"ترکیې د حکمتیار پر شتمنۍ لګېدلي بندیزونه لرې کړل"

د انځور حقوق .
Image caption د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار د خپلو پلویانو په منځ کې

حريت:

ترکۍ ورځپاڼه حريت چې په انگريزۍ ژبه خپرونې کوي، وايي د ترکيې حکومت د گلبدين حکمتيار پر شتمنۍ لگېدلي بنديزونه لرې کړي دي.

ترکي چارواکو ويلي د ښاغلي حکمتيار د شتمنۍ کنگلولو پرېکړه ځکه بېرته اخيستل شوې چې اوس يې نوم د ملگرو ملتونو د بنديزونو په نوملړ کې نشته.

پر جمعه د حزب اسلامي زندانیان خوشي کېږي

"د حکمتیار راتګ طالبان سولې ته هڅولی شي"

ایا د حکمتیار دریځ بدل شوی؟

ډان:

پاکستان چاپې ډان ورځپاڼې د افغان جگړې په تړاو يوه شننه خپره کړې چې وايي امريکايي جنرالان له تېرو پنځلسو کلونو راهيسې په افغانستان کې گېر پاتې دي.

ليکوال منير اکرم چې په ملگرو ملتونو کې د پاکستان پخوانى استازى دى، افغانستان کې روان حالت د مقدوني سکندر له پېر سره پرتله کړى.

ليکوال وايي سکندر وتوانيد چې د پاڅونيانو د مشر له لور سره په واده کولو او هغه ځانته په راماتولو د شخړې اور مړ کړي، خو اوسمهال د طالبانو او امريکا ترمنځ د دغه راز نژدېوالي شونتيا نه برېښي.

مطلب کې راغلي، د افغان جگړې ختمولو لپاره يو زغرد سياسي حل ته اړتيا ده.

ليکوال په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو شمېر ډېرېدل کارنده نه بولي. د ليکوال په باور امريکا اوس پر پاکستان هم ډېر فشار نه شي راوستى ځکه پوځي مرستې يې ورباندې ودرولي دي.

ليکوال د افغانستان په تړاو د چين او روسيې په سياستونو کې بدلون ته هم اشاره کوي او وايي دغو دواړو هېوادونو اوس د پاکستان نظر خپل کړى، نو اړتيا ده چې د ملگرو ملتونو او يا په مسکو کې د پيلو شويو خبرو اترو له لارې د افغانستان شخړې ته حل لاره وموندل شي.

هندوستان ټايمز:

هندوستان ټايمز وايي د اترا پرادېش ايالت مشر وزير آديتيا ناټ يوگي يو شمېر رسمي رخصتۍ لغوه کړي.

د لغوه شويو رخصتيو شمېر د کال ١٥ ورځې کېږي، چې د وتلو شخصيتونو د تلين لمانځلو لپاره اعلان شوې وې.

ښاغلي يوگي چې توندلارې مذهبي او يوه ناندرييزه څېره بلل کېږي، وايي دا گام اترا پرادېش ايالت ته ٥٠٠ ميليارډ هندي روپۍ گټه رسوي چې پر پراختيايي چارو او د دندو په رامنځته کولو به ولگول شي

اړونده مطالب

ورته مطالب