کابل کې د اجمل خټک په وياړ څېړنيزه غونډه وشوه

خدای بخښلی اجمل خټک
Image caption اجمل خټک په ١٩٢٥ م کال کې له پېښور سره نژدې په اکوړه خټک کې زيږېدلى وو .

په کابل کې د وتلي پښتون ملتپال سياستوال او شاعر خداى بخښلي اجمل خټک په وياړ يوه څېړنيزه غونډه جوړه شوې وه .

په دغه ناسته کې د ديورنډ د دواوړو خواوو پښتنو ليکوالو او شاعرانو ددغه نامتو شاعر، ليکوال او سياستوال په خدمتونو رڼا واچوله .

نامتو پښتو سياستوال او د پاکستان د نېشنل عوامي پارټۍ پخوانی مشر اجمل خټک د مړينې د څلوېښتۍ په بهانه ددغه وتلي پښتو ليکوال له خدمتونو په کابل کې د يوې غونډې په ترڅ کې يادونه وشوه .

له مړينې وروسته دا لومړی ځل دی چې په افغان پلازمېنه کابل کې د اجمل خټک د خپل خپلوانو، د هغه د سياست او ادب د ډګر د ملګرو په ګډون د ډيورنډ د پولې د دواړو غاړو پښتانه ليکوال، شاعران، فرهنګپال او سياستوال راغونډېږي او پښتو، پښتنو، فرهنګ، سولې او پرمختيا ته د هغو په چوپړ خبرې او بحثونه کوي .

غونډې ته د ولسمشر کرزي لخوا استول شوي پيغام کې خدای بخښلی اجمل خټک د پښتنو، پښتو او سيمې ستر مشر او خدمتګار بلل شوی و .

د غونډې په لړ کې د پولې دواړو غاړ برخه والو د هغه د ادي او سياسي ژوند پر بېلابېلو اړخونو رڼا واچوله او د اجمل خټک په ستاينه کې د برخه والو لخوا مشاعره هم وشوه .

هغه د نېشنل پارټي يو فعال غړی غړی و، چې بيا وروسته يې د دغې پارټۍ مشري پر غاړه واخيسته .

خو هغه پر سياستوال سربېره د پښتو ژبې نامتو شاعر و چې په خپلو شعرونو، ادب او سياست کې يې د پښتنو د حقونو چيغې وهلې او د ژوند تر وروستۍ شېبې يې کلکه مبارزه کوله .

په کابل کې داجمل خټک د ياد په وياړ دغه جوړه شوې غونډه دافغانستان د سرحدونو او قبايلو وزارت او د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز په گډ نوښت جوړه شوې وه چې د پېښور د سېمې په يو شمېر وتلو فرهنگي څېرو سر بېره دافغان حکومت، پارلمان غړو او يو زيات شمېر فرهنگيانو پکې گډون لاره .

اجمل خټک په ١٩٢٥ م کال کې له پېښور سره نژدې په اکوړه خټک کې زيږېدلى وو .

د خپل ژوندانه نژدې پنځه لسيزې يې د خان عبدالغفار خان له خداى خدمتگار تحريک او عوامي نېشنل پارټۍ سره ملگرتيا کړې ده چې په دې لاره کې درې ځلې د پاکستان د حکومت له خوا بندي شوى وو .

په همدې لړ کې نوموړي په ١٩٧٣ م کال کې پاکستان پرېښود او تر ١٩٨٨ کاله پورې په افغانستان کې جلا وطن و .

خو نژدې 40 ورځې وړاندې د ورپېښې ناروغۍ له کبله يې له دې نړۍ سره د تل لپاره مخه ښه وکړه او په خپل پلرني کلي اکوړه خټک کې خاورو ته وسپارل شو .

ورته مطالب