورې چين او قزاقستان ته د افغانستان د صادراتو د لېږد اجازه نه ورکوي.

د ازبکستان چارواکي وايي، شونې ده دا لاره د نشه يي توکو او گران بيو ډبرو قاچاق په موخه وکارول شي چې په وينا يي دا چاره به ترهگرې او جنايتکارې ډلې پياوړې کړي.

ورځپاڼه زياتوي افغانستان له ډیپلوماتیکو لارو هڅه کوي په دې برخه کې ازبکستان ته د قناعت ورکړي، خو لا نه دي بريالي شوي.

د افغانستان ماليې وزير اکليل احمد حکيمي ورځپاڼې ته ويلي، افغانستان له ازبکستان سره پر يوۀ نوي ترانزيتي تړون کار پيلولو ته سلا شوى او دا ستونزه به ژر هواره شي.

خو چينايي او د ازبکستان چارواکو په دې تړاو لا څه نه دي ويلي.

اېکسپرس ټريبيون:

اېکسپرس ټريبيون ورځپاڼې په اسلام اباد کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال هغه څرگندونې راخيستي چې د پولې تر تړل کېدو وروسته یې له خپلو هېوادوالو وغوښتل پاکستان ته له نااړينو سفرونو ډډه وکړي.

د دغې پاکستانۍ ورځپاڼې په وينا د افغانستان سفير هيله څرگنده کړې چې اسلام اباد ناروغانو او هغو افغانانو ته بېرته خپل هېواد ته د ستنېدو اجازه ورکړي چې په ویزې پاکستان ته تللي دي.

ښاغلي زاخېلوال ويلي، شونې ده چې د دواړو هېوادونو پوله په راتلونکو درې يا څلورو ورځو کې پرانيستل شي.

خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت نفيس ذکريا ويلي چې د لارې د پرانيستو پرېکړه به راتلونکې کې وشي.

گارډين:

د انځور حقوق Getty Images

د بريتانيا گارډين ورځپاڼې ويلي، د بريتانيا د کډوالۍ ادارې د پناه غوښتنې د ارزونې داسې يوه نوې کړنلاره جوړه کړې چې له مخې به يې همجنس خوښي افغان پناه غوښتونکي هم بېرته افغانستان ته ور ستانه کړل شي.

ورځپاڼه وايي، د دې لپاره چې په افغانستان کې همجنس خوښونه ناقانونه چاره ده، نو د نويو مقرراتو له مخې دغو کسانو ته لارښوونه کېږي چې افغانستان کې خلکو ته داسې څرگند کړي چې گواکې دوى همجنس خوښي نه دي او خپل مخالف جنس خوښوي.

دا نوې کړنلاره د همجنس خوښو مدافع ډلو غندلې او له بشري حقونو يې سرغړونه بللې.

ورځپاڼه وايي، پر دغه سند د تېرې مياشتې نېټه لگېدلې او په څرگنده په کې هغو خطرونو ته هم اشاره شوې چې همجنس خوښيو په افغانستان کې د خپلو کورنيو، هېوادني قوانينو او طالبانو له لوري ورسره مخامخېږي.

خو په دغه سند کې دا استدلال هم شوى چې په افغانستان کې په دې وروستيو کې څوک د همجنس خوښونې په تور نه دى محاکمه شوى او طالبان پلازمېنه نه شي گواښلى نو همجنس خوښي کولى شي په پلازمېنه کې خوندي ژوند وکړي.