صربانو د سربرنيتسا د وژنې له امله بښنه وغوښته

د صربستان ولسي جرګه
Image caption د صربستان پارلمان دا پرېکړه ليک داسې مهال تصویب کړ چې دولت يي کلونه کلونه د سربرينتسا د مسلمانانو له وژنې څخه انکار کاوه.

د صربستان ولسي جرګې يو پرېکړه ليک تصويب کړ چې په ترڅ کې يې په 1995 کال کې د سربرنيتسا پر ښار د بوسنيايي صرب مليشو د بريد په پايله کې د بوسنيايي مسلمانو د ټولوژنې له امله بښنه غوښتل شوې ده .

په پرېکړه ليک کې ويل شوي چې صربستان بايد په سربرنيتسا ښار کې د صرب مليشو له لوري د بوسنيايي مسلمانو د ټولوژنې د مخنيوي لپاره ډېرې هڅې کړې وای .

د صربستان د ولسي جرګې پرېکړه ليک چې په ډېره کوشني اکثريت پرې هوکړه وشوه د سربرنيتسا ټولوژنه (( توکم وژنه)) نه بولي خو ملګرو ملتونو لا له وړاندې دغه پېښه توکم وژنه بللې ده .

د بوسينيايي صرب مليشو له لوري چې مشري يې د صربستان د پخواني مشر سلوبودان ميلوسويچ د نژدې همکار رادوان کارجيچ پر غاړه وه په 1995 کال کې د سربرنيتسا ښار لومړی کلابند او وروسته يې پرې بريد وکړ چې نژدې اته زره زنداني مسلمان پکې په ډله ييزه توګه ووژل شول .

دصربستان د ولسي جرګې له لوري دغه پرېکړه ليک داسې مهال تصويبېږي چې د دغه هېواد دولت کلونه کلونه د سربرنيتسا د مسلمانو ټولوژنه ردوله .

بوسنيايانو او د صربستان مسلمانو دغه پرېکړه له دې امله غندلی چې ګنې د سربرنيتسا وژنه يې (( توکم وژنه )) نه ده بللې .

تر دې مهاله څو تنه صرب بوسنيايي چارواکي د سربرنيتسا په وژنه کې د لاس لرلو له امله محکوم شوي خو د صرب بوسنيا د پوځ قوماندان راتکو ملاديچ لا هم پټ دی .