"له اداري فساد سره د اشرف غني مبارزه بریالۍ ده"

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption له اداري فساد سره د ولسمشر اشرف غني هڅو ښه پایله ورکړې

ډیپلومات خپرونې په افغانستان کې د تدارکاتي بهیر د اصلاحاتو په اړه یو تحلیلي مطلب خپور کړی. په مطلب کې ویل شوي چې په افغانستان کې د بنسټونو د سمون له چارې سره په لومړي سر کې یو شمیر سیاستوال ، د ملي شورا غړي ، بیروکراتان او ان مرسته کوونکي موافق نه وو او د لا ډیر مرکزي کیدو په سترګه ورته کتل کیدل ، خو لیکوال زیاتوي اوس په کور دننه او باندې د تدارکاتو بهیر بریالی بلل کیږي او په تېره د نړیوالې ټولنې خوښي ډیر د پام وړ ده.

لیکوال وايي له اداري فساد سره د ولسمشر اشرف غني هڅو ښه پایله ورکړې، په دې سره د اداري فساد د له منځه وړلو لپاره قوي سیاسي اراده ښودل شوې، د نړیوالو باور یې خپل کړی او مرستې هم زیاتې شوي دي.

خو لیکوال ټینګار کوي چې ددغه اصلاحي بهیر د دوام لپاره د نړیوالې ټولنې ملاتړ اړین بلل کیږي.

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان:

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان د افغانستان ، طالبانو او سخت دریځو ډلو په اړه یو تحلیلي مطلب خپورکړی. د مطلب لیکوال وايي کله چې د سپتمبر له یوولسمې له پیښې وروسته امریکا د طالبانو رژیم ړنګ کړ نو دا تر ټولو ښه فرصت چې د پاکستان او ناټو په ګډو هڅو طالبان او نورې اورپکې ډلې وځپل شي. لیکوال زیاتوي چې په پاکستان کې نا امنۍ او کړنلارې د هغه ګواښ پایله ګڼل کیږي چې ګواکې هند یې تر شا لاس لري، دی وايي افغانستان ته مو له هند سره د دښمنۍ له نظره کتلي او هلته مو په بې ثباتي برخه لرلې ، چې په پایله کې یې د امریکا له نظره په ځای د دې چې پاکستان ته د حل لارې د یوې برخې په توګه وکتل شي ، پاکستان ته د ستونزې د یوې برخې په توګه کتل کیږي.

دی زیاتوي تاریخ را ښودلې چې دایمي دښمن او دایمي دوست نشته یواځې ګټې تلپاتې دي. لیکوال زیاتوي چین او هند پر پوله ستونزې لري خو سوداګري هم لري خو پاکستان کې له هند سره لږ تر لږه د راشه درشه په اړه اړتیا ته د واقعیت په سترګه نه کتل کیږي.

وال سټریټ ژورنال:

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه لیکي چې د امریکا او روسیې ولسمشران د شمالي کوریا او د امریکا په ټاکنو کې پر روسیې د لاسوهنې د تورونو په اړه خبرو کې پاتې راغلي ، خو د سوریې په اړه هوکړې ته رسیدلي دي.

ورځپاڼه وايي په دغې دوه ساعته کتنه کې په ټاکنو کې د لاس وهنې او اوکرایین په اړه د دواړو ولسمشرانو په نظرونو کې اختلاف و.

دغې ورځپاڼې خپله سرمقاله هم همدې موضوع ته ځانګړې کړې او لیکي داسې هیلې شته چې د سوریې په سویل لویدیځو سیمو کې د امریکا او روسیې ترمنځ د اوربند په اړه هوکړه په شمالي سیمو کې هم د ورته ګام لپاره یوه پيلامه وي.

اړونده مطالب