د ساينس له نړۍ: د بوسون هېګز بڅري څرک لګېدلی دی

Image caption دا روانه څېړنه اوس د دې د جوتولو هڅه کوي چې بوسون هېګز فزیکي شتوالی هم درلودلی شي او که نه

ساینسپوهانو کېدای شي د هغه خیالي بڅري څرک لګولی وي چې انګېرل کېږي د نړۍ پنځولو کې یې بنسټیزه ونډه درلودلې ده.

د تېرو دوه کلونو په اوږدو کې د سویس او فرانسې پولې ته څېرمه نژدې اته زره ساینسپوهان په یو ګرانبیه لابراتوار کې د فزیکي آزموينو یوه ستومانونکې لړۍ پیل کړې ده، چې ښایي ایله اوس یوې پایلې ته رسیدلې وي.

دا آزموينې په یو ۲۷ کیلو متره اوږد تونل کې د یو داسې خیالي بڅري څرک لګوي چې تر اتوم هم کوچنی دی.

بوسون هېګز هغه خیالي بڅری دی چې د فزیک د سټندرد ماډل تیوري له مخې، د نړۍ د پنځون په مهال د لویې چاودنې Big Bang د پېښېدو سره جوخت یوازې د یوې لنډې مودې لپاره څرګند شوی و.

د نړۍ د پیدا کېدو نه د مخه توکو وزن او کتله نه درلوده، خو کله چې بوسون د لوړې انرژۍ سره راڅرګند شو نو د یو لړ فزیکي تعاملاتو نه وروسته یې توکو ته کتله یا څومره والی وروبخښه، او اوسنۍ نړۍ منځ ته راغله.

روانه څېړنه

څنګه چې بوسون هېګز یو بې ثباته بڅری و نو همغه وخت د سترګو رپ سره ورک شوی دی، او فزیکپوهانو یې یوازې د شتون نظریاتي لاسوند درلود.

دا روانه څېړنه اوس د دې د جوتولو هڅه کوي چې بوسون هېګز فزیکي شتوالی هم درلودلی شي او که نه.

که چېرې د بوسون هېګز شتوالی په دې آزموينو کې جوت نه شي نو د فزیک ډېر بنسټیز قوانین به ناسم وخېژي.

په دې بېسارې ازموينې بوخت ساینسپوهان وایي چې په دې اوږد تونل کې، چې «لارج هادرون کولایډر Large Hadron Collider» نومېږي، هغه شرایط برابر کړای شوي دي چې د دوى په نظر د نړۍ د زېږېدو په مهال پیدا شوي ول.

د همدې شرایطو لاندې د پروتون بڅري په ډېرې چټکتیا سره جنګول کېږي. پوهان په دې پېچلي بهیر کې د بوسون بڅري د شتون او ونډې څرک لګول غواړي.

د بوسون هېګز د شتون جوتولو سره به د نړۍ د پنځون په اړه د انسان په پوهه کې د کتنې وړ زیاتوالی راشي.

کتونکي په دې اند دي چې دا پایلې ډېرې لومړنۍ دي، او په کار ده چې دا آزمونې لږترلږه یو کال نورې هم اوږدې شي چې د بوسون هېګز شتون په پرېکنده توګه جوت شي.

ورته مطالب