اېکسپرس ټریبیون: د پاکستان دیني مدرسو کې د رحم او ښېګڼې له تدریسه ډډه کېږي

اکسپرېس ټريبيون:

د انځور حقوق AFP
Image caption اوسمهال په پاکستان کې ٣٥ زره ديني مدرسې شته

پاکستانۍ اېکسپرس ټريبيون ورځپاڼې په پاکستان کې د ديني مدرسو په تړاو يوه شننه خپره کړې او وايي په کليوالي سيمو کې شته ديني مدرسې په نامنظمه بڼه ديني ښوونې کوي.

ورځپاڼه وايي دا چاره ترهگرو ته زمينه برابروي چې له دغو مدرسو خپلو ليکو ته ځوان سرتيري ورمات کړي او په ډېره آسانۍ سره دغه ځوانان ځانته اجير کړي.

مطلب کې راغلي په دغو مدرسو کې د اسلامي زده کړو پر څرنگوالي څارنه نشته نو تر ډېره د کرکې خپرولو په موخه کارېږي او په قرآن کې د رحم او ښېگڼې په تړاو د شته مطالبو له تدريسه ډډه کېږي.

ليکوال دغه راز چلند د اسلام دين ته زيان اړول بولي.

مطلب کې راغلي اوسمهال په پاکستان کې ٣٥ زره ديني مدرسې شته او ليکوال په مدرسو کې د روڼتيا رامنځته کولو لپاره د پرله پسې څار وړانديز کوي. ليکوال په دې باور دى چې پر دغو مدرسو د څار پرته د ترهگرۍ پر وړاندې جگړه نشي گټل کېداى.

نيويارک ټايمز:

د انځور حقوق Reuters
Image caption د سوریې په حمص کې د شعیرات هوایي اډه چې د امریکا سمندري ځواکونو په نښه کړې ده

ډېرو نړېوالو ورځپاڼو نن خپل لومړي مخونه پر سوريې د امريکا توغنديزو بريدونو ته ځانگړي کړي.

نيويارک ټايمز وايي د دغو توغنديزو بريدونو موخه د سوريې جټ الوتکې وې او هېڅ داسې تاسیسات نه دي په نښه شوي چې په کې د کيمياوي وسلو شتون شونتيا وه.

ورځپاڼې د يوۀ امريکايي چارواکي په وينا ليکلي، په نښه شويو هوايي اډوکې روسۍ الوتکې نه وې.

امريکايي چارواکو ويلي روسيې ته له وړاندې د بريدونو تر سره کېدو په اړه معلومات ورکړل شوي و او د روسیې چارواکو ښايي د بشارالاسد رژيم هم وار له مخه له کېدونکو بريدونو خبر کړى وي.

د کانگرس وتلو جمهوريپالو غړو جان مکين او لېنډسي گراهام پر سوريې د شوي توغنديز بريد هرکلى کړى او له ولسمشر ټرمپ يې د سوري هوايي ځواکونو په نښه کولو غوښتنه کړې.

ولسمشر ټرمپ د کانگرس له هوکړې پرته له خپلو ولسمشريزو واکونو په گټه پورته کولو د بريد لارښوونه کړې.

ټايمز آف انديا:

د انځور حقوق AFP
Image caption د هند سینما نوموتی ستوری عامر خان

دغه هندۍ ورځپاڼه وايي وتلي فلمي ستوري او فلم جوړونکي عامر خان وروسته له هغه په پاکستان کې د خپل ډېر کتل شوي فلم "ډنگل" نندارې ته له وړاندې کولو ډه ډه وکړه چې د پاکستان سانسور ادارې له لوري د دغه فلم د دوو صحنو لېرې کولو لارښوونه وشوه.

په دغو صحنو کې د هند بيرغ ښودل کېږي او د دغه هېواد ملي سرود غږول شوى.